Announcement

Collapse
No announcement yet.

Amir Hamza khan Shinwari Baba..

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Amir Hamza khan Shinwari Baba..

    حمزه بابا
    د حمزه بابا د کلياتو نه يوه خوښه!
    سلامونه ګرانو!
    پرون خبر شوم چې هغه بله ورځ د حمزه بابا کليزه وه. او بله د افسوس خبر دا وو چې د هغوۍ زويه، مراد شنواري، هم په دغه ورځ په حق او رسېدلو (اناّ لله و اناّ اليه راجعون). الله دې دواڼه اوبخښي.

    دا ده حمزه بابا يو غزل وو د کمې سره چې هغوۍ دا ليکلي چې "ځني صاحبانو د دې وينا د تاثر نه، چې حمزه اوس غزل نه شي ليکلے". خدائے دې اوکړي چې ستاسو هم خوښ شي.

    لا په افق د پښتونخوا هم ځلېدلے نـــه يــم
    زه هغه نمر يم د افاق چې راختلے نـــه يــم

    د خپل جرس په غږ کښې محو يم سفر کومه
    لکه غبار د چا په سترګو کښې لوېدلے نه يم

    لا سخـــن خېــزې دي زمــــا د تخيـــــل ژورې
    زه د غـــزل لـــه بلنديــــو پــريـــوتلے نــه يــم

    يم هغه در چې له صدف وي ايلــه اوس وتلے
    لا خو زه هـــار ته د خوبانـــو ورختلے نــه يـــم

    په زيــړ بشـــر واړه وجود زمــا غلط شوې ولې
    لا مې د اور مـرحلـــه پاتــې غزېدلے نــه يـــم

    په فيض د يـــار د برندو سترګــو، قهريدلو زلفو
    زه د حالاتــــو د تيــرو نه بـــوږنېــدلے نــه يـــم

    پيـــر د غــــزل شومـــه لايق د پيروۍ يمـــه زه
    لکه ماشوم په اضطراب کښې لوبېدلے نه يـم

    پڅې بياتۍ بـه د وختونــو په تنقيد شي زمـــا
    چې لا د "کيفه" ځني "کم" ته راوتلے نــه يــم

    شتــه انګازې د نوي ژوند مې د نکهت په ژبــه
    لا هغه ګل يم زه حمزه چې غوړېدلے نــه يــم

    (حمزه بابا)
Working...
X