Announcement

Collapse
No announcement yet.

Rehmat Shah Saayil, brief introduction;

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Rehmat Shah Saayil, brief introduction;


    :رحمت شاه سائل د مالاکنډ د ورتېر کلي د ښاغلي امين ګل کره په ١٩٥٠ کښې سترګې غړولې دي. د ابتدائي تعليم په غرض هم د خپلې علاقې په سکول کښې داخل شو. ښۀ هوښيار، ذهين او قابل وۀ خو له بده مرغه د ناسازګاره حالاتو او غربت له کبله وړاندې سبق ئې ونۀ وئيلے شو. د شاعرۍ شوق او ذوق ئې د وړوکوالي نه دے. يو بېدار مغز حساس شاعر دے. اول د معاشرې په هر لور خپل ژور نظر زغلوي پس له هغې د هغې د اصلاح تابيا کوي. د يو خواري کښې طبقې سره تړون لري ځکه ورته په عملي ډول د نمر سېوري اندازه لګېدلې ده او هم له دې کبله ئې د غريب اولس په حالت زار زړۀ او روح دواړه ژوبل ژوبل ښکاري خو بيا هم د خپلې خوددارۍ او بې باکۍ له لاسه چپ نۀ پاتې کېږي. هر هغه واردات چې په مشاهده کښې مخې له ورشي بغېر د څۀ ويرې ترهې د هغې اظهار خپل فرض ګڼي. ان چې په دې لړ کښې ئې تورې تمبې هم ليدلي دي.
    سائل صېب ته خدائې پاک يو خوږ زړۀ راښکونکے سحر انګېز اواز هم ورکړے دے. د سائل صېب د ابتدائي شاعرۍ د خړپوسو او معصوميت نخښې يو کتاب ((رېبار) او ورپسې بل د قامي شاعرۍ يو کتاب ((سرۀ بڅري)) په کال ١٩٧٠ کښې چاپ شوے دے. څو کاله اګاهو ئې ((د وير په چم کښې وار د نغمو دے)) او ((د لمبو په سېوري)) کتابونه هم چاپ دي.
    د کلام نمونه ئې دا ده:
    غزل

    چې خوب جوټه ورکړه د عشق دنيا کښې پاتې څۀ شو
    چې په دار نۀ شو د منصور ګناه کښې پاتې څۀ شو
    لکه چې خپل ژوند ئې د زهرو ګوټ وۀ تېر ئې نۀ کړو
    زۀ ئې پرې مړ نۀ کړم د يار ادا کښې پاتې څۀ شو
    کۀ ورانه هم وه خو اباده مې پرې هم ګڼله
    هاغه ترې لاړو د زړګي صحرا کښې پاتې څۀ شو
    مئين چې يو تربله وشوکېدل وژړېدل
    سپرلي کښې څۀ پاتې د ګل خندا کښې پاتې څۀ شو
    نۀ د جام کړنګ شته نۀ ساقي، نۀ د ساقي نازونه
    د مړو ښار چې شو محفل، رڼا کښې پاتې څۀ شو
    نۀ انتظار شته، نۀ وعده او نۀ جګړه د مينې
    مازيګري کښې پاتې څۀ سبا کښې پاتې څۀ شو



    Also visit:
    http://www.pashtunforums.com/literat...B-1610%3B-628/
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    i posted a much more detailed one earlier

    Comment


    • #3
      Originally posted by heratigirl
      He was born in Malakand? I thought it was Ghazni?
      Yup he is from Malakand Dargai...i see him daily...as we live in the same hostel.
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #4
        no....hagha pa dey seezoono na pohegee.....sabaq ye domra na dey waylee...
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment

        Working...
        X