Announcement

Collapse
No announcement yet.

When you are Sixty .........

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • When you are Sixty .........

    ډاکټر همايون هما
    چې دَ شپيتؤ شی ـ ـ ـ ـ ـ

    هسې خو چا نه دی وئيلی چې د شپيتؤ شی نو د ويشتو شی ـ خبره په معاشره کښې د مشرانو د مقام او عزت روانه وه يو ملګری پکښې دَ خپلوان قيصه وکړه ـ داسې اوګڼئ چې دغه ئې دَ تر بور قيصه وه ـ دغې تربور ته دَ ژوند ټولې خوشحالۍ او ټيس ټپاس دَ هغه د پلار دَ محنت او ګټې په وجه تر لاسه شوی دی ـ
    قيصه داسې وشوه چې کله دَ هغه دَ پلار ناجوړتيا لوکوټې اوږده شوه نو يوه ورځ هغه له ډيره غصه ورغله او دَ ناجوړه پلار په وړاندې لګيا شو ـ ـ ـ ـ ـ ـ خو وار اوکړئ دا خو به زۀ د ليک په ورسته کښې تاسو ته وايم ـ وړومبے تمهيد خو او تړم ـ اوس تاسو نه څه پړده، وړومبے به هډو خپله قيصه درته وکړم ـ ډَ تيرو درې کلونو نه زۀ هم په سرکاری کاغذونو کښې دَ مشرۍ په اوچت منصب فائز شوے يم ـ فکر مې کوؤ چې دا مشری هم دَ هغې لوے خداے څومره لويه ورکړه ده ـ دَ مرتبې پته راته هله ولګيده کله چې سرکار زما دَ سرکاری ملازمت نه دَ فارغيدو حکم نامه جاري کړه او زما دَ بزرګۍ په کاغذ ئې مهر اولګوۀ ـ اوس زۀ دَ خداے په فضل کور په بهر ښۀ سنديافته مشر يم او زما سره هغه سلوک کيږی کوم چې سکندر اعظم راجه پورس سره کړے وۀ ـ يعنې ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ راجدهانی ئي ترې واخسته او هغه ئي خوار و زار ژوندے پرېښودۀ ـ
    هسې خو دَ مشرۍ بې شميره فائدې دی خو دَ دې کومه سمدستی فائده چې ماته وِشه هغه دا ده چې زما دَ کور بنديانو دا کوشش شروع کړو چې ما کښې دَ خود اعتمادۍ او دَ خپل مدد پخپله جذبه ژوندئ پاتې شی ـ هغوی غواړی چې زۀ دې خپل هر کار په خپله کوم او دَ چا لاس ته نۀ ګورم ـ مثلا دَ زوړ عمر او دَ مشرۍ وړومبۍ نښه دَ لاس دَ ګوزن باوجود دا دی زۀ خپل پرتوغاښ په خپله اچوم ـ خپلې څپلۍ پخپله پالش کؤم چې ډوډۍ وخورم نو لوخی دې پخپله باورچی خانې ته ورسوم او په خپله مې ووينځل نو دَ دې سيلف سروس په وجه به زۀ نور هم دروند ښکاره شم ـ دَ شپې په کټ کښې دَ غزيدو نه وړاندې دَ کور لوئې دروازې ته جرنده وهل، دَ غسلخانې او دَ برانډې سيوا ئي بلبونه مړه کول، زما دَ مشرۍ په فرائضو کښې شامِل دی ـ کله نا کله دَ کور بنديان غم ښادۍ له هم ځی ـ زما په کونډو هر وخت دړدونه وی او زۀ دَ خپلې کونټۍ سره په ګاډی کښې يواځې په سيټ لوکو ټې خور ور کښينم او ټوخيږم ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ

    دَ خراشکی دَ پاره دَ ګاډی ښيښه هم هر وخت ښکته بره کول وی، چې نور خلق پرې تنګيږی او تکليف ورته رسی نو دَ دې مسئلې حل دَ کور دَ بنديانو سره دادے چې هغوی ما ډبو سره دَ څوکيدارۍ دَ پاره کور کښې پريږدی ځکه چې دَ کور بنديانو ته ډبو زما نه زيات نزدے کورنے سپے دے ـ وړومبے خو دا خبره وه چې زما دَ وينا نه بغير چا سترګه نه شوه رپولې ـ سم دَ ټول کور چيف ايګزيکټيو وم. مجال وۀ چې په باورچی خانه کښې چا زما دَ اجازت نه بغير انغرے بل کړے وے ـ غسلخانو ته تلو دَ پاره به ئي هم زما نه اجازت غوښتو ـ په کټوۍ کښي مالګه څومره پکار ده او چائې څومره خوږه کړو ـ دا تپوس به مانه کيدلو دَ روزانه اخلی پخلی مينو به ما جاری کولو ـ دَ ټيليويژن پروګرامونه به زما په مرضۍ کتلے شو ـ خو دَ پنشنی کيدو او دَ مشرۍ په چوکۍ دَ ناستے نه پس اوس زما دا ذمه وارۍ او فرائض تر ډير حده اخوا دې خوا کړے شوې دی ـ هډو پرونۍ خبره درته کوم ـ ما يوه څپلۍ په پښو کړه او بلې پسې دَ کټ لاندې ننوتے وم، هلته چې مې بيا نۀ مونده نو دَ تمبې شاته مې لټوله ـ زما نمسۍ ځلا خانم وئيل ګنې زۀ دَ هغې سره پټ پټونے کوم ـ وړاندې ورستو ئي رانه منډې شروع کړې نور خلق زما خوا له ځکه نه راتلل چې هغوی زما په دې ورزش کښې مداخلت نۀ کولو ـ خدايه څه خواږۀ وختونۀ وو ـ په دسترخوان به ناستې نه بغير کورم نيمګړے وۀ ـ وړومبۍ نوړۍ به ما ماتوله بيا به نورو ډوډۍ ته لاس کولواوس زۀ ډوډۍ پسې په خپله په باورچی خانه کښې لاس تپوم ـ لوخی کړنګوم ـ بيا هم چې څوک راته پام ؤ نه کړی نو دَ خپلې لوږې په چغه اعلان وکړم ـ پاتې شوه دَ کور نه دَ بهر خبره نو هغلته هم زه باقاعده مشر شوے يم ـ په جومات کښي ملا پسې جوخت شاته کښينم ـ زما نه څوک زيات مشر چې جومات ته رانۀ شی نو بيا اقامت هم زۀ کوم ـ وړمه ورځ په ژوند کښي مې په وړومبی ځل بانګ هم ووې ـ دَ خپل ملازمت په دوران کښې زۀ خپلې تنخوا پسې چرته پخپله بنک ته نه يم تلے خو چک به مې وليکلو او تنخوا بۀ کورته چا راؤړه ـ
    اوس زۀ هره مياشت بنک ته ځم او کونټۍ په لاس نورو پنشنيانو سره په اوږد قطار کښې ولاړپه ټوخو سر يم ـ زما لاس کښې چک نه وی ـ يوه تصديق نامه چي زۀ دَ دې مياشتې په ورستی ورځ ژوندے وم ـ نو ځکه دَ تيرې مياشتې پنشن راله راکړئ ـ نۀ پوهيږم چې سرکار زمونږ پنشنيانو مرګ ته ولې دومره سخت په انتظار وی ـ چې هره مياشت زمونږ نه دَ ژوند سرټيفيکټ غواړی ـ دا جوړ ځکه چې زمونږ په معاشره کښي دَ مشرانو سره کوم سلوک کيږی دَ هغې په وجه دَ هغوی مرګ دَ ژوند نه زيات يقينی شوے وی ـ خو زۀ وائيم هر مشر او هر پنشنی ته تر هغې دَ ژوند حق حاصل دے تر کومې چې خداے دَ هغه د پاره ساګانې ليکلی دی ـ اوس که زما دَ ملګری تربور څوک چې دَ پلار په ګټه وټه مزې کوی دَ خپل مرګی حال پلار دَ کټ سر ته ودريږی او چغه کړی دا ـ ـ ـ ـ ـ ـ مری هم نا نو دَ ځوی په وينا دَ دغې مشر د ژوند مزې دَ وخت نه وړاندی خو ونۀ شليد و خو ولې زما دَ قلم څوکه په دغه ځاے کښې دَ هغې ټکی ليکلو نه وړاندې ضرور ماته شوه کوم چې دغې ځوی خپل پلار ته وئيلے وۀ ـ خو خير زما پوخ يقين دے چې دغه ټکی به راتلونکی وختونو کښې دَ هغه ځوے هم هغه ته ضرور وائي ـ
    ***



    The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
    Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.
Working...
X