Announcement

Collapse
No announcement yet.

دَ مينې او ورورۍ خلق

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دَ مينې او ورورۍ خلق

    مشتاق مجروح يوسفزے


    دَ مينې او ورورۍ خلق"


    مونږه دَ مينې او ورورۍ خلق يُو
    په مينه پايو دَ دوستۍ خلق يُو
    زمونږه خاورې له شر ولې راوړئ؟


    مونږ دَ بابا دَ عقيدې مئينان
    مونږ دَ بابا دَ فلسفې مئينان
    مونږه دَ مينې دَ جذبې مئينان
    مونږ دَ درنې عزيزولۍ خلق يُو
    زمونږه خاورې له شر ولې راوړئ؟


    مونږ له نفرته تل نفرت کړے دے
    مونږه ټول عمر محبت کړے دے
    تل مو دَ يو او بل عزت کړے دے
    دَ الفتونو دَ سيالۍ خلق يُو
    زمونږه خاورې له شر ولې راوړئ؟




    مونږ دَ نفرت دَ کر عادت نۀ لرو
    مينه کوؤ دَ شر عادت نۀ لرو
    دَ غلا غلتۍ کنډر عادت نۀ لرو
    مونږ دَ سپېځلې قامولۍ خلق يُو
    زمونږه خاورې له شر ولې راوړئ؟



    مونږه دَ څېلمې په غېرت مئين يُو
    په قام مئين يُو په ملت مئين يُو
    هم په کلهم انسانيت مئين يُو
    لاس راله راکړئ دَ يارۍ خلق يُو
    زمونږه خاورې له شر ولې راوړئ؟
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Dier Kha Khana !!
    yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

    Comment

    Working...
    X