صدمه
قلندر مومند
لکه يو ستړے مسافر پۀ تکه توره شپه کښې
دَ خپل منزل پۀ تکل سترګې دَ سبا ته ګوري
او ناڅاپي تورې وريځې پۀ اسمان خورې شي
اطراف ترې ورک شي شپه يې واخلي هرې خوا ته ګوري
يا دَ صحرا يو جل وهلے دَ اوبو پۀ طمع
دَ مارغۀ پر پسې رادرومي نخلستان ته راشي
چې ناګهانه بياسته وشلېږي بوقه ډوبه شي
او څو ازغي يې دَ زړګي تل نه زبان ته راشي
دغسې ستا دَ رفاقت پۀ پاچائي لاره کښې
زۀ بې اسرې بې وسيلې او بې اشنا پاتې شوم
چې دَ اُميد اب حيات مې پۀ جهان وېشلو
لکه دَ خضر پۀ ظلماتو کښې تنها پاتې شوم
بيا دَ رنګونو دَ تميز دَ ارمغانه سره
زۀ دې دَ حسن دَ ګلاب پۀ رنګ او بو پوهه کړم
زما دَ خيال عالم مهتاب مهتاب ګلاب ګلاب شۀ
چې دې دَ ژوند دَ هنګامو پۀ ها او هو پوهه کړم
اور اورکيو دَ امېدونو دَ غمونو شپه کښې
ستا دَ قنديل لۀ برکته چراغان جوړ کړۀ
دَ ګلابي بارخو نه وتو نارنجي پلوشو
زما دَ ژوند لۀ خارستانه ګلستان جوړ کړۀ
مهتابي ګله! ګلابي مهتابه! ستا لۀ پاره
ما دَ تيرو تېرۀ ازغي پۀ خپل ګوګل ګاللي
زما دَ خيال بحر کښې تل دې تلاطم راوستے
ستا دَ کشش امواج مې تل دَ زړۀ پۀ تل ګاللي
قلندر مومند
لکه يو ستړے مسافر پۀ تکه توره شپه کښې
دَ خپل منزل پۀ تکل سترګې دَ سبا ته ګوري
او ناڅاپي تورې وريځې پۀ اسمان خورې شي
اطراف ترې ورک شي شپه يې واخلي هرې خوا ته ګوري
يا دَ صحرا يو جل وهلے دَ اوبو پۀ طمع
دَ مارغۀ پر پسې رادرومي نخلستان ته راشي
چې ناګهانه بياسته وشلېږي بوقه ډوبه شي
او څو ازغي يې دَ زړګي تل نه زبان ته راشي
دغسې ستا دَ رفاقت پۀ پاچائي لاره کښې
زۀ بې اسرې بې وسيلې او بې اشنا پاتې شوم
چې دَ اُميد اب حيات مې پۀ جهان وېشلو
لکه دَ خضر پۀ ظلماتو کښې تنها پاتې شوم
بيا دَ رنګونو دَ تميز دَ ارمغانه سره
زۀ دې دَ حسن دَ ګلاب پۀ رنګ او بو پوهه کړم
زما دَ خيال عالم مهتاب مهتاب ګلاب ګلاب شۀ
چې دې دَ ژوند دَ هنګامو پۀ ها او هو پوهه کړم
اور اورکيو دَ امېدونو دَ غمونو شپه کښې
ستا دَ قنديل لۀ برکته چراغان جوړ کړۀ
دَ ګلابي بارخو نه وتو نارنجي پلوشو
زما دَ ژوند لۀ خارستانه ګلستان جوړ کړۀ
مهتابي ګله! ګلابي مهتابه! ستا لۀ پاره
ما دَ تيرو تېرۀ ازغي پۀ خپل ګوګل ګاللي
زما دَ خيال بحر کښې تل دې تلاطم راوستے
ستا دَ کشش امواج مې تل دَ زړۀ پۀ تل ګاللي
