Announcement

Collapse
No announcement yet.

Sher Sha soori

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Sher Sha soori

    شېرشاه سوري
    سېد رسول رسا
    زېږېدنه: ١٠ اپرېل ١٩١٠ء
    مړينه: ١٤ اکتوپر ١٩٩٠ء

    دلودهي پښتون پټکے دے چا ګټلې؟
    د مغل نه د بدل شېرشاه اخستې
    کۀ بابر د ابراهيم خونه کړه ورانه
    همايونه دا ستا تخت دے چا اخستے؟
    د پښتون بدل اخستے يو پښتون دے
    هسې نه چې دا بدل باچا اخستے
    د سپاهي پښتون مړانه ګوره هند کښې
    تاج و تخت ئې د شمشېر شرنګار اخستې
    د شېر شاه د غېرت توره بيا پېدا کړه
    اے پښتونه! د دشمن خونه تالا کړه

    د شېرشاه قول عمل کړه ځان بېدار کړه
    قبيلې واړه يو ځائے کړه قام تيار کړه
    نوم د قوم اخله وړې خبرې پرېږده
    د خپل قوم مريے خادم شه ځان سردار کړه
    نور خو نور کۀ د دين ورور دې هم مريئے کړه
    د شېر شاه په شان جنګ ته ځان تيار کړه
    د پښتون فقر، غيور دے ازاد وسي
    څوک پښتون به نۀ مرئيے نۀ خدمتګار کړه
    لکه سروه دافرزند د کهستان
    ازاد وسي ازاد مړ شي په جهان

    د پښتون پښتو خوراک پښتو عزت دے
    د پشتون پښتو پوشاک، پښتو دولت دے
    ښۀ خوراک ښائسته پوشاک د زرو خښتې
    د پښتون د ملک عزت دے نۀ دولت دے
    کۀ د بحر و بر بادشاه شي په دے ملک کښې
    چې پښتو غېرت ئې نۀ وي بې عزت دے
    پښتون هغه بې نيازه قلندر دے
    چې شاهان ترې په لړزان دي شېر ببر دے

    اے شېرشاه! تۀ د پښتون د خوئ مثال يې
    ستا په شان شاهي سپاهي نشته جهان کښې
    په مړانه، په غېرت کښې په بدل کښې
    يو ثاني ستا خوشحال خان دے په افغان کښې
    د ستا عدل شرافت، شاهي کارونه
    لا تراوسه نمونه دي هندوستان کښې
    ستا نظام د حکومت او سياست هم
    لا تراوسه بې مثال دے په دوران کښې
    هغه ستا نقل دے اصل د دوي تۀ يې
    چې څۀ وينې جهان ګير او شاهجهان کښې
    څۀ کمے د ځوان او خان او سلطان نشته
    د پښتون دے مردم خېزه قهستان کښې
    اوس هم دا خاموشه غرونه خالي نۀ دي
    له مزرو ځنګل خالي نۀ وي جهان کښې
    کۀ ((بابر)) دے بيا په قار ((لودهي)) پښتون ته
    څوک ((شېرشاه)) به رب پېدا کړي همايون ته
    د افغان په ننګ به بيا وتړي توره
    تاج و تخت به بيا په سر کاندي پښتون ته
    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 06-30-2010, 03:51 AM.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    پاس دوه ځايه ابدال ليکلې شوې دے اګر چې دا بدل پکار دے

    دوئيم لاندې کوهستان تاسې په ‘ق‘ ليکلے دے چې صحيح نه دے۔
    مننه

    Comment


    • #3
      yea typing errors....manana for point out
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #4
        beautiful poem

        Comment


        • #5
          شېرشاه سوري
          سېد رسول رسا
          زېږېدنه: ١٠ اپرېل ١٩١٠ء
          مړينه: ١٤ اکتوپر ١٩٩٠ء

          I think you did not read the poem properly..
          here is the name of the poet..late sayed rasool rasa

          Comment

          Working...
          X