سندره
نشته لاړو خلک واړه
زر شه زر راکوه غاړه
نشته لاړو خلک واړه
زر شه زر راکوه غاړه
بيا د مينې باران وکړه
د زړه دشته مې ده شاړه
د زړه دشته مې ده شاړه
بس هم زه او ته يو پاتې
دلته زه او ته يو دواړه
دلته زه او ته يو دواړه
وخته څه ستم دې وکړو
ليلې پاتې نشوه لاړه
ليلې پاتې نشوه لاړه
د عاشق په برخه څه وي؟
کور ئې وران خانه ويجاړه
کور ئې وران خانه ويجاړه
چې د يار قدر دې نکړو
اوس فيروزه پسې ژاړه
اوس فيروزه پسې ژاړه


Comment