Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : لراوبر ويبپاڼه
    نېټه : ١٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-05

    د لراوبر يادونه او کور ودانی : راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري . که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ يوه ځوان ته چي ګلالی نوميږي ليک ليکو او د (ی ) پر ځای ( ۍ ) وکاروو نو هغه ته مو د نارينه ( ګلالی) پر ځای د ښځينه (ګلالۍ ) خطاب کړئ دئ . دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي که (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .
    لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د استاد، څېړونکي او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خو ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .
    ۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مذکر)نومواوصفتواوفعلوکي راځی لکه :

    سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور

    ځای،سرای

    لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی

    نری،ګردی،لالی

    راغی،ولاړی

    دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .
    ۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه

    سړي،لرګي،سوټي ،منګي

    کالي،مالي.ښادي،

    ګوري،ښوري،ځي،راځي

    نري،ګردي،ګلالي

    وروري،خپلوي،دوستي

    چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .
    ۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه

    سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ

    ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ

    ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ
    ۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه

    ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې

    چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ
    ۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه

    خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ

    زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .


  • #2
    زما په خيال دَ "ياګانو" په اړه دَ ښاغلي محقق تحقيق ناکافي دے. په کوم انداز سره چې ښاغلي دَ "ياګانو" وضاحت او تشريح کړې ده دَ هغې نه دَ دوي صحيح وضاحت نۀ کېږي لکه دَ مثال په توګه دَ ښاغلي محقق لاندنيو خبرو ته او بيا زما پوښتنو ته لږ غور وکړئ نو تاسو ته به پته ولګي چې دا پورته ورکړې شوې تشريح پُوره نۀ ده:


    [color="rgb(139, 0, 0)"]ليکونکے وائي چې:
    [/color]
    ۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه(مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
    [color="rgb(139, 0, 0)"]
    سړي،لرګي،سوټي ،منګي

    زما اعتراض: چاچي، کاکي، لاجي، باتي، معافي او په سلګونو داسې توري شته چې په لنډه يې ليکلې خو شي ولې دَ ښاغلي محقق مطابق "مذکر" نۀ دي له دې وجې نه دوي له پکار دي چې خپل وضاحت کښې چې کوم کمے بېشے دے هغه ټيک کړي. دغه شان دوي "وروري، دوستي" او نور توري ليکلي دي کوم چې مذکر نۀ دي.

    دَ ټول مضمون کتلو نه پس دا معلومېږي چې ليکوال صرف په "ښځينه" اور "نارينه" ټکو زور راوړے دے چې زما په خيال صحي نۀ دے ځکه چې دَ هرې يا دَ پکارولو او پېژندو دپاره څو قاعدې دي چې ما مخکښې خپل يو تهريډ کښې په ګوته کړي دي صرف په مذکر او مونث باندې اکتفا کول ټيک نۀ دي او کۀ داسې وشي نو دَ لوستونکي په ذهن کښې به ډېرې پوښتنې راولاړېږي لکه څنګه چې ما مخکښې ذکر کړې.

    مننه
    [/color]
    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 01-20-2012, 02:51 AM.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment

    Working...
    X