ش
Announcement
Collapse
No announcement yet.
د ماشومانو سندرې
Collapse
X
-
د ماشومانو سندرې
د پښتو په فولک (اولسي شاعرۍ) کښې د ماشومانو د سندرو هم يوه ډېره لويه ذخيره پرته ده. د ماشومانو دا سندرې د ماشومانو د تخيلاتو او نفسياتو ښکلې هيندارې وي. دا سندرې علامتي رنګونه لري. د دې سندرو شاته تاريخي پېښې هم د محرک په توګه کار کوي. دا سندرې د ماشومانو د ثقافتي اخلاقو او انساني اخلاقو په زده کړه ډېر لوئې لاس لري. دا سندرې ماشومان د مستقبل دپاره د خپلې معاشرې د يو فعال وګړي په حېث په تيارولو کښې لوئے کار کوي. دلته مثال په توګه دوه سندرې واندې کوو. دا د هلکانو سندره ده:
اکو بکو سرسيندکو
غوا مې لاړو په ترپکو
اباسين بېلې بېلې
په کښې ناسته درخانۍ
درخانۍ خورې راووځه
په لستوڼي کښې دې څۀ دي
خواږۀ دي کۀ تراخۀ دي
علي شړنګ ډبلۍ
د ماشومې جينۍ سندره:
اېشمه بېشمه
اونې ته ختې شمه
بيا راکوزېدې شمه
په پښو مې سېنډلګي دي
په لاسو مې بنګړي دي
په سر کښې مې کليپونه
راځئ چې سېل له ځونه
اللهو للے للو:
دا هغه دعائيه سندره ده چې يوه مور کله خپل ماشوم اودۀ کوي، نو د ځانګو د ځنګولو سره سره دا په مزه مزه وائي:
دې سندره کښې مور مورنۍ مينه او د خپل بچي د ښۀ د مستقبل د ليدو خوبونه وني. دا هم لکه د نورو اولسي سندرو د علامت نه ډکه وي:
د مثال په توګه دا يوه سندره ولولئ:
اللهو للے للو
خوب دې راشه په لېمو
اوس تۀ کورې شه توتو
دلته مۀ رادرومئ غلو
زما ګلاب داسې اودۀ دے
لکه پنډ د پتاسو
په کوزه چنه مۀ راځئ
په بره چنه ورو
هلته يو د بلے دے
هغه ډک د اشرفو
اللهو للے للو
خوب دې راشه په لېمو
(ډاکټر پروېز مهجور)
Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho

Comment