beautiful!!! thanks for sharing
Announcement
Collapse
No announcement yet.
Ka khair wo
Collapse
X
-
هر کله چې مونږ د يوې فن پارې يا کوم شعر تنقيدي جائيزه اخلو نو بائيده دا دي چې هم د هغه شعر يا موجود فن پارې جائيزه بې له څڅ جانبدارئ يا شخصي مخالفت واخيستې شي۔
غني خان يقينا چې د شلمې صدئ يو نابغه
شخصيت دے او د هغه د فن او مقام جائيزه زما غوندې وړوکې د ادب خدمتګار نه شي کولې خو کله چې مونږ د غني خان ځيني ځيني شعرونو يا کلام ته ګورو نو بائيد د نقد په وخت مونږ د هغه فن پاره په نظر کښې وساتو۔
د چا ليکنه يا کلام دې فقط په دې اساس نه سنجوو چې ګوندې فلانکې يا غني خان لوئي سړے وو نو هغه چې څه وئيلي دي نو هم دغه به ټول صحيح وي او دا يو عام يا د معمول کلام نه شي کيدلائي۔
بالې۔۔۔
د هر شاعر د ابتدائي دور کلام خو نه دومره پوخ وي چې ګنې د پوخ او تجربو او مشاهدو راتير کلام سره ئې موازنه وشي او نه هومره مستند کيدلائي شي چې هر څه ته ئې بائيد ښه اوئيلې شي۔
د غني خان دا پاس شعر هم يو معمولي او د ابتدائي وخت د شاعري څخه يوه بيلګه ده چې زما په خيال دومره ښائيست يا ښه والئ نه لري څومره چې ورته زمونږ اشنا پښتون يوسفزي نائيس او انګارصيب ښه وائيلي دي۔
دا شعر يو سياسي او وطني شعر دے چې د هغه وخت سره ئې څه نه څه ارتباط وو خو دا دومره عاميانه شعر دے چې د غني خان وروستيني شعرونو سره ئې هر ګز موازنه نه شي کيدلائ۔
ګو مونږ دا وائيلي شو چې د غنې خان شاعري د اعلي درجې شاعري ده خو په هغې کښې څه لږه ډيره برخه ئې د عاميانه شاعرئ په زمره کښې هم راتللې شي۔
هيله لرم چې زما په نقد به هغه ملګري څوک چې د غنې خان په پټو سترګو مقلد دي خپل خفګان نه څرګندوي۔
مننه
Comment


Comment