ژمی راغی
امرالدین سرحد
منی لاړه سړو پیل کړلې نارې
ژمی راغی په تن نه لرو جامې
د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلې
نوې نه شوې دا زمونږ دپښو پڼې
سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي
تاوده ګرځي پردي کاندی نندارې
دیتیمو٬ کونډو میندو اوښکي څاڅي
په مخ راغلې ان له سترګو څو ګیلې
لاړي والوتې تودو اوبو ته زاڼي
مونږه ناست یوو تیرو یخي څیلې
جګړې ړنګ کړتود کنډرله پلاره پاتې
په مونږ اوري یخې واورې شوې خورې
امرالدین سرحد
منی لاړه سړو پیل کړلې نارې
ژمی راغی په تن نه لرو جامې
د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلې
نوې نه شوې دا زمونږ دپښو پڼې
سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي
تاوده ګرځي پردي کاندی نندارې
دیتیمو٬ کونډو میندو اوښکي څاڅي
په مخ راغلې ان له سترګو څو ګیلې
لاړي والوتې تودو اوبو ته زاڼي
مونږه ناست یوو تیرو یخي څیلې
جګړې ړنګ کړتود کنډرله پلاره پاتې
په مونږ اوري یخې واورې شوې خورې

Comment