چې ډوګر پکښې قاضي وي
ګرانو وطن والو
دغه نظم ما په 16 جنوري ۲۰۰۹ کښې د پاکستاني قاضي القضي (چيف جسټس پاکستان سپريم کورټ) عبدالحميد ډوګر د لور په حقله د لاهور د هائي کورټ د يو فيصلې په ترڅ کښې ليکلې وو
زما کوم سياسي پره جنبه غرض نه وه بلکه هغه وخت د سپريم کورټ د قاضي او زرداري د بې انصافئ په تناظر کښې يوه تاثرتي ليکنه وه
کوم خلک چې د کومې پارټئ سره ملګرتيا لري او زما په دې نظم خفه کيږي د هغوئي نه معذرت غواړم۔
د فرح حميد ډوګر کيس په حقله د هائي کورت د نن ورځ فيصلې په تاثر کښې
د فرح حميد ډوګر کيس په حقله د هائي کورټ د فيصلې په تاثر کښې.....۱۶ جنوري 2۰۰۹
چې ډوګر په کښې قاضي وي
او بادشاه ئې زرداري وي
او بادشاه ئې زرداري وي
يو خير ګر ئې ګيلاني وي
بل سوال ګر ئي قريشي وي
بل سوال ګر ئي قريشي وي
يو محدوم ئې تجاري وي
بل مشير ئې موسوي وي
بل مشير ئې موسوي وي
مخ کتنه د شيري وي
تدبيرونه اعواني وي
اوکوټوال پکښې نائي وي
مشورې د ډيزلي وي
تابعدار ابن الولي وي
حکومت ئې ټول سوالي وي
چې انصاف پکښې خيالي وي
او اختيار د پي پي پي وي
بيا په داسې حکومت کښې
فيصلې به هوائي وي
تدبيرونه اعواني وي
اوکوټوال پکښې نائي وي
مشورې د ډيزلي وي
تابعدار ابن الولي وي
حکومت ئې ټول سوالي وي
چې انصاف پکښې خيالي وي
او اختيار د پي پي پي وي
بيا په داسې حکومت کښې
فيصلې به هوائي وي
د واکمنو بې غوري وي
د امراؤ بې حسي وي
د امراؤ بې حسي وي
د غريب عمر د سپي وي
بيا به داسې قانون څه وي ؟
چې انصاف ئې سياسي وي
چې انصاف ئې سياسي وي
چې په نوم خو حکومت وي
خو د بل چا غلامي وي
هرطرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
او عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که ملا وي
که د کلي څو ځلمي وي
خامخا په داسې حال کښي
بيا بريدونه ځان مرګي وي
خو د بل چا غلامي وي
هرطرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
او عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که ملا وي
که د کلي څو ځلمي وي
خامخا په داسې حال کښي
بيا بريدونه ځان مرګي وي
کوټوال۔۔۔رحمن ملک
ابن الولي۔۔اسفند يار
ډيزلي۔۔مولنا فضل الرحمن
پي پي پي۔۔پاکستان پيپلز پارټي۔۔
اعواني۔۔وزير قانون بابر اعوان
موسوي۔۔وزير مذهبي امور
شيري۔۔وزير اطلاعات
تجاري محدوم۔۔امين فهيم۔۔۔وزير تجارت


Comment