چې مې په څنګ رانه جانان تېرېږي
ژوند دَ حسرت په بيابان تېرېږي
په زمکه اور بلېږي وينې توئېږي
خدائے زده په زړۀ څۀ دَ اسمان تېرېږي
زړۀ ته دَ زړۀ رازونه هم نۀ وايم
ډېر مرور رانه ارمان تېرېږي
چې مې په زړۀ چې مې په ځان تېرېږي
ووايه کله په جهان تېرېږي
دَ زړۀ پرهر دے دَ مرهم په لټون
وخته په کوم پړاؤ درمان تېرېږي
وايه جانانه چې دې څۀ غواړي زړۀ؟
وصل بدلېږي په هجران تېرېږي
ما ته زما دَ زړۀ خبرې کوې
زۀ چې څۀ وېم ستا په زبان تېرېږي
دا مې ګلاب دے خپل وطن ته روان
کۀ دَ سپرلي رانه کاروان تېرېږي
دَ شمعېؔ ژوند دے سوځېدۀ ژړېدۀ
لمحه لمحه په وير دَ ځان تېرېږي
ژوند دَ حسرت په بيابان تېرېږي
په زمکه اور بلېږي وينې توئېږي
خدائے زده په زړۀ څۀ دَ اسمان تېرېږي
زړۀ ته دَ زړۀ رازونه هم نۀ وايم
ډېر مرور رانه ارمان تېرېږي
چې مې په زړۀ چې مې په ځان تېرېږي
ووايه کله په جهان تېرېږي
دَ زړۀ پرهر دے دَ مرهم په لټون
وخته په کوم پړاؤ درمان تېرېږي
وايه جانانه چې دې څۀ غواړي زړۀ؟
وصل بدلېږي په هجران تېرېږي
ما ته زما دَ زړۀ خبرې کوې
زۀ چې څۀ وېم ستا په زبان تېرېږي
دا مې ګلاب دے خپل وطن ته روان
کۀ دَ سپرلي رانه کاروان تېرېږي
دَ شمعېؔ ژوند دے سوځېدۀ ژړېدۀ
لمحه لمحه په وير دَ ځان تېرېږي
نورين شمع

My personal appreciation :D
Comment