Announcement

Collapse
No announcement yet.

A beautiful poem by Hamza baba

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • A beautiful poem by Hamza baba


    ياره چې اسمان ته دې باڼۀ ګوري
    سترګې دې زما مخ کښې څۀ ګوري
    ښکلے نظر ستا چې بې قراره دے
    زړۀ ترې نه ورک شوې دے کۀ زړۀ ګوري
    شونډې دې خواږۀ خواږۀ ستونه کړي
    سترګې دې اشنا ولې تراڅۀ ګوري
    سترګې چې د سترګو په لار زړونه وړي
    څوک د تورې شپې به چرته غلۀ ګوري
    غل د محبت غلطېدې نۀ شي
    څوک چې په محفل کښې چا ته نۀ ګوري
    خشکې چې ارمان مې چينې سترګې کړې
    لاړ د زړۀ په تل کښې مې اوبۀ ګوري
    زۀ حمزه په زړۀ هم درکتې نۀ شم
    څۀ پرې کۀ اشنا مې په لېمۀ ګوري
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Allah de Hamza baba ta janatona wer naseeb kee.
    Zma da Hamza Baba nazmona da Rafiq Shinwari Saheb pa zhagh ki der khwashezhi.

    Comment


    • #3
      Peeera na soor ka ya zma khyal da chay dar kha..
      .....


      Comment


      • #4
        يو څو تيروتنې پکښې دي غواړم چې د حمزه بابا نظم صحيح وليکلې شي


        ياره چې اسمان ته دې باڼۀ ګوري
        سترګې دې زما په مخ کښې څۀ ګوري

        ښکلے نظر ستا چې بې قراره دے
        زړۀ ترې نه ورک شوې دے کۀ زړۀ ګوري

        شونډې دې خواږۀ خواږۀ ستونه کړي
        سترګې دې اشنا ولې تراخۀ ګوري

        سترګې چې د سترګو په لار زړونه وړي
        څوک د تورې شپې به چرته غلۀ ګوري

        غل د محبت غلطېدې نۀ شي
        څوک چې په محفل کښې چا ته نۀ ګوري

        خشکې چې ارمان مې چينې سترګې کړې
        لاړ د زړۀ په تل کښې مې اوبۀ ګوري

        زۀ حمزه په زړۀ هم درکتې نۀ شم
        څۀ پرې کۀ اشنا مې په لېمۀ ګوري

        اوس که داسې شاعري څوک ولوي نو بيا کله جرائت کولائ شي چې نوره شاعري وليکي۔۔۔
        په حمزه بابا ختمه ده۔
        سبحان الله

        Comment

        Working...
        X