Announcement

Collapse
No announcement yet.

{پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه} ارزښ&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • {پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه} ارزښ&

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (اروپا)
    ليک : محمد معصوم هوتک
    نېټه : ٢٣ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-15


    "غالباٌبه د١٣٦٧ش کال شاوخواوه،چي دعلامه رشادمرحوم په کورکي مي ددوی عالمانه خبروته غوږنيولی و. دخبروپه ترڅ کي مي د پښتو د هغه وخت په نشراتوکي دمسلطي ژبي اودهغې په برخه کي دخپلو ستونزوپه باب ځيني پوښتني ځني وکړې . په دغه وخت کي ما د باختر آژانس په پښتوڅانګه کي دغړي په توګه کارکاوه . استاددژبي اود هغې دتحولاتواوتطوراتوپه باب اودغه رازدهغه وخت ددولتي پښتو ضدپاليسيوپه باره کي اوږدې څرګندوني وکړې . دخبروپه پای کي ما ځني وپوښتل چي ولي په دې برخه کي څه ليکئ نه ؟ په جواب کې راته وويل : ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ . ژبه ملي امانت دئ . موږ دادئ ترتاسي پوري راورسوله . ښه موراورسوله که بده ، سمه مو را ورسوله که ناسمه ، دابه وروستي نسلونه قضاوت کوي . خواوس وار ستاسي دئ چي له دغه امانت سره بې پروايي ونه سي . اصالت ته يې صدمه ونه رسيږي . لوبي ورسره ونه سي . ٌ ماورته د فارسي دابيت ووايه :



    آسمان بارامانت نتوانست کشيد

    قـــــــــرعۀ فال بنام من ديوانه زدند

    استادومسل اوزياته يې کړه. ٌپه دې پلمونسې خلاصېدلای . دا امانت تاسي ته درپاته دئ . ٌ له هغې ورځي څخه بياترننه پوري چي زه د ٌ امانتٌ کلمه واورم ، اوږې مي راته درنې سي . داسي راته وايسي لکه ددغه امانت وړلوتوان چي نه لرم . خوداستاد(رح) آهنګ لرونکې خبره مي ترغوږوهيسته ازانګې وکړي . ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ .ٌ دهمدغه ملکوتي ږغ اغېزه وه ، چي نن يې په ماکي پردغه رازجنجالي موضوع( اوسنۍ پښتو يا کره پښتو؟) باندي دليکلوجرأت پيداکړ .

    ددې ليکني په شروع کي زه په دووزړوکي وم چي آياپردغه مشخصه موضوع ( دپښتودمعياري کولوپرهڅو) باندي دڅه ليکلواجازه لرم که يا؟ ډاکټرپالوال وايي : هو ، لرې يې (١) .ډاکټرزياروايي دژبي مسايل ژبپوهانوته پرېږدئ ځکه دادهغوی مسلکي دنده ده . " د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !

    د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 2.10 MB
    يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !

Working...
X