کانګرس خو د پېرنګيانو سره د شپېتو کالو راسې د ازادۍ اخېستلو دپاره په جدوجهد لګيا وه، خو انګرېزانو ورته پوره ازادي څۀ چې نيمګړې ازادي هم نۀ ورکوله. مګر کله چې پښتانۀ ورسره په دغه جنګ کښې ملګري شول او پښتنو په قصه خوانۍ، ټکر، اتمانزو، کوهاټ، هاتي خېلو او ميرويس کښې قربانۍ ورکړې او دغه شان زمونږ د قبائلي سيمو غېرتي پښتنو دې پښتنو سره د هندوستان د ازادۍ په لاره کښې غزاګانې وکړې، د انګرېزانو توپونو او ټېنکونو ته ئې خپلې سينې ډال کړې او د دوي مخې ته لکه د غر ودرېدل نو انګرېزانو هله د هندوستان ازادۍ ته غاړه کېښوده. مونږ خو د کانګريس سره په دې وعده د ازادۍ په جنګ کې ملګري شوي وو چې وطن به په ګډه ازادوو او د پردۍ غلامۍ نه به ځانونه خلاصوو مګر چې وخت راغے نوبيا مونږ سره د شوو وعدو هيڅ خيال ونۀ ساتلې شو. زمونږ نه زمونږ د مستقبل په هکله هيڅ پوښتنه ونۀ شوه. بلکه د پاکستان او هندوستان د يو ځآئے کېدو رېفرنډم راباندې په زور راوتپلې شو او زمونږ په سر دغه لويه سودا وشوه. قربانۍ مونږ ورکړې، وينې زمونږ تويې شوې مالونه جايدادونه زمونږ تباه شول او ګټه ئې نورو خلقو ته ورسېده. د کانګرس مشرانو خو به په ټولو معاملو کې زمونږ نه تپوس کولو زما د سلا مشورې نه بغېر به ئې هيڅ نۀ کول مګر په دې لويه اهمه مسئله کې زما سره مشوره څۀ چې خبر هم نۀ کړې شوم. زما خپګان په دې خبره دے چې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ هم زمونږ سره امداد او همدردي ونۀ کړه دوي مونږ له پښو لاسو وتړلو او مسلم ليګ ته ئې حواله کړو.
مونږ خو د مسلم ليګ نه الېکشن ګټلے وۀ نو بيا بل الېکشن ته څۀ ضرورت وۀ؟ کۀ چا زمونږ سره نوے رېفرنډم کولې نو په کار وو چې زمونږ په مطالبه ئې د پاکستان او پښتونستان په سوال کړې وې. دا رېفرنډم خو په پاکستان او هندوستان وۀ او مونږ د کانګرس د بې وفايۍ په وجه د هندوستان سره نۀ تلو، نو ځکه مو په دې رېفرنډم کښې شريکېدل نۀ غوښتل او بائيکاټ مو ورسره وکړو.
مونږ ته به پېرنګيانو وېل چې د کانګرس ملګرتيا پرېږدئ نو مونږ به چې هندوستان له څۀ ورکوو د هغې نه زيات به تاسو له درکړو، لېکن مونږ کانګرس پرې نۀ ښود خو دوي مونږ پرېښودو، د ډېر افسوس خبره خو دا ده چې مونږ دوي سره څۀ وکړل او دوي راسره څۀ وکړل؟
څۀ چې وشول هغه وشول او د مولانا ابولکلام ازاد خبره څۀ چې مې وليدل دا يو خوب وۀ خو زۀ وايم چې دا يو سازش وۀ دا يوه بې وفائي وه او دا يوه غداري وه چې زمونږ سره وشوه.
زمونږ په ملک کښې ځينې کسان شته چې زمونږ د بد خواهانو په لمسه زمونږ خلاف داسې پروپېګنډې کوي چې خدائي خدمتګارو څۀ وکړل؟ او دا هم وائي چې عدم تشدد څۀ وکړل؟ او زمونږ ډېر ساده ګان وروڼه د خودغرضو کسانو د دې خبرو نه متاثره کېږي نو زۀ دوي ته دا وايم چې د خدائي خدمتګارۍ دوه مقصده وو يو د ملک ازادي او بل په پښتنو کښې د قامولۍ ورورولۍ مينې محبت اتفاق او اجتماعي ژوند احساس پېدا کول.
تاسو خو وګورئ دا احساس خو پېدا شو او ملک هم ازاد شو او پيا دې ته وګورئ چې دا هر څۀ د عدم تشدد په ذريعه وشو، تشدد خو نۀ دې شوې، تاسو وګورئ خدائي خدمتګارۍ په خلقو کښې د مسلمان هندو او سکهـ په زړونو کښې داسې مينه، محبت پېدا کړو او داسې د ورورولۍ جذبه ئې راويښه کړې وه چې تر اوسه پورې هغه هندوان او سکهان چې د صوبه سرحد نه په زور اېستل شوي دي او هند ته تللي دي ځان ته اوس هم خدائي خدمتګاران وائي. هرکله چې زۀ هندوستان ته تللې يم نو هغه مينه او محبت د هغو هندوانو او سکهانو په زړونو کښې محسوسوم. تاسو وګورئ چې څۀ وخت په هندوستان کښې د تقسم په وخت کښې فسادات شروع شول نو خدائي خدمتګارو دلته د خپلو هندوانو او سکهانو د حفاظت دپاره څومره تکليفونه تېر کړي دي او کوم ځآئے کښې چې خدائي خدمتګار وو نو هلته ئې دوي بچ کړي او د دوي د مال او ځآن حفاظت ئې کړے دے. بل طرف ته تاسو کانګرس ته وګورئ چې د هندوستان په هندو او مسلمان کې ئې څومره نفرت پېدا کړو او څومره تشدد ئې وکړو خو حقيقت دا دے چې عدم تشدد د هغوي پاليسي وه او زمونږ عقيده وه او ده او وي به.
مونږ خو ازاد شوي وو او پېرنګيان زمونږ د ملکه تلونکي وو خو د لارډ مونټ بيټن او سردار پټېل په سازش په غلامو غلامان شو، زۀ په دې خبره دومره خپه نۀ يم ځکه چې کۀ پښتون پښتون شي نو دې څوک غلام کولې نشي خو خپه په دې يم چې د خدائي خدمتګارۍ هغه تحريک چې په ډېرو خوارو، مصيبتونو، تکليفونو او قربانو جوړ شوے وۀ هغه تس نس شو او جوړ شوي انتظام ئې ورله خراب او ګډوډ کړو.
د زړۀ په باغ مې ږلۍ وشوه
بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه
عبدالغفار خان (باچا خان)
(د باچا خان د کتاب زما ژوند او جدوجهدڅخه يو اقتباس)

Comment