د کاڼي کرښې
ايوب صابر
پېدائش: ٢٤ فروري ١٩٢٢ء
وفات: ٨ فروري ١٩٨٩ء
وچو شګو کښې کورونه نۀ جوړېږي
په هوا کښې محلونه نۀ جوړېږي
د عمل قوت پېدا کړئ په خپل ځان کښې
په خبرو خو قامونه نۀ جوړېږي
انتشار نه ځان ساتئ چې دا پېدا شي
په جنګرېز کښې بيا صفونه نۀ جوړېږي
ډېرې تيږې چې يو ځائے شي نو غر جوړ شي
چې دا مينه نۀ وي غرونه نۀ جوړېږي
خدائې ګو هغه لوپټې مې خوښې نۀ دي
چې له کومو پرچمونه نۀ جوړېږي
کۀ هر څو پرې باندې ساز کړي څو ک زينونه
خرونه خرونه وي اسونه نۀ جوړېږي
چې سينه کښې زړۀ او زړۀ کښې جذبه نۀ وي
بيا د عشق عمارتونه نۀ جوړېږي
څۀ له الوځې اسمان ته اے انسانه
په دې زمکه اسمانونه نۀ جوړېږي
قلم ډوب کړه خپلې وينې کښې صابره
بې له وينې ښۀ شعرونه نۀ جوړېږي


Comment