ګلونه
ډاکټر سلمه شاهين
د راوېل نه انتخاب
پېدائش: ١١ دسمبر ١٩٥٤
دا ګلونه
دا د ګلو امېلونه
چې زما په لاس کښې وينې
دا مې تا باندې پېرزو شي
خو تر تا ئې در وړې نشم
ستا په لاره کښې ازغي دي
رقيبان دي غمازان دي
ډېرې سترګې دي خونکارې
ژړوي مې..... ژړوي مې
قهرېدلې راته ګوري
زۀ خبر يم زۀ پوهېږم
تۀ زما په انتظار يې
ښکلې سترګې غړوې دې
تۀ په طمع راته ګورې
خو زما هم مجبوري ده
بې وسي ده، بې وسي ده
دا ازغي ازغي وختونه
او دا تړمې تړمې اوښکې
چې په مخ زما بهېږي
دا ګلونه دا ګلونه
رانه مړاوي مړاوي کېږي
خو زۀ هيڅ کولې نۀ شم
په دې طمع اميدونو
د ژوندون ورځې تېرېږي
چې د لارې دا ازغي به
چرته وسوځي ايرې شي
د وختونو فاصلې به
لنډې لنډې شي نزدې شي
داسې وخت به چرې راشي
چې مسکۍ مسکۍ فضا شي
دا د اوښکو امېلونه
يا زما لاس کښې ګلونه
به ستا غاړه کښې امېل کړم
ډاکټر سلمه شاهين
د راوېل نه انتخاب
پېدائش: ١١ دسمبر ١٩٥٤
دا ګلونه
دا د ګلو امېلونه
چې زما په لاس کښې وينې
دا مې تا باندې پېرزو شي
خو تر تا ئې در وړې نشم
ستا په لاره کښې ازغي دي
رقيبان دي غمازان دي
ډېرې سترګې دي خونکارې
ژړوي مې..... ژړوي مې
قهرېدلې راته ګوري
زۀ خبر يم زۀ پوهېږم
تۀ زما په انتظار يې
ښکلې سترګې غړوې دې
تۀ په طمع راته ګورې
خو زما هم مجبوري ده
بې وسي ده، بې وسي ده
دا ازغي ازغي وختونه
او دا تړمې تړمې اوښکې
چې په مخ زما بهېږي
دا ګلونه دا ګلونه
رانه مړاوي مړاوي کېږي
خو زۀ هيڅ کولې نۀ شم
په دې طمع اميدونو
د ژوندون ورځې تېرېږي
چې د لارې دا ازغي به
چرته وسوځي ايرې شي
د وختونو فاصلې به
لنډې لنډې شي نزدې شي
داسې وخت به چرې راشي
چې مسکۍ مسکۍ فضا شي
دا د اوښکو امېلونه
يا زما لاس کښې ګلونه
به ستا غاړه کښې امېل کړم



Comment