څــــومره ګرانه زندګي ده په دې خاوره
شپه او ورځ شرمندګي ده په دې خاوره
دا وطــن د زردارانـــــــــــــو مملکت دے
د غريب تشه نيستــي ده په دې خاوره
چې هــر وخت په د ګولــــو باران وريږي
د بمـــونو کاشت کاري ده په دې خـاوره
کوم افت دے چې په دې نه دے راغلے
د الله مهـرابانــــــي ده په دې خـــــاوره
راهنما پکښې پيدا نه شو فيروزه
چې دا څه رنګ بيماري ده په دې خاوره



Comment