Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto poems

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto poems

    Originally posted by GoPashtunGo
    A Poppy Flower

    In a desert, once, on a hunt did I find,
    With a radiant smile, a flower so fair;
    Sadly, I approached and sighed, “Ah! Of my kind
    Are you too – a hapless flower from a beloved’s hair.
    Frail fingers wouldn’t take you to a soft face so close,
    Nor would you be kissed by lips delicate and rose.”
    With a silent smile the flower replied, “Don’t lose heart!
    This desert I wouldn’t give up for the gardens of Iran,
    A solitary I am here while legions are there,
    Amidst this cursed soil I stand apart.
    In this gray desert, a flamboyant flame of divine light am I,
    Beauty’s silent song, a miracle from the sky.
    In your garden, there are thousands of flowers like me –
    A nameless droplet in a nameless sea.
    You too, in your desert, don’t feel forlorn,
    To behold you at last shall come a sore Ghani Khan.
    one of my favorit poems. thanks for sharing.

  • #2
    Love the Poppy Flower!

    ... musings from a distance ...: Poppies: Love and Peace

    Comment


    • #3
      (په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟)

      ولې نه لا ډیر کسان شته چې دمینې وړديلا خو ډیر څه شته چې

      موږ مینه ورکړومینه ژوندۍ ده لاهممینه هیڅکله نه مري
      * * *لا ډیرې سترګې دي له مینې ډکېلا مینه ژوند کوي زموږ په زړو
      کېګیلاس لا نیم پاتې دیلا انسانیت ژوندی دیانسان دمینې نوم دیلا
      زړونه شته چې کرکه نه پیژنيلا ډیر کسان شته چې دمینې وړديلا خو
      ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړومینه ژوندۍ ده لاهممینه هیڅکله نه مري
      * * *تا دبې موره وري په سترګو کې لیدلي کله ؟تا کومه ورځ ګل
      ته اوبه ورکړې؟دبلبل اوښکې دې لیدلې کله؟باران وهلې توتکۍ ته دې
      پناه ورکړې؟کتار دزاڼو دې لیدلی کله؟دونې څانګې دې لمس کړې کله؟دکوم
      بوډا لاس دې نیولی کله؟تا له سوالګر سره خواله کړي دي؟
      تا ددښمن سترګو ته سم کتلې؟مینه هغلته هم شتهلا ډیر کسان شته چې
      دمینې وړديلا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړومینه ژوندۍ ده لاهممینه
      هیڅکله نه مري * * *اغزي دې ورک شي ،
      اغزي ډیر بدرنګ دي چاته یې مه ورکوهچیرې
      یوګل پیدا کړهپه موسکو شونډو یې ډالۍ کړه چاتهمینه له مینې پیدا
      شوې هروختکه نور نفرت کړي موږ به مینه کووزړه به هیندارې غوندې پاک
      ساتو تل
      کینې به نه ورپریږدولا ډیر کسان شته چې دمینې وړديلا خو ډیر
      څه شته چې موږ مینه ورکړومینه ژوندۍ ده لاهممینه هیڅکله نه مري مینه
      هیڅکله نه مري‬
      Last edited by IamDZJ; 07-18-2010, 06:10 PM.

      I am no bird, and no nest ensnares me.

      non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

      Comment


      • #4
        sumra farmaishey ye ta.. i will tell you when they tell me.

        I am no bird, and no nest ensnares me.

        non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

        Comment


        • #5












          نن دخبره چې کوله څه ترخه غوندې وه
          هره وعده دپه خبرو کې ګيله غوندې وه
          ښکاره دنکړ هغه څه چې اشارو کې دو
          وينا دژبۍ خو د ټوله افسانه غوندې وه
          داننګوسرخي د يو څه ژبه بل څه ويلې
          هغه ګړۍ هغه شيبه څه عجيبه غوندې وه
          دمحبوبو دسپورو ستغو ځواب خو داوي کنه
          چې څه مې خولې لره راتله هغه اثره غوندې وه
          خپله وعده د درته څو ځلي در ياده مې کړه
          وفا د ژبۍ ته را تلله خو پلمه غوند وه
          الوتې فکر نه د تيرو خاطرو خوندونه
          دغه د شوق او مينې ځاې سينه سړه غوندې وه
          نن د چې ووې چې کامياب شوم ازمښتنو کې ستا
          همدا نکته د په خبرو کې خوږه غوندې وه
          محب ته سخته دلداري د دلبرانو ښکاري
          خواري مې ټوله وه بی ګټۍ چې خفه غوندې وه






          عبدالکريم محب






          I am no bird, and no nest ensnares me.

          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

          Comment


          • #6




            زه ديوګلاب خندايم ته دمينې يوبورا شه
            زه وږمه دشين سبا يم ته دمينې يو رڼاشه

            زه غوټۍ ديوښکلايم ته دمينې تمنا شه
            زه شبنم دګل ژړايم ته دمينې خوږ خنداشه

            زه دتوروغرونو زريم ته دمينې يووفاشه
            زه بلبله بی وزريم ته دمينې خوږ هوا شه

            زه کيسه ديوسحريم ته دمينې مين راشه
            زه دمينې جادوګريم ته دمينې تماشاشه

            زه حفيظ لښته دزر يم ته دمينې تسلاشه
            زه سواب ديوحيايم ته دمينې يوګناه شه


            I am no bird, and no nest ensnares me.

            non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

            Comment


            • #7
              Yaw am zma khpal na di. Yaw ye zma d nia wror lekale aw bal ye zma d nia lor. Sherona lekal kho zma hes na khuwakhege kho che wolekam pakhto ya dari ki na lekam.

              I am no bird, and no nest ensnares me.

              non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

              Comment


              • #8



                د تهمت جیل کی بندی شو ګرفتار زړه
                دا د شوخو شوخو سترګو یو بیمار زړه
                زلیخا و پاکې مینی ته ور ځار کړل
                د یوسف غرور د لاس نا کرار زړه
                د فرهاد دتورې وار اواز چه راغی
                د شیرینی پری زخمی شو وفادار زړه
                ماته سترګو کی حالونه د زړه وایه
                داسی نه چه پری خبر شی د اغیار زړه
                د حفیظ د ژوند رازدار خو پاک الله دی
                چا ته وسپارم د مینی دا داغدار زړه

                I am no bird, and no nest ensnares me.

                non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                Comment


                • #9
                  ^ i m not posting my homework here so do me a favor and stop proof writing it for me.

                  pa deewa ki d feraq pa asar gul dai
                  d khanda la zrra chawdana , sahar gul dai
                  da pa stargo ki zma, na de gulona
                  d sparlai pa nandaara ma nazar gul dai
                  da khabar ye d ratlo pa gul badal sha
                  sta qaasada gul khabar, d khabar gul dai
                  d mahawl pa tero jarrey dowe khandaa ka
                  pa leema ki shamey sta d ziker gul dai
                  preshanai dey zrra chawdon dey wahshatoona
                  d sparlai la khuwa elaan d khatar gul dai
                  d fetrat la jabra teeng na sho da nana
                  da ye d zrra totey chi bahr gul dey
                  krri qesa d jameyat pa preshanai ye
                  hamisha chi zee razee pa safar gul dey
                  khandey zrra kho bia ye taaw d meney pokh ka
                  pa duwayama martaba ki samar gul dey
                  hamza ter westai d khkoliyo rangeneyo
                  sta pa khiyal ki d tawoos d wazar gul dey

                  I am no bird, and no nest ensnares me.

                  non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                  Comment


                  • #10
                    No my name is not hamza
                    Shinwari

                    I am no bird, and no nest ensnares me.

                    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                    Comment


                    • #11
                      نمود که د خپل حسن د نقطی نه درسره کړم
                      جاریږم د خپل عشقه نه چی بیرته ئے نقطه کړم
                      د زلفو خيال د راکړه چه تری جوړه سلسله کړم
                      شوګیر چه پکښے ورک کړمه، له ورځے جوړه شپه کړم
                      ستا مخ ته کتۍ نه شم خو صورت دسوال مه دادئ
                      چه پښوته نظر درشی او څو اوښکے ورسره کړم
                      اسمانه هغو سترګو التفات که راته اوکړو
                      ساقی که د خوښیو شے ستا جام به هم چپه کړم
                      تالا چه غلچکۍ نظر دتا کړی مرغلرے
                      باید چه اوس روانه زۀ د اښکو قافله کړم
                      ستا دغه تغافل به یی پشتي دحوصلے شی
                      اخر به هره اوښکه بے قراره پښتنه کړم

                      منزل ته د کمیل به دتا حسن ورسیږی

                      د ژوند دچول تر پایه درسره یم بدرګه کړم
                      اے تل تر تله ځوانه لږ خو مسک شته چه ځلمۍ شم
                      بيا زوړ شمه ، بیا ځوان شمه، او بيا ځوانی زړه کړم
                      داځیر چه ورته ګورمه نن، موړ مه د زړه سؤی دی
                      چه ستا د اننګو د پاسه ټکنړه غرمه ده
                      ستا مخ ته چه ځیر ګورمه، امی د محبت یم
                      شاید که څه سبق د له هوښیارو سترګو زده کړم
                      ته ما ته د رقیب په خله جواب کوی خوشحال شی
                      خو یاد لره اے ښکلیه چه اخر به د خفه کړم
                      ارمان ومه چه راغلمه، ارمان یمه چه ځمه
                      حمزه د ژوند تسفیر به درته زه یوه مسره کړم

                      I am no bird, and no nest ensnares me.

                      non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                      Comment


                      • #12
                        Mata Ghani nan qisay da Jannat wokray
                        Wayale che halta toli Hori vi ghilmani ve

                        Na ba loga na ba tanda na ba gham ve
                        Na ba halta sok ghulam charta da Khan ve

                        Aey Ghani ! sabar vakra yau tapos kram
                        Halta hum pa mayantob ke ba tash zaan ve?

                        Ghani ro ghuandi muskay sho wo voyal
                        Da har cha sara ba halta khapal janan ve
                        Na soz sho na saaz sho,
                        Bas hasy jwand tamam sho

                        Comment


                        • #13
                          ستا د خیال سره ما چه ، جوړه کړے یارانه ده
                          په ما تل یوه لحظه ده، ستا د سترګو پیمانه ده
                          چه وما ته ملتفته ، ستا دسترګو پیمانه ده
                          هر طرف ته پسرلئ دئ، هر بڅرئ میخانه ده
                          سرمے څه چه ټول جهان هم،ستا د وصل بهانه ده
                          ښکله راشه بهانه ده، بهانه ده، بهانه ده
                          ساقی ویل چه پس له نوشه چه خاموش وی رند هغه دے
                          ماويل جار دشم له سترګو، دا خبره دردانه ده
                          ستا له نازه قربانیږم، چه غنا یے را عطا کړه
                          له دے فقره به څۀ وایم ، چه یی طبع شاهانه ده
                          تا د خپل فروغ د پاره ، دزړه سرئ دئ قبول کړی
                          شمع نوره پروانۀ کړے، په کوم حال چه پروانه ده
                          قدمونه مه بی واکه ، داشنا کوڅےته سم کړی
                          خلکه زه که لیونئ یم، زما مینه فرزانه ده
                          ما چه څومره فکر وکړل ،حقیقت د هستئ دادئ
                          چه څه تا ویلی ځان ته، واړه خپله افسانه ده
                          اشنا تا که قبول نکړم ، ائینه د دښکلا شوم
                          چه تندئ مه چیرته ایښئ ، ترینه جوړه استانه ده
                          یو زما په پښتونواله، چه اشنا غرض اونه کړے
                          نورمه سردئ که مے مال دئ، همه تاته نذرانه ده
                          حمزه ولی حیرانیږے،وی د زاغ او د ذغن به
                          چه پا تے د فلک له تندرونو اشانه ده

                          I am no bird, and no nest ensnares me.

                          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                          Comment


                          • #14

                            څۀ د سکون د غېږ غماز په مخ ځلا خوره شوه
                            چې مې د ستړي ژوند ترخه قيصه اشنا خوره شوه
                            چې نۀ څوک مينه اوس کوي او نۀ وفا پېژني
                            خدايه د بغض بدنيتۍ دا څۀ وبا خوره شوه
                            نۀ ئې څۀ ووې نۀ ايساره شوه مسکۍ غوندې شوه
                            يوه وږمه وه راغله لاړه په بېديا خوره شوه
                            ما خو له ځانه دې هم مينه پټه وساتله
                            خبره لاړه ډنډوره شوه په دنيا خوره شوه
                            د ګودر لارې مازيګر په کومه طمع څارې
                            هغه اسره د محبت حسرته ستا خوره شوه
                            Na soz sho na saaz sho,
                            Bas hasy jwand tamam sho

                            Comment


                            • #15
                              dier aala
                              yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

                              Comment

                              Working...
                              X