Announcement

Collapse
No announcement yet.

Verse (Pashto shair) of the day

Collapse
This is a sticky topic.
X
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دا څۀ يې دي ليدلي زما زړۀ كښې قلندره
    حملې پرې كړي بې واره دلربا چې ځي راځي
    په مخ دَ كهكشان دَ شفق وينې شوې راسمې
    كۀ موج يې په بارخو كښې دَ حيا چې ځي راځي
    ستا ياد پكښې شهيد دَ ذكريا پشانې نۀ شي
    زړګے مې شي اره په هره ساه چې ځي راځي
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment



    • "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





      Comment


      • Zama Da Katal Pa ilzaam K Chrta Gera Nashi
        Da Laas Nakreezo De Da Weeno Pa Shan Rang Kare De

        Za De Khapl Zra Ta Ym Hairan Che Wali Na Mateegi
        Da Janan Zra Kho Da Nafrat Da Waje Zang Kare De

        If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

        Comment


        • زما بیرغ خو له رنګونو جو‌‌ړ دی زما بیرغ زما پلو کې راشین www.facebook.com/arman.fm


          زما بیرغ خو له رنګونو جوړ دی
          زما بیرغ زما پلو کې راشین

          Comment


          • ta rana takhta, za ba taa pasey tar taa darzama
            ta me iqraar ma mana, za ba sta inkaar na manam






            "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





            Comment


            • دا ستا مینے سه نادره رسوائ ده
              دیوانه په زمکه پریواته بیوخته


              Shams us Zaman Deewana marwat

              Comment



              • تڼاکې
                ـ ـ ـ
                خوب مې لید
                چې مارغان
                په خوب ویده وي
                باغچه په خپله ولاړه کې
                وژل کېږي
                سکوت لپه لپه ویر
                د باد څادر ته سپاري
                او مکان د خپلو اوږو تڼاکې
                نا اشنا لمنې ته
                څنډي


                Tannakey..

                Khob ma leed
                Chi maarghan
                pa khob weeda wee
                Baaghcha pakhpala walaarra ki
                Wajal kegi
                Sokoot lapa lapa weer
                De baad saadar Ta spaari
                Aw makaan da khpalo ogoo tannakey
                Naa ashnaa lamaney ta
                Tssandi








                "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                Comment


                • zan zhwanday pa zmaka khakh ka laka tokhom
                  ka loyee ghwary da khawroo pa maqam sha

                  Rahman Baba

                  Comment


                  • د خلکو خولې نه تړلي کيږي

                    د خلکو خولې نه تړلي کيږي


                    يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه

                    *********************************************** دی پــــياده ښځه پر خره باندي سپره وه
                    * د مــــېړه او دمـــــېرمـــــني مــــرکــــــه وه
                    ********************************************** څـــــه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه
                    *څـــــــه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه
                    ********************************************** څه يې نوري* کيسې کړې لاره اوږده وه*
                    ** پــــر سړي بـــاندي مېرمن وه ډېره ګرانه
                    ************************************************ يـــــوه ورځ يــــــې ستړئ نه سو له بيانه
                    *چېرتــــــه نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو
                    *********************************************** مسافر تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو
                    * ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته
                    ************************************************ دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته
                    * دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي
                    ************************************************ نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي
                    ** نـــــــه معلوم دئ ورتــــــه قدر د مېړونو
                    ************************************************ نــــــه بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو
                    ** د مېـــــړه مقام کتــــــاب دئ ذکــــر کړئ
                    *********************************************** خدای پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلئ
                    *** کــموي دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي
                    ********************************************** دا بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي
                    *سړي واورېـــدې د ډلي سپکي سپوري
                    *********************************************** لا تـــر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
                    ويــــل ښځي تــــه پــــياده سه زه سپرېږم
                    ************************************************ ددې خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم
                    *چي لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدي
                    *********************************************** زه پيـــــــاده ځم ته سپره له ما دوړانـدي
                    چي پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو
                    *********************************************** پــــــه يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو
                    *ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ
                    ********************************************** په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ
                    *جګه ونـــــــه سور يې مخ دئ اوږې پلني
                    *********************************************** پـــــه مړانـــــه کـي کمزورئ تــــر مېرمني
                    *مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ
                    ********************************************** پـــه خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ
                    دا لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي
                    ********************************************* په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي
                    *چي پـــه کور کي وي لوی سـوي نازولي
                    ********************************************* دوی سپـــاره ښځي پياده ور سـره ځغلي
                    هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي
                    ********************************************** نــه دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي
                    *چـــي ســـــړي خبري واورېدې حيران سو
                    ********************************************* سمــدستي له خره را کښته سو روان سو
                    خـــــر د مــــــــخه دوی تر شا وهل مزلونه
                    ******************************************** ويــــل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه
                    لا يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي
                    ********************************************* لا دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وه رسېــــــدلي
                    چــــي تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه
                    ******************************************** د هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه
                    دا ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دي
                    ********************************************* خــــر دمــــــخه دوی پياده پسې روان دي
                    کـــــه پـــه پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ
                    ********************************************* نــــــو يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولئ
                    *پــــه خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو
                    *********************************************** لــــــــــــه عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو
                    *دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ
                    ******************************************** پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ
                    *دوی لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي
                    ******************************************* کـــه دا خــــر ور سره نه وي دوی ړانده دي
                    هم مـــــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
                    ******************************************* لــــــــه ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول
                    بـــيا لـــه سره يې شروع خپلي کيسې کړې
                    ****************************************** ور پــــه زړه يــــې تــيري تيري خاطرې کړې
                    ورپـــياد يـــــې کـــــړل د خلکو ريشخندونه
                    **************************************** پــــــــر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه
                    چي نــــــاڅاپـــــــه يــــوې ډلــــــي د ځـوانانو
                    ****************************************** لـــــــه عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو
                    ويــل وګــــــورئ دا څــــونــــــــه ظـالمان دي
                    **************************************** پـــر يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي
                    نــــه زړه ســــوی لـــــري دا خلـک نه زوريږي
                    ************************************* نــــه لـــــه خدای نـــــه له عـذاب څخه بېريږي
                    *نـــــــه يې شـــــرم لــــــه مخلوقــــه د دنيا سته
                    ************************************ نـــــه پـــــه زړه کي يـــــې څه وېره د عقبا سته
                    کــــه هر څو يې ځان لــــه موږ څخه پردی دئ
                    ************************************ کـــــه حيوان دئ ژبـــــه نــــــــه لري ګنګی دئ****
                    *خــــو د خـــــدای لــــــه قهره هم بېره په کار ده
                    ************************************ يــــــوه ورځ د ټــــولــــو خلکو ګـــور ته لار ده
                    پــر حيــــــوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ
                    ****************************** خدای تــــه وګورئ يو څه انصاف په کار دئ
                    *پــــه قيـــامت بـــــه راژوندی دغه حيوان سي
                    ******************************* سمدستي بـــــــه د خاونــــد پر لور روان سي
                    *دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي
                    ******************************* پــــه اوږو بــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي
                    *لــــه مېـــــړه لـــــه ښځي ورکــــه سولــــــه لاره
                    ******************************* هم لـــــه خره هم لـــــــه سفره ســـــــوه بـــــېزاره
                    مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه
                    ******************************* بـــــيا لـــــه ســـــره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه
                    دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو
                    ****************************** څوک تــــــړلای نـــــــه سي خولـــې د عالمونو
                    *
                    Last edited by Shapur; 05-25-2016, 05:00 PM.

                    Comment


                    • chi pa orr rata makh tor kri, bya ma teethi stargey biyaye
                      za ba hagha jannat sa kram chi dozakh ye darwaza da

                      "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                      Comment


                      • که خازې شنې مې په قبر وی ولاړې
                        که غلام مړ وم راځئ توکئ پرې لاړې

                        که پخپلو وینو نه وم لمبېدلى
                        په ما مه پلیتوئ د جومات غاړې

                        چې قطرې قطرې مې پوځ د دښمن نۀ کا
                        مورې ما پسې په کوم مخ به ته ژاړې

                        یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
                        یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې

                        غنی خان

                        Comment


                        • تنهايي چې له ما بېله شوه تنها شوم
                          چې تیاره راسره کښېناسته رڼا شوم
                          رسوايی مې پرده کړې وه پوه نه وم
                          رسوایي چې تر منځ ووته رسوا شوم
                          ستا له غږ سره چې ووتمه غل وم
                          ستا په پام کې چې ښکاره شومه پیدا شوم
                          چې مې سترګې غړولې هلته ړوند وم
                          چې پر سترګو مې څپه راغله بینا شوم
                          زه د ژوند دې خوبولې حاشیې ته
                          ویده راغلم په ویدو ورنه جلا شوم


                          "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                          Comment


                          • ka thool omr da khpal yaar stargo ta goram
                            laa ba wayum chi me sam leedale nade

                            "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                            Comment


                            • sta da beledo musam raghale dey
                              bya da swazedu mosam raghale dey
                              jiber aw ekhtyaar shol pa yaw bal ki wrak
                              daar ta da khato mosam raghale dey
                              stargo ki ye rang da shafaq wozaled
                              zra da doobedo mosam raghale dey
                              oss de mohabat pa lewantob arzi
                              oss da zawlano mosam raghale dey

                              "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





                              Comment


                              • نوی پسرلي نوی زوانی نوی ګلونه دی
                                دې زاړه خوبونه نوې نوې تابیرونه دی

                                زه پخوا تیر شوي، ده خپل چمن خزان یما
                                زه زلمی آفغان یمه، زه زلمی آفغان یمه

                                listen in a shah wali beautiful voice here
                                Ustad Shah Wali Pashto Song 5 - YouTube

                                Comment

                                Working...
                                X