وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقیب لیک دی په هر بوټی د مجنون د باغ
خوار او زار بچی دې بې هنره بې کماله دی
غوږ یې دی کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دی
لال ډوب دی ایرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځی چمړۍ خوری په سیل د واورو کې
پاڅه ای ځلمیه ! مستی توره او ایمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله
توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه ننګیالیه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حیران کړه د خپل ځان په تماشه
ای د احمد ځویه او بچیه د شېرشاه!

Comment