دغم سره اشنا یمه ښادې نه پیژنم
یتیم یمه د وخت څپیړو مخ باندی وهلی
زړې جامې په تن مې دې کالې نه پیژنم
رالوئ شومه سوالګر د نفرتونو په دې ښار کې
چه ښکارې محبت پکې تندې نه پیژنم
منم ساده پښتون یمه خو توره او ډال مې خوښ دی
شعار مې ازادې ده غلامې نه پیژنم
هر څوک زمونږه کلې ته چاړه په لاس کې راشې
دوینو ارزانې ده قیمتې نه پیژنم

Comment