زما خور عینی د اختر په باره کښي کلام تاسو سره شريکومه
او تاسو ټولو اختر مبارک شه
غزل
اختر راغي ته رانغلي زړګي سره
سترګي ستا په انتطار وي مروره
خوږ زړګي فرياد مي اوم اسمان په لاره
د رحمت فرشتي واخيست په وزره
وزر سوځي د دعا مي لويه خدايا
ولي تلئ نشي د منتهی نه بره
خپلو اوښکو په درياب کښي مي لاهو که
چي نصيب مي شي د صبر ملغلره
غم لړلي ماښامونه بے له تا نه
شپه سلګئي وهي ژړيږي تر سحره
عينی تور څالو په سر باندي راخور که
نن اختر دي خو ته ګرځي سر ببره.



Comment