سلمٰي شاهين د مردان بغدادې په يوې معززې کورنۍ کښې د اميرمحمد خان کره په کال ١٩٥٥ کښې پېدا شوې ده. کورنۍ ئې د پخوا نه ادبي او سياسي راروانه ده. د ليک لوست سره ئې ډېره بې کچه مينه لرله. د وړوکوالي نه ډېره حساسه وه، هر څيز ته فکر او د هر څۀ متعلق تجسس ئې ډېر وۀ. ولې پخپله دردمنده سينه کښې ئې يو خوږمن زړۀ هم لرلو. اول ئې په اردو کښې شاعري کوله او د وړومبني شعر ابتدا ئې له اتم جماعت نه کړې وه. بيا د لسم جماعت نه پس ئې د پښتو شاعرۍ اړخ ته پام راستون شو.
په کال ١٩٧٥ کښې د بي اے ډګري اخستو نه پس سلمٰي شاهين په پېښور پوهنتون کښې داخله واخسته او مضمون ئې ځان له پښتو غوره کړو. دلته نه ئې په فسټ ډويژن کښې اېم اے وکړه او ډېر زر ئې په پښتو اکېډمۍ کښې ملازمت ته ګوتې واچولې. دلته ئې اعتماد نور هم مضبوط شو او د ليک په مېدان کښې ئې وسعت بيا موندۀ. خوش قسمته وه چې پښتو اکېډمۍ ورته ډېر سازګار ماحول وبخښلو. د تحقيق په څانګه کښې د ريسرچ سپېشلسټ په حېثيت ولګېده. په دې کښې ئې په ((ټپه)) کار وکړو او پنځويشت زره ټپې ئې راغونډې کړې. د شاعرۍ مجموعه ((نوے سحر)) ئې چاپ شوې ده. په ازاد نظم ليکلو ښۀ دسترس لري. کله کله غزل هم ليکي. وائي چې ((شاعري کوم د ځان دپاره کۀ ښه ده او کۀ بده)).
سلمٰي شاهين د پښتنې معاشرې د نوي کُول د هغې مېرمنو د ډلې يو فرد دے چې ادبي ذوق ئې ژوندے دے. د فکر او احساس مېرمن ده او په زړۀ کښې ئې هغه جذبات غزونې کوي کوم چې زمونږ د معاشرتي ژوند په ښو بدو تنقيد کوي. د کلام نمونه ئې دا ده:
غزل
جهان بدل وۀ هغه هم بدل بدل غوندې وۀ
څوک نااشنا، اشنا اشنا وۀ ما ته خپل غوندې وۀ
راتۀ راتۀ د کوڅې مينځ کښې پښه نيولے شولو
ما وې راځه راځه، راځه هغه معطل غوندې وۀ
هغۀ وې مينه ما وې نه نه، څۀ حاجت دې نۀ وي
صفا خبره وار خطا وۀ څۀ درغل غوندې وۀ
زۀ وم د مينې په لټون، هغۀ هم مينه غوښته
خو دا خودي مې سر لوړي وه کۀ منزل غوندې وۀ
هغه ساده د مخلصۍ په جامه پټه مينه
چې د ژوندون د کشالو په لاره مل غوندې وۀ
داسې ئې حال د سوي زړۀ ناقلارۍ کښې ووې
لکه مجنون چې د لېلا غم کښې جلبل غوندې وۀ
ما وې قيصه د محبت دلته تمامه ښه ده
چې د حالاتو زنځيرونه مو اجل غوندې وۀ
څوک ئې قلا ته خوشحالېږي څوک ماڼۍ لټوي
ما ته شاهين هغه جونګړه هم محل غوندې وۀ
څوک نااشنا، اشنا اشنا وۀ ما ته خپل غوندې وۀ
راتۀ راتۀ د کوڅې مينځ کښې پښه نيولے شولو
ما وې راځه راځه، راځه هغه معطل غوندې وۀ
هغۀ وې مينه ما وې نه نه، څۀ حاجت دې نۀ وي
صفا خبره وار خطا وۀ څۀ درغل غوندې وۀ
زۀ وم د مينې په لټون، هغۀ هم مينه غوښته
خو دا خودي مې سر لوړي وه کۀ منزل غوندې وۀ
هغه ساده د مخلصۍ په جامه پټه مينه
چې د ژوندون د کشالو په لاره مل غوندې وۀ
داسې ئې حال د سوي زړۀ ناقلارۍ کښې ووې
لکه مجنون چې د لېلا غم کښې جلبل غوندې وۀ
ما وې قيصه د محبت دلته تمامه ښه ده
چې د حالاتو زنځيرونه مو اجل غوندې وۀ
څوک ئې قلا ته خوشحالېږي څوک ماڼۍ لټوي
ما ته شاهين هغه جونګړه هم محل غوندې وۀ
(د ځلانده ستوري نومې کتاب څخه)


Comment