سيده بشرٰي بېګم چې په ادبي دنيا کښې د س، ب، ب په نوم يادېږي د تحصيل نوښار په مشهور کلي زيارت کښې په کال ١٩٢٢ کښې د پښتو ژبې سپېځلي شاعر ابوالمعاني حکيم ميا ازاد ګل کاکاخېل مرحوم کره پېدا شوې ده. د وسيعې مطالعې او لوئے علم مېرمن ده. سره د دې چې د ملک د غلامۍ په وجه د دې د تعليمي عمر په زمانه کښې د ښځو د تعليم خاص انتظام نۀ وۀ خو د دې د خوش قسمتۍ نه دا په يوه داسې علمي کورنۍ کښې پېدا وه چې د کاکا صاحب د وخت راهسې د علم و ادب په رڼا منوره وه. د وخت د ناسازو باوجود په کور دننه عربي، اردو، فارسي او پښتو کښې ژوره مطالعه کول د دې خپل کوشش وۀ. د دولسو کالو عمر کښې ئې وړومبے مضمون په ((شريعت بل) په کال ١٩٣٥ کښې ((ازاد پښتون)) کښې چاپ شوے دے او هم د دغې ازاد پښتون نه راواخلې تر اوسه پورې ئې د پښتو هرې رسالې او اخبار سره نظم او نثر دواړو کښې د پښتو ژبې د خدمت پت پاللے دے. د ملک د ازادۍ دپاره چې دې کوم قلمي جهاد کړے دے، پښتون قوم به پرې تل وياړ کوي.
په کال ١٩٥٦ کښې د دې د شعرونو کتاب ((زېرے)) شائع شو او پېژندګلو پرې د دې خپل ورور ميا محمد يوسف وليکله او ټولې دنيا ته دا څرګنده شوه چې دا نوم د يوې مېرمنې دے.
س، ب، ب په خپله شاعرۍ کښې د انسانيت، همدردۍ او بېدارۍ سبق ورکوي. پښتنو خوېندو ته د هغې کلام د اخلاقي اصلاح او بېدارۍ د اعلان حېثيت لري. د دې پښتنې شاعرې د فکر او تخيل يوه نمونه ملاحظه کړئ:
په کال ١٩٥٦ کښې د دې د شعرونو کتاب ((زېرے)) شائع شو او پېژندګلو پرې د دې خپل ورور ميا محمد يوسف وليکله او ټولې دنيا ته دا څرګنده شوه چې دا نوم د يوې مېرمنې دے.
س، ب، ب په خپله شاعرۍ کښې د انسانيت، همدردۍ او بېدارۍ سبق ورکوي. پښتنو خوېندو ته د هغې کلام د اخلاقي اصلاح او بېدارۍ د اعلان حېثيت لري. د دې پښتنې شاعرې د فکر او تخيل يوه نمونه ملاحظه کړئ:
غزل
ما د مينې په کتاب کښې دي لوستلي
ستا د عشق حرفونه تور نۀ دي ګلګون دي
په مذهب د عاشقۍ ديدن حرام دے
يا زما په باب ليکونه د بېلتون دي
له بدبخته خپل ښائست راپورې اور شۀ
د هوسۍ غوندې مې شپې په مېږتون دي
ستا جفا زما وفا به افسانې شي
خونړۍ سترګې دې نورې په لمسون دي
دا په څۀ ګناه دې بيا يمه نيولې
تا وعدې خو د وفا کړې پرون دي
هيڅ پړاؤ ئې د ټيکاؤ رامعلوم نۀ شۀ
د دې ژوند قافلې وګوره په يون دي
چې په خپله برخه صبر قناعت کړي
هم د هغې خلقو زړونه په سکون دي
پرېوتل، ختل د ژوند يو کشمکش دے
ډېر پرېوتي، کۀ په عقل افلاطون دي
د اخلاص بوټے ئې ووېستۀ له وېخه
شپه په ورځ مې ارمانونه په لټون دي
کۀ زما د عشق نشه په زېاتېدو ده
ساقي! ستا په جام کښې هم شراب افزون دي
ستا د ډېره ډېره جوره داسې کېږي
دا په سر کښې مې چپې چې د جنون دي
په غرض ئې هيڅ پوئ نۀ شوم رنځورانو
چې جوړ کړي ئې د کوم مرض معجون دي
خپله ګټه چې خوروي په نورو خلقو
داسې اورم دا خويونه د پښتون دي
زۀ س ب ب د زړګي حال ووايم چا ته
بس قلم کاغذ همراز مې د مضمون دي
ستا د عشق حرفونه تور نۀ دي ګلګون دي
په مذهب د عاشقۍ ديدن حرام دے
يا زما په باب ليکونه د بېلتون دي
له بدبخته خپل ښائست راپورې اور شۀ
د هوسۍ غوندې مې شپې په مېږتون دي
ستا جفا زما وفا به افسانې شي
خونړۍ سترګې دې نورې په لمسون دي
دا په څۀ ګناه دې بيا يمه نيولې
تا وعدې خو د وفا کړې پرون دي
هيڅ پړاؤ ئې د ټيکاؤ رامعلوم نۀ شۀ
د دې ژوند قافلې وګوره په يون دي
چې په خپله برخه صبر قناعت کړي
هم د هغې خلقو زړونه په سکون دي
پرېوتل، ختل د ژوند يو کشمکش دے
ډېر پرېوتي، کۀ په عقل افلاطون دي
د اخلاص بوټے ئې ووېستۀ له وېخه
شپه په ورځ مې ارمانونه په لټون دي
کۀ زما د عشق نشه په زېاتېدو ده
ساقي! ستا په جام کښې هم شراب افزون دي
ستا د ډېره ډېره جوره داسې کېږي
دا په سر کښې مې چپې چې د جنون دي
په غرض ئې هيڅ پوئ نۀ شوم رنځورانو
چې جوړ کړي ئې د کوم مرض معجون دي
خپله ګټه چې خوروي په نورو خلقو
داسې اورم دا خويونه د پښتون دي
زۀ س ب ب د زړګي حال ووايم چا ته
بس قلم کاغذ همراز مې د مضمون دي
