Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ښاغلي ارمان " لېوني"

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ښاغلي ارمان " لېوني"

    ډيره مننه د دې ښکلي ازاد او معري نظم د شريکولو د پاره

    صفت ئې دا دے

    هر بلبل به دې ثنا کړي که ته ګل شوے
    د خپل ځان صفت پخپله پکار نه دے

    ډير ښائيسته شعر دے او د يوې ښائيسته پيغلې د درد او الم ډکه مړينه پکښې منظومه شوې ده۔
    ښکلي الفاظ او ښکلې مصرعې دي۔
    ډير اعلي

  • #2
    ما هم په يوه پښتنه ځواني مرګه پيغله وړوکي غوندې نظم ليکلې وو ستاسو په حضور کښې ئې وړاندې کوم۔
    مننه۔


    ملغلره

    ډیره نیمګړے نیمه خواۀ او ژړیدلې لاړه
    دا پښتانه ملاله ، ډیره دردیدلې لاړه

    سپین ښکلے مخ ښاېٔسته وجود،غندل غندل ځوانی ئې
    د خائیست میرۀ تورو خاورو ته داغلې لاړه

    زه ئې د لویو حوصلو او قربانو نه ځار شم
    د مرګې خلې ته پښتانۀ وه ملا تړلې لاړه


    د سر او ماله تېرېدل د پښتنو وصف دے
    پښتانۀ پېغله ملغـــلره وه سپيځلې لاړه

    خداېه په ګور ئې د ګلونوګلستان زرغون کړے
    څه پاکه ساکه د دنېا نۀ غلې غلې لاړه

    Comment

    Working...
    X