islaah: Sir feroz afridi
gazal: Arooj khan
gazal: Arooj khan
زړه م سوزې چي اوګورم زه پښتون د پاکستان
نه خو رور د پنجابي شو، نه ئې څوک ګڼي افغان
نه خو رور د پنجابي شو، نه ئې څوک ګڼي افغان
اے پښتونه ننګياليه پښتونخواه په تا نازيږي
وفادار دخپل وطن شه،پرواه مه کړه د جهان
وفادار دخپل وطن شه،پرواه مه کړه د جهان
ولې هر غدار سړې په ناموس د ستا حملې کړي
سترګې ټيټې به شي پا تي چي خپل اوګوري ګريوان
سترګې ټيټې به شي پا تي چي خپل اوګوري ګريوان
پښتونخوا د غيرت خاورې زيږولي باتوران دي
هر دښمن سره په جنګ دي د دې زمکۍ فرزندان
هر دښمن سره په جنګ دي د دې زمکۍ فرزندان
يو تاريخ يوه شجره ده پيښوکه د کابل ده
که پښتون دے که افغان دے د يو څا نګې دوه ګلان
که پښتون دے که افغان دے د يو څا نګې دوه ګلان
غيرتمنه پښتنه يم، عروج خانه په نامه یم
خپل وطن په مينه مړه یم، خوږ وطن زما جانان
خپل وطن په مينه مړه یم، خوږ وطن زما جانان



Comment