زه هم وائيمه چې تۀ ئې!
رقيب هم وائي چې ښۀ ئې
د ګوګل د ننه زړۀ ئې
او د زړه د وتو نۀ ئې
دواړه تا غواړو دلبره
دواړه ستا په يوه خبره
دواړه ستا د يوه نظره
تا نه،نه يو بې خبره
دواړه ستا په لور روان يو
دواړه ستا په نوم قربان يو
بيا نو زه او رقيب ولے
يو او بل نه بدګمان يو؟

