جعفر خان جعفر
باجوړ
"اے قبائلي خاورې"
کړې ملا دوزخ دَ جنتونو جنتي خاورې
اے قبائلي خاورې، اے قبائلي خاورې
وې دَ امن کور شوې دَ جنګونو ابدي خاورې
اے قبائلي خاورې، اے قبائلي خاورې
څوک رسي شملې ته دَ پښتون وزيرستان
څوک لري دَ کُرمې اېجنسۍ په شان ايمان
څوک رسي خلوص ته دَ مومند دَ اېمل خان
مړۀ لکه حسېن دې په ناموس دي افريدي خاورې
اے قبائلي خاورې، اے قبائلي خاورې
تا خو سرحدات په تشو لاسو تل ساتلي وو
تا خو غېر غماز په يوه چغه زغلولي وو
تا خو تل دَ امن ورورولۍ ګلاب کرلي وو
اوس ولې دَ ټول جهان دَ سترګو شوې جنګې خاورې
اے قبائلي خاورې، اے قبائلي خاورې
شرخوښي نقاب پوش دَ خپلې خاورې نه وېستل غواړي
دَ جنګ دَ دېو په وړاندې ښۀ په نره ودرېدل غواړي
چې څوک دَ جنګ ملګري وي لاسونه يې نيول غواړي
غواړې کۀ دَ جنګ دَ تورابان نه ازادي خاورې
اے قبائلي خاورې، اے قبائلي خاورې

Comment