Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto writing simplified - Sample

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto writing simplified - Sample

    نوټ:
    پہ دے لیک کے د پختو ازافی توری نہ دی استعمال شوی لکه
    ث ـ ذ ـ ځ ـ څ ـ ښ ـ ژ ـ ږ ـ ص ض ظ ي ې ۍ
    دا توری د اردو او فارسئ په شکل ليکلی دی:*
    ٹ۔ ڈ ۔ ڑ ۔ گ
    د یو اواز د پارہ یوازے یو تورے استعمال شوے دے لکہ د ذ۔ ځ ۔ ظ ۔ ض پہ زائ یوہ ز استعمال شوے دہ

    پختو

    پختو پختو دہ - او پختو جبہ ھم دہ - دا زکہ داسے دہ چہ د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ- پہ کومہ جبہ کے چہ پختو نہ وی هغہ د اولس جبہ وی او چہ پختو پکے وی هغہ د بادشانو جبہ وی ـ بلا پختنو بادشانو پہ سوونو کالہ پہ هند بادشائي کڑے ده او د پختو ئے ڈیر عزت ساتلے دے ـ مجال وه کہ د محل د خدمت گارو سره ئے د پختو نہ سیوا بلہ جبہ وائیلی وی ـ د بیگماتو سره بہ فارسئ کے غگیدل او د اولس سره هندکو کے ـ خو پہ نورو جبو ئے د پختو درجہ ڈیره اوچتہ گنڑلہ او پہ دے جوڑ ئے د بھرنی الائیشو نہ پاکہ ساتلے ده ـ کہ دوئ د اولس سره او سرکاری کاروبار پہ فارسئ کے نہ وے ساتلے نو نن بہ د پختو مقام دومره اوچت نہ وه او ٹولہ بہ د بہرنئ جبو د ٹکو نہ ڈ کہ وه ـ د پختنو بادشانو د پختو جبے دومره لوۓ خدمت کڑے دے چے نن ۓ مونگ ستائینہ کوؤ ـ بس دا شاعران خداۓ لیونی کڑی دی - ٹول عمر ئے شاعری پہ پختو کے کڑے ده - دوئی لہ پکار وه چہ د بادشانو پہ لار تلے او د پختو شاعری ۓ پہ فارسئ کے کولے ـ نواول خو بہ پختو جبہ د دے شاعرانو نہ پاکہ وه او دویمہ فائده بہ د شاعرانو پہ حق دا وه چہ نن بہ دوي د پختو د اوچتے پاۓ شاعران گنڑلے شو د نسر لیکوال پہ دے لار هڈو تیر شوی نہ دی ـ د ملانو تعلق خو د اولس سره وی ولے دوئ چرے د بادشانو سفت نہ دے کڑے ـ او د اولس جبہ کے ۓ اولس تہ ختبے ورکڑے دی ـ دا بہ منو چہ د پختو جبے عزت ئے قائیم ساتلے دے ـ او تر اوسہ ئے ساتي ـ*
    ډیره موده پس په سہ کار کلی تہ روان وم ـ هغہ زمانہ کے سوزوکي او موٹر رکشے نہ وے ـ سائیکلے هم نہ وے ـ هر کلی تہ سڑک نہ وه جوڑ نو ٹانگے بہ هم نہ تلے ـ مونگ بہ پیاده سفر کولوـ نو پہ لاره کے یو کلے پریوتو ـ ورتہ وراوگرزیدم چہ لگہ دمہ بہ اوکڑم او د چا بہ د چائیو میلمہ شم ـ*
    د جمعے ورز وه ـ پہ جمات ورغلم ـ بلا گنڑه وه ـ او د ملا ساحب ختبہ خہ پہ گرمہ روانہ وه ـ اتفاق ورتہ او وایہ چہ د ختبے موزوع، پختو جبہ وه ـ ملا ساحب پہ خپلہ ختبہ کے د خپل استاذ کوهستان ملا ساحب، پہ حوا لہ دا بیان داسے اوکڑو چے پختو د جنت جبہ ده او د محشر پہ ورز بہ ٹول تپوسونہ پہ پختو کے کیگي او چا چہ په پختو کې جواب ورنکړې شو هغه دې د خپل انجام پخپلہ اندازه ولگوئ ـ زما وینا تہ پکے حاجت نشتہ ـ او هغہ دا هم اوے چہ پہ قبر کے منکر نکیر فرشتے هم پہ پختو کے سوال جواب کوی ـ سوک چہ پہ پختو کې جواب ورنکڑے شی نو هغہ بہ برزخ کے تر قیامتہ پہ پختو ایزده کولو جوند تیرَوي
    پہ پختوئے ڈیر وسیع او عالمانہ بیان وه ـ زما علم کے ئے بلا ازافہ وکړه ـ دا ئے هم وئیل چے پرَدی ٹکی پہ پختو کې راننوستل ڈیر سخت گناه دے او د قیامت پہ ورز بہ دا ٹکی لکہ د سرو سروٹکو د هغہ پہ وجود کے ننوزي ـ پہ دے خبره زما ٹول وجود ورپید ـ دا گناه خو زما د لاسہ سو سو زلہ شوے دے ـ پوختنہ مے ترنہ وکڑه چہ :*
    ” یا حزرت! د دے گناه د خلاسون سہ کفاره خو بہ وي کنہ ؟“*
    جواب ئے راکڑو ـ ” بالکل شتہ ـ یو د پاسہ سل ڈالرکہ دے جمات لہ ورکڑے ـ او بیا د پاره خیال ساتے “ - ما ورتہ اووے ” ملا ساحب ! ڈالرے بہ د کومے راؤڑم ـ پہ روپو پیسو کے راتہ وایہ“ ـ نو جواب ئے راکڑو ـ ” د روپئ هیس اعتبار نشتہ ـ چہ سبا لہ بہ روپئ د دوه پیسو وي او کہ نه وی“ ـ*
    ما ورتہ اووے ـ ” ملا ساحب کہ تاسو نہ وئے نو مونگ بہ چا پوهہ کولو ـ د پیشور غٹو غٹو ملانو چرے داسے دَ پوهہ خبرے راتہ نہ دی کڑې“ ـ*
    جواب ئے راکڑو چہ ”ھغئ پہ سہ پوھیگي ـ پہ سرکاری مدرسو کے ئے سبق وئیلے دے ـ د هغئ استازان هم د سرکاری مدرسو دي ـ نو علم بہ ورلہ د کومے راشي“ ـ*
    ما د کوهستان استاز پوره یو کال شاگڑدی کړے ده او یو روغ کال مے ورتہ د کوهستان پہ غرونو کے د علم پہ زده کڑه تیر کڑے دے “ ـ*
    ” ملا ساحب مخکے تاسو سہ کو ل ؟“*
    ” تہ میلمہ ئے ـ ستا نہ سہ پڑده ـ مخکے مے د خان ٹانگہ چلولہ“*
    ما ترنہ نور تپوس اوکڑو ـ ” کہ یو پردے ٹکے پہ پختو کے د سره هڈو نہ وي نو بیا ؟“*
    ” نو بیا سہ ! پہ پختو کے ورلہ ٹکے جوڑ کڑه“*
    ” کہ ٹکے نه جوڑیگی نو بیا ؟“*
    ” سه بیا بیا دے جوڑ کڑی دی ـ غٹ جاهل ئے ـ چہ ٹکے درنہ نہ جوڑیگی نو اسان چل دے ـ کلمہ ورتہ اووایہ، مسلمان ئے کڑه“-*
    ” د کلمے دا چل خو ڈیر اسان دے “*
    ” دومره اسان هم نه دےـ د ٹکی جوڑولو سل سوابه دي ـ او د مسلمانولو لس زره ـ چہ ٹکے مسلمانوے نو اول بہ پہ خوَڑ کے پہ انگریزي سابون ولامبے ـ اِسترے کڑے پاکے جامے به وا غوندے، یو زل بہ بیا اودس وکڑے ـ نو پس لہ هغے نہ بہ ورتہ پہ یوه ناستہ کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ وائے“*

    د ملا ساحب پہ چل مے سوچ اوکڑو نو دے نتیجے تہ ورسیدم چې اول خو ما پخپلہ پہ ٹول جوند کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ نہ ده وئیلے ـ دوئیم کہ یو کافر لہ سل ڈالرے ورکڑم او ورتہ اووائیم چہ مخے تہ مے چپ کینہ ـ زه بہ درتہ لس زره زلہ او سل د پاسہ، کلمہ وائیم او تہ بہ ئے اؤرے ـ نو یقین مے دے، نیمے تہ بہ نہ یم رسیدلے چہ هغہ بہ پہ چغو شی ـ پہ غوگو بہ لاسونہ کیدی او هغه سل ڈالرے بہ هم واپس کڑی چہ بس دے، وشوه، مسلمان شوے یم ـ خدائے خبر چہ دا پردی ٹکی د کومے خٹے نہ جوڑ دی ـ چہ پختو کے ئے راڑول دومره گران دي ـ*

    درےٹکی مےمخے تہ راغلل ـ ٹولہ شپہ مے پہ ویخہ تیره کڑه او چہ سحر کیدو نو پختو تہ مے راڑولي وو *
    ـ ٹمبکٹو: ڈکشنری وائي د افریقے یو خار دے ـ ڈیر پہ گرانہ مے ورلہ پختو جوڑه کڑه ـ*
    تمبا کو ـ*
    ـ برازیل : ڈکشنری وائي ـ پہ لر امریکہ کے د یو وتن نوم دے ـ ما ورلہ د پختو نوم جوڑ کڑو ـ*
    د بَر ز لیل ـ*
    ـ امریکہ: ڈکشنری کتو بغیر راتہ پتہ ده ـ پختو مے ورلہ جوڑه کڑه ـ ورکہ ئے کہ ـ*

    د ملا سرہ دِ خدا ئے خہ شی ـ لار ئ راتہ برابر کڑه ـ اوس کہ خیر وی نو پختو بہ ترقي کوی ـ*

    وائي اغیار چہ د دوزخ جبہ ده*
    زه بہ جنت تہ د پختو سره زم*
    حمزه*
    The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
    Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

  • #2
    Interesting piece Dervaish lala.
    Even Adobe Photoshop can't change me.

    A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

    For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


    The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

    -Ferishta, 1560–1620

    Comment


    • #3
      Just read the note about text, question answered.
      Last edited by torkham; 02-02-2013, 03:20 PM.

      Comment

      Working...
      X