Announcement

Collapse
No announcement yet.

وخت ډېر تېر دی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • وخت ډېر تېر دی

    وايي: څه وخت چي فرعون د رودي نيل په هغه کوڅو کښي چي الله (ج) و بني اسرائيلوته جوړي کړي وې په بني اسرائلو پسي روان ؤ او دآس د مخ دوې پښې يې هم د رودي نيل څخه ختلي وې نو يې سر خلاص سو چي نور يې لکه چي دغرقېدلو وخت را ورسېدی او لکه چي کار يې نورخلاص دی نويې وويل چي ( امنت ً برب موسی وهارون ) دمخ له خوا جبرائيل امين (ع ) ورته ولاړ ؤ، په خوله کښي يې خټي ور ووهلې اودا يې ورته وويل چي اوس يعني اوس دي توبه نه قبليږي .
    که پر وخت دي توبه کښلې وای نه به په رودي نيل کي کوڅې جوړېدای او نه به دی بېچاره په کښي غرقېدلای.
    په کلونو کلونو زور زياتی او د پردو د لاس آلې د زرګونو بې ګناهو افغانانو د وژلو ترټلو او وکډي ته مجبوره ولوعاملان، او د پردو څخه په عامه رشوت اخيستونکي او په هغو هم اعتراف او و زر ګونو غلو ته فرصت برابرونکي اوبيا د هغو پر ځای جواب ويونکي، څوک به د غلا څخه خارج ته تښتېدلي وي خو دوی به وايي چي هغه ډېر شريف سړی دی .
    افغانستان ته د بې کفايتۍاوفساد څخه ډک هيواد لومړی مقام د ورخپلولو ميډال ګټونکي، په رشوت او اختلاس و زرګونو بې لارانو ته که داخلي دي او که بهرني، د هر څه زمينه برابرونکي او و هغوی ته برائت ورکونکي، له دې سره سره و د باندنيانوته په ښکاره برائت ورکونکي، دغه رقم وکورنيو غلو ته هم ډيري پراخي لاري پرانيستونکي، لکه زور، قومي رابطې، بډي، دولتي نفوذ، بدمعاشي او داسي نورو لارښوونکي.
    قانون يواځي کمزورو ته او پر کمزورو برابرونکي اوکمزوري قصداّ دقانون پر وړاندي راپارولو عاملين.
    کوم وخت چي کمزوری د خپل ځان په وړاندي بې عدالتي وويني و هغه ته يواځنۍ لار د انتقام لپاره بې لاري ده هغه نه سي کولای چي قانون ځان او يانورو ته حاصل کړي، مجبوره دی چي دزړه درد سوړ کړي ، انتقام واخلي او په مقابل طرف کښي ودريږي. بيا نو دده (کمزوري) سترګي هم دانتقام بې رحمه دود نيولي وي، دی خپله هر څه په خپل لاس کي نيسي بيا نو ده ځوان ته هم هر څه روا وي.
    دتاريخ سهوه نه سي جبرانېدلای ،دلته :
    دلته دم اوقدم دواړه په حساب دي پل غلط له لاري مه ږده بي حساب
    هر چا چي دلته ددې خوار ولس په مقابل کښې لږ غوندي خيانت هم کړی وي دبخښلواوعفوي نه دی اونه بيادا خلک غوليږي .
    نور ستاسو او د بهرنيانو د مېډيا پرمخ ناندرۍ څوک نه سي غولولای. ډېره اوږده ازموينه مو ورکړه ډېر وخت او ډېر شته مو په لاس کي ؤ د دنيا ستر فوځي اومالي ملاتړ درسره ؤ متاسفانه تاسو سمه ګټه نه کړه ترلاسه، د دې برعکس هر څه مو تر پښو لاندي کړل په ګوته کول به يې تکرار وي نور نود هر چا سر خلاص دی هرچا هر څه په خپلو سترګو وليدل يا ورسره وسول نور نو ازموده را ازمودن خطا است .
    د رسول اکرم (ص) قول دی له يوه غاره سړی بايد دوه ځله ونه چيچل سي موږ څو ځله وچيچل سو .
    بل چل او فريب که دي زده وي دهغه څخه کار واخلی.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X