Announcement

Collapse
No announcement yet.

لاليشکو........... اجمل خټک بابا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لاليشکو........... اجمل خټک بابا

    لاليشکو




    دَ پېښور جېل کښې څۀ دوه زره قېديان وو خو په ټولو کښې ښکاره يو ښکلے ځوان افغان قېدي وۀ چې دَ جېل هرې احاطې، بارک، لنګر، کارخانې، بي کلاس او پانسي ګهاټ ته ورتلے شو او لکه دَ نورو قېديانو دَ دۀ په ګرځېدو راګرځېدو هېڅ بنديز نۀ وۀ. دغه شان دَ دۀ نه هېڅ مشقت هم نۀ اخيستے کېدو، بلکې دَ جېل دَ سپرنټېنډنټ نه واخلې تر هر سپاهي او هرقېدي، هر چا به دَ دۀ سره ټوقې وشتې کولې، هر چا چې به وليدو، اواز به يې پرې وکړ "لاليشکو! څنګه يې؟" او لاليشکو به په غوږ لاس کېښو، په قندهاري طرز کښې به يې يوه ښکلې ټپه پورته کړه او بيا به په ګډا شو او په مخه به يوې خوا ته لاړو.
    لاليشکو سور سپين او ښائسته زلمے وۀ . په تندي يې شين خال وۀ، سترګې يې دَ پوزې نه ښائسته وې او پوزه يې دَ سترګو نه، ډال تندے او ډک اننګي، په قد ميانه، نۀ دنګ نۀ مندرے، په وجود ښۀ مزے او په خوي بوي څوک ښۀ خانداني خو دَ سر نه تر پښو بربنډ، صرف فرض يې پټ او په ژوند ژواک ليونے، پاګل! په غاړه به يې تر زنګنونو پورې اوږد زړوچيړو، دَ سګرټو دَ خالي ډبو او الا بلا امېل غوندې اچولے وۀ، بل يې دَ جېل ټکټ هم په غاړه کښې اوېزان کړے وۀ، په اوږه به يې په يوه شلېدلې بورۍ کښې کاغذونه ماغذونه او ترخ کښې دَ شلېدلو زړو جامو غوټه، په سر دَ ونو دَ پاڼو تاج او لاس کښې يو دَ غوړو خالي ډبے چې دۀ به غږولو او کوچۍ سندرې به يې ورسره وئيلې، دا وۀ لاليشکو!
    خو په دې حالت کښې دومره عجيبه سړے وۀ چې جېل کښې داسې کس نۀ وۀ چې هغۀ به لاليشکو سره ګپ لګولو نه خوند نۀ اخستو، سره دَ دې چې دَ دې لېوني په خبرو کښې هېڅ ترتيب، تسلسل يا څۀ خاص مضمون يا موضوع هيچا ته نۀ معلومېده خو دَ دۀ اوتو بوتو، هغه دغه، يو غر بل غر او کله ناکله متلونه، مصرعې او ورسره حرکات دَ هر چا خوښېدل او هر چا به غوښتل چې دے ورسره کښېني، ګډې وډې ووايې او خندا او ګډا وکړي خو لاليشکو دَ هيچا سره نۀ کښېناستو، نۀ ايسارېدو او نۀ مشغولېدو. ټوله ورځ به اخوا دې خوا بې نيازه او بې پروا ګرځېدو او دَ شپې به کوزه حوالات کښې لسم نمبر بارک ته دَ هغه حوالاتيانو سره بندېدۀ، چې دَ پېښور ښار نه په جوارۍ، نشه، غلا، جېب وهلو، پڼې يا څپلۍ پټولو يا بل ډېر بدنام جرم کښې راوستي شوي وو خو وايي چې لاليشکو به هغه بارک ته صرف اودۀ کېدو ته تلو او دَ بارک دَ بندېدو سره به تر نمر خاتۀ اودۀ وۀ ځکه چې ټوله ورځ به په ګډېدو او ګرځېدو ښۀ ستړے شوے وۀ. ماته يوه ورځ دَ هسپتال ډاکټر ووئيل چې "لاليشکو لېونے دے خو غرق خوب يې دَ لېونو نۀ دے"
    عجيبه دا وه چې بغېر دَ لنګر دَ ملازمانو او مشقتيانو نه بل چا ته معلومه نۀ وه چې دے څۀ خوري، څومره خوري او کله خوري ځکه چې دۀ هيچرته دَ هيچا سره خوړل څښل نۀ کول، چې چا به ورته ووئيل ، راشه څۀ وخوره يا وڅښه، نو دۀ به چغه کړه "لاليشکو- الا- الا- الا" او په منډه منډه به دَ هغه ځايه وتښتېدۀ.
    لاليشکو به هر سحر دَ جېل لويې دروازې سره ولاړ وۀ او چې ازاد شوي قېديان به کور ته تلل ، نو دۀ به ورته خندا، ګډا او ټپه کوله، چې هغوي به ووتل نو دۀ به په دواړه لاسه دَ جېل تورې تمبې ډبول شروع کړل او چغه به يې کړه ـ" يه! صېب! چې دا ټول کور ته لېږې نو يوه ورځ لاليشکو هم ولېږه کنه"
    زۀ چې يې پېښور جېل ته بوتلم ـ څۀ وخت مې تېر کړو او کتابونه مې پېدا کړل نو دَ خپلې چکۍ په وړاندې به مې کمبل واچولو، په کمبل به ناست وم، کتاب به مې کتو.
    دغه ورځو کښې لاليشکو جېل کښې ښۀ مشهور شوے وۀ. دَ ورځې به څو څو ځله مخامخ پانسي ګاټ ته دَ پانسۍقېديانو له راتلو. هغوي ته به يو په يو خندېدو او ګډېدو. ما اول ځل دے دلته وليدو چې خپل دَ ټيم ډبلے يې ښۀ په سُر غږولو، دا ټپه يې کوله:
    په بلۍ رو ځه ګله رو ځه!
    باد دې دَ زلفو بوي راوړي تازه پرې يمه
    په بلۍ رو ځه
    او دَ دې ټپې سره ډېر په خوند خوند داسې ګډېدو لکه فنکار! ما چې ورته وکتل نو سړے په ټول کړۀ وړۀ لېونے دے خو دَ ډبلي ساز او دَ ګډا دا منظم ښکلے انداز يې را ته دَ روغو ښکاره شو، فکر ورته يوړم او په تماشه يې شوم. لاليشکو لږ وخت هلته تېر کړو او بيا زما لوري ته را روان شو، چې ما ته راورسېدو نو مخامخ را ته ودرېد. يوه لحظه يې ماته وکتل، نوے قېدي ورته ښکاره شوم نو زما جاج يې واخستو او زر يې ډبلي ته ټنګ ورکړو. په ګډا شو او بيا يې دا ټپه ووئيله:
    يو دې سالو په نولس ګله!
    بل دې زيړي چارګل ته بنګ ورکړي دينه
    دَ دې نه پس زۀ لاليشکو ته متوجه شوم او هر چرته چې به په نظر راغلو نو ښۀ به مې څارلو او هر حرکت به مې يې تللو. تر دې چې ورو ورو مې ځان سره بلد کړو. خو صرف دومره چې ما سره يی تګ راتګ دَ نورو قېديانو نه ډېر شو او بل چا سره به نۀ کښېناستو، ما سره به کښېناستو او دَ خپل ترخ دَ پنډوکي نه به يې ګډوډ کاغذونه را اېستل او يو يو به يې هسې کتو بيا به يې پنډوکي کښې سمبالوۀ. ما به ورته دَ دۀ دَ خوشحالولو دپاره دَ افغانستان دَ تاريخ، ښارونو، شاعرانو او مشهورو شخصيتونو خبرې کولې. دومره پوهېدم چې خبرې مې اوري خو څۀ تاثر پرې نۀ ښايي. صرف يوه ورځ يې دَ خلې نه وختل:"خوشحال خټکه! په درنو دروند په سپکو سپکه" دَ دۀ دې وينا زما دا اندازه پخه کړه چې لاليشکو لېونے نۀ دے.
    دوه درې مياشتې پس چې اوړے راتلو نو لاليشکو ماته ووئيل چې:"اغا! ماته نکريزې را وغواړه"، ما ورته ووئيل چې نکريزې څۀ کوې؟ هغۀ ووئيل چې په ځان يې تپم چې څرمن مې سخته شي او دَ ګرمۍ مقابله وکړي
    ما چې دَ دۀ دا خبره واورېده نو خوشحال شوم چې دَ لاليشکو راسره يارانه جوړه شوه ځکه چې دۀ نۀ تر اوسه دَ چا نه څۀ غوښتي وو، نه څۀ اخستي وو. بله دا چې خبره کښې يې لېونتوب نۀ وۀ، دا په ما اعتماد وۀ. دۀ دا خبره کوله چې دې کښې ماته دوه قېديان راغلل او دَ دې سره دے پاڅېدۀ)، په ګډا شو او په کوچي طرز کښې يې دا لنډۍ ووئيله:
    راځه راځه چې لنډۍ وايو
    لنډۍ لاښې وي دَ زړۀ غم غلطوينه
    په دغه ورځو کښې دَ دې جېل سپرنټنډنټ شېخ صاحب وۀ. دَ شېخ صاحب ځوان زلمے زوے ناڅاپه وفات شو نو دے ډېر خفه شو. دَ زوي دَ مرګ غم ډېر ودړدولو نو زړۀ یې هم نرم شو او رحم پکښې زيات شو. يوه ورځ چې په ګشت راغے او ماسره يې لاليشکو ناست وليدۀ او لاليشکو ورته پاڅيدۀ، سلام يې ورته وکړۀ او ورته يې ووئيل:" پلاره! يه پلاره! په ما به کله رحم کوې؟ په غاړه کښې اوېزان دَ جېل خانې ټکټ يې ورته وړاندې کړۀ. يه پلاره! جار دې شم .دلته امضاء (دستخط) وکړه، ما ايله کړه چې ځم کور ته لاړشم. بال بچ ته به دې ټول عمر دعا کوم."شېخ صاحب لاليشکو ته لاندې باندې په ځير ځير وکتل او يو سوړ اسوېلے يې وکړۀ، روان شو. په تلو تلو کښې يې څو ځله لاليشکو ته مخ راواړوۀ. زۀ پوه شوم چې دَ لاليشکو پلاره، پلاره کولو او بال بچ ته دَ دعا خبرې شېخ صېب ته خپل نزدې مړ شوے زوے راياد کړۀ او ودردېدۀ او اوغمېدۀ. چې شېخ صېب دَ ګشت نه واپس خپل دفتر ته ورسيدۀ نو ما پسې يې اردلي راولېږۀ او دفتر ته يې وبللم چې زۀ دفتر ته ورننوتم نو شېخ صېب مې په کرسۍ ډېر زهير داسې ناست وليدۀ، چې دواړه څنګلې يې په مېز اېښې وې.خپل مخ يې په دواړو لاسونو کښې نيولے وۀ، فکرژن او غمژن ناست وۀ. زما په ليدو يې سر راپورته کړۀ. په هغې کرسۍ باندې يې راته دَ کښېناستو اشاره وکړه چې دۀ ته مخامخ دَ مېز خواته پرته وه او بيا يې رانه تپوس وکړۀ چې "دې جېل کښې بل کوچے قېدي شته کۀ بس دے يواځې دے؟" ما ورته ووئيل چې صېب! دَ دې نه خو به دَ چکر جمعدار خبر وي خو چې زۀ څومره معلومات لرم نو بل داسې افغان نشته. دَ دې ځواب په اورېدو شېخ بيا فکر کښې ډوب شو. يوه لحظه غلے وۀ بيا يې ماته ووئيل چې نن درېمه ورځ ده .دلته دَ جېل نه باهر يوه کوچۍ پېغله ناسته ده چې زۀ کور ته ځم راځم نو دا ناسته وي او ځان يې په څادر کښې ښۀ کلک نغښتے وي. مونږ ډېر کوشش وکړۀ، چې دا دَ دې ځايه پاڅوو خو هغه نۀ پاڅېږي کۀ زور ورسره کوو نو ښځه ذات ده ښه خبره نۀ ده. زما خپل زړۀ دَ بچي په مرګ ژوبل ژوبل دے دَ دې جينۍ سره زۀ زياتے هم نۀ شم کولے، رحمېږم او ورته زهيرېږم، خفه کېږم. مونږ ټول افسران حېران يو چې دا څوک ده؟ څۀ وائي؟ څۀ غواړي؟ او ولې دلته ناسته ده؟ مونږ ډېر کوشش وکړۀ خو دَ خُلې نه يې هېڅ خبره نۀ را وځي. زما پرې ډېر زړۀ سوځي خو حېران يم چې څۀ ورسره وکړم؟ زما کور والا هم دَ زوي غم کښې غمژنه چې دَ دې نه خبر شوې ده نو ورته راغلې وه، کوشش يې کړے دے چې کور ته يې بوځي خو دا دَ دې ځايه نۀ خوځي. زما پرې ترس راځي نو وايم چې دلته ناسته وي نو ناسته دې وي خو يو ملازم مې ورته څوکيدار ودرولے دے. زما کور والا دَ زوي په اروا حلوا، پلاؤ، پراټه او څۀ پاخۀ کړي نو دې له يې را اولېږي، خو دَ دې سره پراتۀ وي. دَ شپې ترې لږه څکه وکړي او بس. تۀ څۀ وايې؟ دا څۀ قيصه کېدے شي؟
    ما چې دَ شېخ صاحب په نرمه او دردناکه لهجه دَ دۀ دا خبره واوريده نو زۀ فکر واخستم . دَ ډېر سوچ نه پس ماسره دا پوښتنه پېدا شوه چې دا پېغله دَ لاليشکو سره څۀ تعلق خو نۀ لري؟ او دَ هغۀ تکل کښې خو نۀ ده راغلې؟ نو شېخ صاحب ته مې ووئيل چې داسې نۀ وي چې دَ دې کوچۍ دَ لاليشکو سره کار وي؟ شېخ صېب سمدستي ځواب راکړۀ "ما چې وختي لاليشکو وليدۀ او دا جينۍ مې په ذهن کښې وه نو ما ته مې دې زړۀ ووئيل چې شوي ناشوي دَ دې کوچۍ په دې کوچي کښې څۀ غرض دے".
    ما چې دَ شېخ صيب دَ زخمي جذباتو اندازه ولګوله او دَ دۀ زړۀ کښې دَ رحم دَ جوش جاج مې واخستۀ نو ښه موقع راته ښکاره شوه چې کۀ دَ باهر ناستې مسافرې جونې او دَ جېل دننه لېوني زلمي تر مينځه که څۀ وي نو دَ شېخ صيب دَ نرم زړۀ په وجه معلومېدے شي.
    ما شېخ صيب ته ووئيل: " شېخ صيب! زما زړۀ له يوه خبره راغله، ويې کړم؟ هغه ووئيل هو هو"ضرور يې وکړه". ما ورته ووئيل چې شېخ صيب! ماته معلومه ده چې خپل ځوان او زلمي زوي پسې څومره زهير يې. دغه شان کۀ دا دواړه خپلو کښې څۀ وي نو دوي به هم يو بل پسې څومره دردمن وي؟ کۀ تۀ دا دواړه مخامخ کړې او دوي دَ يو بل په ليدو لږه تسله شي!" ما دومره وئيلي وو چې دَ شېخ صاحب باڼۀ لامده شول او ما ته يې ووئيل چې تۀ کوشش وکړه، لاليشکو زما دفتر ته راوله او زۀ چکر جمعدار دغه کوچۍ پسې لېږم
    ما لاليشکو په چکر کښې دَ ونې لاندې دَ لنګر په مشقتيانو کښې په ګډا او خندا پېدا کړۀ او په چل ول مې ورته ووئيل چې ټکټ راکړه، چې صيب ته يې يوسم او درته معافي واخلم . هغه دستخط وکړي او تۀ ايله شې چې کور ته لاړ شې او په دې بهانه چې صيب درسره ښۀ کوي او تا کور ته لېږي نو داسې بربنډ مۀ ورځه. دا دَ هغۀ بې ادبي او بې عزتي ده. راشه! زما جامې واچوه او ماسره دفتر ته لاړ شه او پټ غوندې مې ورته غوږ کښې ووئيل چې څوک کوچۍ پيغله راغلې ده. زمونږ اندازه ده چې ستا څوک ده، لېونے کېږه مۀ راځه هغه به تا وويني او تۀ به هغه ووينې. کۀ واقعي ستا څوک وي نو ملاقات به وشي
    لاليشکو چې دا واورېدل نو اول يې هېڅ نۀ منل، اوس هر څۀ منلو ته تيار شو او ما سره دَ صيب دفتر ته لاړ.
    په دفتر کښې هغوي پېغله هم په دغه ډول خبرو اترو اماده کړې وه او دَ صيب دفتر کښې په زمکه دېوال ته مخ کړې ناسته وه، چې زۀ او لاليشکو په دفتر ورننوتو او پېغلې دَ تور څادر نه په يوه سترګه لاليشکو وليدۀ او دَ لاليشکو نظر په هغې پرېوت نو دواړه بې اختياره يو بل ته غاړه وتل. مونږ چې دا تماشه وليده نو ورو ورو ټول دفتر نه باهر ته ووتلو او هغوي دواړه مو دننه پرېښول
    لږه شېبه پس پېغلې دَ دفتر ور لرې کړۀ او دَ لاليشکو سره را ووته او جلته جلته باهرنۍ دروازې ته ورسيده. دَ صيب په وينا دروازه پرانستې شوه او کوچۍ په دوړه دَ جېل او دَ جېل دَ علاقې نه باهر ووته چې څنګه يې دَ راتلو نه مونږ نۀ وو خبر، چې څنګه راغلې وه، دغه شان يې دَ تلو نه هم مونږه خبر نۀ شو چې څۀ شوه او کوم خوا لاړه.
    لاليشکو دَ جېل باهرنۍ دروازې پورې دننه ولاړ پاتې شو، بيا راروان شو او دَ تورې دروازې په تمبړۍ لوئے جېل ته ورننوت. خو دَ دې نه پس هغه بربنډ لېونے، ګډېدونکے، خندېدونکے، سندرغاړے او ګډوډ لاليشکو نۀ وۀ. سنجيده، خاموش، فکرونو کښې ډوب لږ ما سره، ډېر دَ پانسۍ دَ قېديانو سره او دَ هغې نه ډېر لائبرېرۍ کښې ناست وۀ. نۀ يې چا سره خبرې کولې، نۀ ډېر ګرځېدو. لاليشکو بدل شو،لاليشکو پاتې نۀ شو . يو نولجن افغان قېدي پاتې شو. دَ جېل فضا يې دَ خندا، نڅا او ټپو نه خالي کړه. دَ زړۀ او ذهن زخمونو او داغونو سره مشغول شو.
    زۀ تر اوسه نۀ شم پوهېدے چې شېخ صيب په کوم قانون او کوم ترتيب لاره جوړه کړه او څو ورځې پس يې لاليشکو ته دَ حکومت نه حکم راواخستۀ چې دَ جېل نه دې بهر شي، دَ افغانستان پولې ته دې ورسولے شي او هلته دې ايله شي.
    ما لاسحر ورزش کاوۀ چې يو جېلر راغے، ماته يې ووئيل چې لاليشکو چرته دے؟ پوليس ورپسې راغلي دي، بوځي يې او هغه لېونے به چرته ګډېږي يا خندېږي" په دې کښې هغه راښکاره شو، خپلې زړې افغانۍ جامې يې اغوستي دي او په پانسي ګاټ راشورو شوے دے، دَ يو يوقېدي نه اجازت اخلي. چکر جمعدار ورسره دے، هغه يې راديکي او دے هر يو ته سلام کوي، لاس هم ورکوي، دَ رهايۍ دعا هم ورته کوي، چې ما وليدۀ نو زۀ او جېلر ور روان شو او هغه تر ما را رسېدو نه وړاندې زۀ ور ورسيدم ، ورغاړه وتم. دَ رهاکېدو مبارکي مې ورکړه او په مخه ښه مې ورته ووئيل. هغه يوه لحظه ما سره خاموش ولاړ وۀ. بيا ما ته په دويم ځل راغاړه وتو او چې روان شو نو ويې وئېل:
    اے دَ زمانې باده، ځه په خپله لاره ځه!
    ځه ځه په قلاره ځه، مۀ چيړه، ما مۀ چېړه!

    ***
    اوس پوه شوم چې لاليشکو څوک تعليم يافته افغان دے، زما اشعار يې لوستي دي او ما پېژني نو ځکه دَ نورو مقابله کښې ما ته نزدې نزدې کېدۀ او ما سره به کښېناستۀ.
    زۀ هم دَ جېلر، دَ چکر جمعدار سره دَ دۀ په جلب کښې تر ګېټ پورې ورغلم چې لاليشکو دَ تورې لويې سپېرې دروازې نه په وړه تنګه تمبړۍ وتلو نو په ټول جېل يې نظر وزغلوۀ او دا ټپه يې وکړه او لاړ.
    دَ جيلخانې دَ مينځ چناره
    مولا دې ګل کړه چې قېديان دې بويوينه

    خبره زر زر کېږي او وخت ورو ورو تېرېږي، په دې واقعاتو څۀ شل کاله شوي وو. زۀ افغانستان کښې وم، مونږ دَ کابل نه قندهار ته روان وو، قلات غلزيي کښې مو موټر کښې تېل اچول غوښتل چې دَ پټرولو په پمپ کښې ودرېدو نو زمونږ نه مخکښې يو موټر تېل اچول. زمونږ په ليدو دَ موټر نه يو ښکلے زلمے راکوز شو او نېغ مونږ ته راغے او په ما يې ډېر په مينه سلام واچوۀ . زۀ هم دَ ګاډي نه راکوز شوم لاس مې ورکړۀ او علېک سلېک مې ورسره وکړل. سړي ښه يورپي دريشي (سوټ) اچولے وۀ، ښۀ سور سپين، دَ پوخ عمر يو تندرست پښتون دے. ما ته مخامخ ولاړ دے، نېغ نېغ راته ګوري، سترګې يې ځلېږي او شونډې يې داسې رپېږي غوندې چې زۀ پرې سم نۀ پوهېږم چې موسېدو ته جوړېږي کۀ راپارېدلي جذبات قابو کوي، کۀ څۀ وئيل غواړي خو وئيلے يې نۀ شي. زۀ يې کړۀ وړۀ او دې حالت ته حېران يم چې دا څوک دے؟ او ولې داسې عجيبه خاموشۍ کښې ډوب ولاړ دے؟ اخر يې څۀ لږه لحظه پس خُلۀ پرانسته او ما ته يې ووئيل :"خټک صېب! زۀ دې وپېژندم؟ دَ دۀ په وېنا ما نور هم په غور، ځير او حېرت دۀ کتل شروع کړل. سترګې مې پرې ډېرې خوږېږي خو ذهن ته مې نه راځي. په دې وخت کښې مې دَ هغۀ په تندي تت شوے خال په نظر راغے او چې نور مې په فکر فکر دَ هغه وروځو او پوزې ته وکتل، نو دَ پېښور جېل لېونے لاليشکو راياد شواو دَ دې سره مې هغۀ ته ووئيل: "ته لاليشکو خو نۀ يې؟" هغه راغاړه وتو او سينې سره يې جُخت زور راکړۀ. راته يې ووئيل: دَ پېښور جېل لاليشکو او دَ دې ځائے حسن او دَ دې وېنا سره يې موټر کښې ناستې بي بي ته اواز ورکړو." يه پشمينې! زر راشه ! دا دے هغه خټک صېب! او دَ دې اواز اورېدو سره موټر کښې ناسته زنانه راکوزه شوه او په منډه منډه تر ما را ورسېده او دَ راتلو سره سمه زما په پښو پرېوته، چې ما ورته وکتل نو هم هغه کوچۍ وه، چې دَ پېښور جېل دَ شېخ صېب دفتر کښې مې ليدلې وه، خو هغسې غوټۍ نۀ وه، وخت غوړولې وه. رښتيا وايي چې غر په غر نه ورځي، سړے په سړي پېښېږي!
    حسن (لاليشکو) او پشمينه (کوچۍ) هم دې ملاقات ته حېران وو او خوشحال ولاړ وو. زۀ هم دَ دوي په ليدو خوشحال او دَ خدائے کارونو ته حېران ولاړ وم او ماسره دَ قلات ګورنر او زما ملګري هم يو بل ته ګوري، چې دا څۀ معامله ده؟
    حسن ما ته ووئيل چې په اطريش (ويانا) کښې فوځي اتاشي يم او دا هغه مسافره کوچۍ ده، چې اوس زما مېرمن ده. زۀ هلته خبر شوے وم چې تاسو افغانستان ته راغلي يئ، زۀ اوس سردار داؤد خان رابللے يم او ډېر زر اطريش ته او هلته نه فرانسې ته روان يم. راتکونکو مياشتو کښې دلته وزارت خارجه کښې وظيفه راکوي .بيا راځم نو کابل کښې به سره زړې نوې وايو. زۀ به درته خپله قيصه کوم چې څنګه دَ پېښور جېل ته رسېدلے وم. پشمينه به درته خپل حال وايي چې په کوم ډول زما نه خبر شوې او پېښور جېل ته راغلې وه او تۀ به راته خپل بيان کوې چې څۀ وو او څۀ وشول؟ څنګه افغانستان ته راغلې او څنګه به واپس ځې؟
    يوه شېبه هلته ولاړ وو، دَ يو بل په ليدو نۀ مړېدو، خو اخر هغه دَ کابل په لور او مونږ قندهار ته روان شو. په دې ارمان جدا شو چې کابل کښې به ډېر زر وينو ګورو ولې افسوس چې هغه دَ کابل وزارت خارجه ته رانغلے شو ځکه چې لږې ورځې پس داؤد خان ووژلے شو او په افغانستان کښې حزبيان حکمرانان شو. دَ حسن خان په شان دَ داؤد خان دوستان دَ ملک نه باهر پاتې شول .
    تېر کال زۀ دَ افغانستان نه راغلے ، په خپله حجره کښې ناست وم چې يو ښايئسته موټر راغلو، زۀ ورپاڅېدم، ګورم چې مشر خو دَ کشرانو نه زيات جوړ جوړولے سړے او يو ورسره لکه پينځلس کلنے شهزاده زلمے چې دا فرق نۀ کېدۀ، چې پښتون دے کۀ يورپي دے؟ ترې راښکته شول، خو چې دغه مشر سړے ما سره غاړه غړۍ کېدو نه پس هغۀ ته ووئيل چې زويه! دا دې کاکا خټک اجمل دے "او هغه زما غېږ ته رانزدې شو او وې وئيل: "کاکا جان! زما ډېر ارمان وۀ، چې تا ووينم نو زۀ پوه شوم، چې په يورپ کښې لوئے شوے پښتون زلمے دے. تندے مې ورله ښکل کړۀ او ځان ته مې راجُخت کړۀ.
    ولې سوچ کوم چې دا څوک دے؟ خو ښه ده چې دَ حسن پوزې، سترګو او تندي زما کار اسان کړۀ او دوباره له دې وېنا سره ورغاړه وتم چې" لاليشکو!" زما کور ته په خېر راغلې! او دغه شان زما دَ څلوېښتو کالو زوړ يار، دَ پېښور جېل لېونے لاليشکو زما کلي، حجره او کټ کښې ما سره کښېناستۀ، چې خدايے يې کوي نو هغه کارونه هم وشي چې عقل ته ګران ښکاري .
    حسن خان چې دمه شو نو ماته يې ووئيل چې زۀ دَ ډېر لږ ساعت دپاره راغلے يم او زر به درنه ځم . زۀ نن سبا دَ خپلې کورنۍ سره په سوئيزرلېنډ کښې اوسېږم. څۀ دَ ګوزارې کاروبار کوم. دا مې زوے دے، دَ دۀ وادۀ مې تيار کړے خو دې زړۀ راته ووې چې لاليشکو! تا خو سوګند کړے و چې نکاح به هله تړم چې دَ خوشحال بابا دَ قبر شناخته ښکل کړم ولی دَ خوشحال بابا دَ قبر پر ځائے دَ بندي خانو شکنجو او دَ پېښور جېل ته ورسيدې. راشه دا سوګند اوس داسې پوره کړه چې دا زوے دې دَ سوئيزرلېنډ په پاسپورټ خټکو ته بوځه چې دَ بابا دَ قبر تيږې ښکل کړي، بيا به ورته وادۀ وکړې.
    کۀ زۀ شوم کۀ هغه، ما نور ايسار نۀ کړے شو او ورسره دَ ايسوړو او چشمۍ مينځ کښې زړه هديره کښې پروت دَ خوشحال بابا قبر ته لاړم ، هلته پلار او زوي په قبر لاس کېښودل، تيږې يې ښکل کړې، دعا يې ورته وکړه، دَ بابا دَ ګنبت دَ څنګ نه يې ښي لاس ته لرې بهېدونکي اباسين ، مخامخ ورېځو کښې پټ کړه مار غر او ګس لاس ته دَ خېبر غرونه او دَ تاترې سر او دَ هغه مقام نه چاپيره دَ خټکو شاړه ميره او شاته دَ پلوسو ځنګل او دَ چشمۍ غر وليدۀ. هلته مو عکسونه هم وويستل او بيا راروان شو. زۀ کور ته راغلم ، هغوي سوئيزرلېنډ تللو دپاره اسلام اباد ته لاړل. ارمان چې حسن هغه عکسونه ماته رالېږلي وے چې نن ما دَ دې ليک سره دلته شامل کړی وے! چې تاسو هم دَ ډپلومېټ حسن خان په يورپي دريشۍ کښې دَ پېښور جېل لېونے لاليشکو ليدلے وے او دَ پېښور جېل دَ هغه وخت قېديانو هم، نو هر يو ته به دَ لېوني دا خوږه سندره او په خيال خيال کښې مسته ګډا ياده شوې وے، چې :
    په لويو لارو کښې غاټول شيندلي دينه –
    مورې ما - ما ايلبند ته بوځه!
    ُ ُ مورې ما - ما ايلبند ته بوځه!
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X