Announcement

Collapse
No announcement yet.

دَ شاعرانو په نوم

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دَ شاعرانو په نوم

    دَ شاعرانو په نوم
    امجد شهزاد

    زما دَ فن ملګري
    دا دَ شعور مړونه
    چې سحر پاڅي دَ جانان دَ سترګو نور ستائي
    په ماښامي کښې دَ جانان دَ زلفو ذکر کوي
    او دَ يار شونډو له هم
    څۀ نوي نوي او نادره تشبيهات راوړي
    دَ يار په غم کښې تر سحره ژاړي
    دَ قام په غم کښې اوښکه نۀ تويوي
    مونږ شاعران اديبان
    مونږ دَ شعور خاوندان
    هم دَ شعور دَ کوره لرې ښکارو
    مونږه خپل ځان وينو
    دَ خپل جانان نه سترګې نۀ اړوؤ
    خو په جهان باندې نظر نۀ ساتو
    ځان دَ وختونو نه خبر نۀ ساتو
    مونږه لا هغسې په خوب اودۀ يو
    په يوه نشه دَ لېونتوب اودۀ يو
    زما دَ فن ملګرو
    دَ نړۍ نور قامونه
    دَ خپل شعور په الوت
    دَ پوهې کوم منزل ته ورسېدل
    مونږه تر اوسه پورې
    ځان دَ نفرت په غوړندي تړلے
    دَ نړۍ نور قامونه
    دَ کائناتو دَ کور ور ډبوي
    دَ رڼاګانو ښاريې لټوي
    مونږ دَ تيارو کوهي کښې
    اوس هم ملاصېب ته غوږونه اېښي
    په يوه کرښه مو سرونه اېښي
    مونږه دَ وهم دَ بلا دَ ډاره نۀ يُو وتي
    مونږ دَ نفرت دَ غاره نۀ يُو وتي
    اوس هم تربور پسې ټوپک ګرځوؤ
    خپله نهر ګرځو خو
    دَ ټوپکونو خېټې ډکې ساتو
    زما دَ فن ملګرو
    دنيا وتلې ټوله
    دَ بې بنياده عقيدو دَ شپوله
    تاسو هم وځئ دَ دروغو دَ انا دَ خوله
    دَ خپل روښانه مستقبل دَپاره
    لږ رابهر شئ دَ تيارو دَ غاره
    اوس روان کړئ دَ رڼا په لاره
    دا ده دَ ځغل زمانه
    دا دَ بدلون دور دے
    دَ خپل اولس وګړي
    دا په ژوندوني مړي
    راوېښول غواړي
    په دې خبره پوهول غواړي
    چې دَ مُلا دَ دامه ځان ازادول غواړي
    دا دَ وهمونو تورې لړې ورکول غواړي
    مشال دَ پوهې بلول غواړي
    په وړاندې تلل غواړي
    دَ زړۀ او ذهن نه مو
    دا دَ نفرت سپېرۀ خپسې پاڅول غواړي
    بېرغ دَ امن هسکول غواړي
    دَ محبت سندرې
    په ګډاګانو کښې وئيل غواړي
    ژوند ګل کېدل غواړي
    ژوند خندول غواړي
    ژوند به کول غواړي
    ژوند به کول غواړي
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Qalandar Momand Nazam 'Shayar Ta' di rata ra-yad kro .. Hum ta share karay wo ..

    Amjad Shehzad leek hum dier kha day kha, kala kala e share kawa
    yao warokay ghwandi baagh ao pa khwa ye seen rawan!

    Comment

    Working...
    X