Announcement

Collapse
No announcement yet.

ساقي ــــ افسانه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ساقي ــــ افسانه

    ساقي ــــ افسانه
    تاج رحيم


    شراب خانے ته په داسے اعتماد ننوتم لکه چه ځه د دے ځائي پخوانے ګاهک يم ـ لا د زور بزنس وخت نه وه ـ يو دوه کسان ناست وؤ ـ ما زړه کښي ځان سره اوے چه ډير په ښه وخت راغلم ـ ما ګنړه ګوره نه خوښوله ـ دَ هالی وؤډ ايکټرانو پشان د کاؤنټر مخے ته په هغے اوچت سټول باندے کوږ غوندے کيناستلم او مخ مي بلے ډ ډے ته داسے واړؤ لکه چه دلته ډير په قلاره د ناستے عادت يم ـ يوه کار کونکی زنانه د شاته ور نه کاؤنټر ته ځما خواله له راغله او په تپوس شوه-
    May I help you sir
    ( ستاسو څه خدمت اوکړم)
    او چه ما مخ د هغے پله اوګرزؤ نو ځما په ليدو لکه چه هغه د بجلئي جټکے او وهله ـ
    “ تاسو دلته سر؟ ”
    او د هغے په ليدو مي آواز په مرئي کښي اونښت ـ

    دلته په ټورا نټو ( کينيډا ) کښي يو لوئي جما ت وه ـ اوس خو پکښي بلا جماتونه دی ـ هغه وخت يو دوه وؤ- په دے ښار کښي اوسيدونکی مسلمانان به د جمعے مونز له دلته را ټوليد ل او د يو بل سره به ميل ملا پ، اشنائي او دوستی جوړيدله ـ دا جمات په دے ښار، او دے ماحول کښي حجره هم وه او د عبادت ځائے هم وه ـ د مونز نه پس به خلک بهر را اوتلو او جمات مخے ته په لان کښي به ګپ شپ د پاره ډير ساعت ولاړ وۀ ـ او هم دا ځائے وه چه نوی نوی خلکو سره به اشنائي او پيژنګلو جوړيدله

    ځه چه دے وطن ته په مائګريشن راغلم نو په يو لا فرم (د وکيلانو کمپنئ) کښي نوکر شوم او ورسره مي د ټورانټو يونيورسټئ نه په لا (قانون) کښي د ماسټر ډګری هم مکمل کړه ـ بيا درے کاله پس هم په دے فرم کښي پارټنر شوم ـ او ځما کاروباری پوزيشن هم ډير ښه شو نو د خلکو سره ميل ملا پ هم ډير ضروری وؤ ـ ځما کوشش وه چه اوچته سوساټئي کښي خپل سرکل جوړ کړم ـ چه نه صرف ځما د سوشل ژوند د پاره مناسب وی ، د کاروبار د پاره هم فا ئيده مند وی
    د جمات يو ډائريکټر سره مي اشنائي جوړه کړے وه او د هغه په ذريعه مي د ښه خلکو سره اشنائي پيداکوله ـ د جما ت دا ډائريکټړ د لبنان عربی وه ـ ابوالقا سم ئي نوم وه او د فرنيچر دوه غټ غټ سټورونه ئي وؤ ـ ښه موړ سړے وه ـ او د دے ځائے سيا ست کښي ئ هم عمل دخل لرلو ډيرو غټو غټو خلکو سره ئي ناسته ولاړه وه ـ کله کله به ئ د جمعے خطبه هم ورکوله ـ د اسلام باره کښي ئ ډير علم لرلو او ښه اوچت عالم ګنړلے شو ـ کله به په ټيليويژن که اسلامی پروګرام يا بحث مباحثه وه نو دے به پکښي شريک وه ـ د ده په ذريعه مي د اکبر خان، شجاعت علی،
    ابو بکراو پيرسيد قربان علی شاه سره پيژنګلو شوے وه ـ او ځمونږ د شپږو کسانو د ګپ شپ يو ښه سرکل جوړ شوے وه ـ
    اکبر خان د افغانستان نه راغلے وه ـ ښه سم کاروباری سړے وه ـ دَ قالينو هول سيل کاروبار کښي وه ـ قالينونه به ئي د ايران، افغانستان، پاکستان، او ترکی نه امپورټ کول ـ ډير لوئ وير هاؤس ئ وه او د سامان نه به هر وختے ډک وه ـ دغه د څلويښتو کالو په عمر به وه ـ ډير نيک او مونزګذاره سړے وه ـ هر وخت به ئے تسبيح په لاس کښي وے ـ جمات له به ئ بلا ډالرے په چنده کښي ورکولے ـ د سکول نه پس ئ نور تعليم نه وه کړے خو جنرل نالج ئ ښه لرلو او د خبرو اترو ډير تيز وه چا به اندازه نشوه لګولے چه دے ډير تعليم يافته نه دے ـ
    شجاعت علی د پاکستان سفارت خانے کښي لوړ افسر وه او د ټورنټو دفترمشر وه ـ په عمر دے هم د څلويښتو کالو به وه ـ ډير ګپی سړے وه ـ د شيعه فرقے وه ـ او د مذهب په معاملو کښي ئ خيالات ډير ښه او مناسب لرل ـ تعصب ئ بالکل نه لرلو ـ هغه وخت شيعانو جدا جمات نه لرلو ځمونږ سره به ئي په يو ځائے مونزاو اختر کولوـ هغه وخت دلته د ملانو پلټنے نه وے راغلے نو فرقه پرستی نه وه ـ ټول په ډير امن او رور ولئ اوسيد ل ـ
    ابو بکر د سعودی عرب نه وه ـ ډاکټر وه ـ دلته د اعلا تعليم د پاره په سرکاری خرچ راغلے وه ـ د سعودی حکومت نه به ورته بلا پيسے ميلاؤيدے که دلته ئ کار کؤلے نو دومره ئ نشوے ګټلے ـ دلته د اوسيدو په غرض چي يو کورس به ئي ختم شو نو څه بل به ئ شروع کړو او په دے چل دے د شپږ اته کالو دلته ډيره وه ـ د پيسو کمے ورته نه وه ـ جما ت له به ئ هم د سعودی حکومت نه هر کال بلا پيسے راؤړلے ــ د مونز اودس ډير پابند وه خودَ نورو پشان به ئ اوږده مونزونه نه کول ـ ده به هم لکه د اکبر خان پشان هر وختے تسبيح په لاس کښي نيولے وے ځمونږ سره به ئ ټوقے ټقالے او ګپ هم لګولو او د تسبيح دانے به ئ هم شميرلے ـ وړه ګيره ئ لکه نورو سعوديانو پشان پريښے وه ـ ډير نيک او خدا ترس سړے وه ـ ځمونږ سرکل کښي ښه فِټ وه ـ
    پير سيد قربان علی شاه د پنجاب د يو اوچتے پير خانے مشر وه ـ او هلته قومي اسمبلئ کښي ممبر هم وه په عمر دغه ځمونږ خواؤ شا کښي وه ـ ډير ګپی او خوش مزاجه طبيعت مالک وه ـ ډيرے مزيدارے ټوقے به ئ اورولے ـ په پنجاب کښي ئ بے شماره مريدان لرل ـ مريدان به ئ ديدار ته ترسيدل اوکه چا به ورسره يو ځل په ژوند کښي لاس ملاؤ کړو نو هغه مريد به ځان ډير خوش قسمته ګنړلو ـ چه اسمبلی به په سيشن کښي وه نو به ورله لاړو او بيا به واپس راغےـ وئيل به ئي چه پاکستان ګورنمنټ راله دومره ټی آے ډی اے او پيسے راکوی چه تاسو دلته ټول کال کښي نه شئ ګټلےـ ما ترِ يو ځل تپوس اوکړو چه ته اسمبلئ کښي څه کوے نو جواب ئ راکړو چه هغه مخے ته پروت ټيبل ډبؤم نور څه کؤم ـ بال بچ ئ دلته سا تلے وه چه دا ځائے سکولونو کښي تعليم ښه دے او مفت هم دے ـ په کال کښي به يوے هفتے نيمے له د عرس په وخت پاکستان ته تلو چه دغه هم د ګټے وخت وه ـ چه پاکستان ته به لاړو نو هر وخت به ئ تسبيح په لاس کښي ساتله ـ تر دے چه په اسمبلئ کښي به ناست وه او ميز به ئ ډبولو نو هم به ئ تسبيح د لاسه نه پريښوده ـ او چه دلته به راغے نو تسبيح به ئ په المارئ کښي بند کړه ـ وئيل به ئي چه کله کله خدائ له هم چټی ورکول پکار دی ـ هر وخت ئي تنګول نه دی ښه ـ
    دا وطن اوس ځما د پاره پره دے نه وه ـ ځمونږ د دوستانو په کښي د ا يو ډير بے تکلفه ګروپ وه ورستو ياران دوستان رانه اوس ټول هير شوی وه ـ شروع شروع کښي چه يو ځل نيم وطن ته تلے ؤم نو چاله مي چي څه نه وؤ وړی نو هغوئ خو ياری په هغه وخت ختم کړه او که
    چا له مي څه وړی وؤ نو هغوئ به تپوس اوکړو چه ښه بيا به کله راځے ـ او ځما د بل ځل راتلو پورے پخپله ځما ملاقات له بيا راښکاره نه شول ـ او دلته ځمونږ د يارانو دے ګروپ به په هر جمعه دَ مونزنه پس په ټم هارټن ريسټورانټ کښي ده يو دوه ګينټوناسته کوله ، ګپ شپ ، ټوقے ټقالے به موکولے او بلا کافی به مو سکله ـ او د دنيا په ښه بدو به مو بلا بحث اوکړو - او هر يو به ښه زړه تش کړو ـ
    ځه دے ګروپ ته دَ ټولو نه ورستو راغلے ؤم ـ ځما نه سيوا د دے ټولو مخکښي نه د يو بل کره تلل راتلل وؤ ـ او کله کله به ئي پارټيانے هم کولے - دا ړومبے ځل وه چه ابوالقاسم صيب ما له، سره د بچو او ټبر خپل کور ته پارټئ کښي دعوت راکړو ـ مونږ ټول خوشحاله خوشحاله دغے پارټئي کښي شريک شولو ـ ډيره ښه درنه ډوډئي ئي کړے وه ـ بلا څيزونه په خوراک کښي وؤ چه مونږ ورسره بلد نه وؤ ـ خو ډيره مزه ئ اوکړه او مونږ ډير په شوق خوراک اوکړو ـ ماشومان خو ډير زيات خوشحاله وؤ چه نور ماشومان ئي لوبو له بيا موندل او اشنائي ورسره جوړه کړه ـ ځه په ډائننګ روم کښي لا په ټيبل ناست ؤم او زنانؤؤ ځه د ځان سره په خبرو مشغول کړے ؤم او پوهه هم نه شوم چه ټول نارينه چرته غيب شول ـ څه وخت چه ما محسوس کړه چه ځه يوازے د زنانوؤ په مجلس کښي ناست يم نو ما ايسته اورته اوکتل يو نارينه مي هم او نه ليدلو ـ ما وے ګنے دوئي ټول بهر ټم هارټن ته تلی دی او ځه ئي د زنانوؤ سره په خبرو مصروف پرښودلم ـ په دے کښي ځما مشره لورچه د لسو کالو وه، د مور خوا له لاړه او په غوږ کښي ئي ورته څه اوئيل ـ ټبر راته اشاره اوکړه چه پاسه ځو ـ ما ورته اوے چه ولے ستړے شوے ـ هغے بيا اوے ، پاسه چه زو- ما ورته اوے صبر اوکه چه نارينه راشی نو اجازت ترِ واخلو ـ نو هغے لږ په سخته اوے ـ استری بندول رانه هير شوی دی هسے نه چه څه نقصان اوشی ـ ځه بے زړه پاسيدم او د ابولقاسم صيب ټبر ته مي معذرت اوکړو او اجازت مي ترِ واخستلو او را اوتلو او په ټوله لار په موټر کښي غلی چپ کور ته راغلو ـ ده ټبر په دے حرکت راله ډيره غصه راغلے وه ـ آخر مي خله پرانستله ـ
    “ د محفل څه آداب وی ـ ته دهيڅ خبرے خيال نه ساتے ، چي څه دِ زړه له راشی هغه کوے ”
    “ ته په څه پوهه نه شوے ؟ ”
    “ څه مطلب، په څه پوهه نشوم ؟ ”
    “ د لسو کالو لور دِ پوهه شوه او ته په څه پوهه نه شوے ؟ ”
    “ په بوسو کښي اوبه ولے بيائي ـ سمه سپا خبره ولے نه کوے ”
    “ ستا دغه دوستان په بله کمره کښي ناست وؤ سکل ئي ”
    “ دا ته څه وائي ؟ ”
    “ دے لور چي دِ څه ليدلی هغه درته وائيم ”
    “ داسے نشی کيدے ـ وړه ده ـ خطا شوے به وی ”
    “ پخپله ترِ تپوس اوکړه ”
    ما لور ته غږ کړو“ دا مور دِ څه وائي؟ ”
    “ رشتيا وائي کنه ”
    “ ته څنګه پوهه شوے چي هغوئي سکل، بل څه لکه شربت ، کوک يا سيون اپ ئي نه سکل ؟ ”
    “ ډيډی! ته تر اوسه د خپل غرونوکلی کښي اوسيږے ـ په هغے بوئن او ډډوزو خو بندۀ د لرے نه پوهه شی ”
    ځه چپ شوم ـ په خپلو بچو مي پوره يقين دے چي دوئي چرے دروغ نه وائي او نه د ځانه په چا
    هسے الزام لږوی ـ بل خوا دا ټول نيک، او مونزګزاره مسلمانان دی ،عالمان دی، خطبے ورکوی، خپل قيمتی وخت د جمات په خذمت کښي تيروی ـ نه! داسے نشی کيدے ـ لور مي د لسو کالو ماشومه ده ـ څه پوهيږی، خطا شوے ده ـ دے خبرو ځه ډير پريشانه کړم ـ ځه ئ لکه چه دوه ټوټے کړم ـ په کومه ټوټه يقين اوکړم ـ که تپوس کول غواړم نو د چا نه اوکړم ـ دا پنځه واړه هلته وؤ ـ ېو ځه پکښي نه ؤم ناست ـ دَ ځان نه تپوس کوم نو مازغه مي چنګ ونګ شی ـ که دے پنځؤ کښي دَ يو نه مي هم تپوس اوکړو نو راته به وائي چه خوب دِ اوليدلو که مازغه دِ بے ځايه شوی دی ـ نو څه جواب به ورکؤم ـ
    ټوله هفته په دے غم کښي ورک پروت ؤم ـ کور مي هم دَ هر چا سره خبرے بندے کړے وے ـ ټبر راته درے څلور ځله اوے چه ولے دِ ځان په پَرَدو غمونو غمژن کړے دے ـ ورک ئي که ـ خدائ له به هغوئ خپل جواب پخپله ورکوی ـ خو ځما دماغ دَ کرلو ريبلو نه قلاريدل ـ
    آخر تر کومی! پنځلس شل ورځے پس مي دماغ لږ يخ شول ـ دا دوه جمعے د مونز د پاره جمات ته هم لا نه ړم ـ په دريمه جمعه لاړم ـ د مونز نه پس مي بهر په لان کښي د دے پنځه واړو سره مخه اولګيده ـ په تپوس شو چه څه چل وه ـ ښکاری بيمار شوے وے ـ رنګ دِ زيړ شوے دے ما ورته هم په مړی غوندے زړه اوے چه طبيعت مي لږ سم نه وه ـ او بيا دوئي اوے راځئ چه ټم هارټن کښي کينو ګپ شپ به هلته لګوؤ ـ يو زړه راته وے ورته وايه چه ستاسو منافقانو سره نوره ناسته ولاړه نشم کولے ، بل زړه راته وے چه نه، مخکښي ځان حقيقت ته خو اورسوه ـ بيا څه فيصله کوه ـ په ټم هارټن کښي څه ساعت ناستے نه پس ما ورته اوے ـ
    “ ستاسو ټولو نه يو تپوس کؤم ـ دَ ابوالقاسم صيب کره د پارټئ په ورځ تاسو ځه د ښځو سره په خبرو پريښودم او پخپله په بله کمره کښي مو څه محفل ګرم کړے وه ؟ ”
    ځما په دے تپوس ټول په خندا شول ـ پير صيب اوے“ مونږه ځکه د ځان سره شامل نه کړے چه
    ستا کور والا تا سره وؤ ، هسے نه چه هغوئي بد اوګنړی او تاله کور کښي مصيبت جوړ نشی” ـ
    اکبر خان اوے“ يار خپه کيږه مه ـ څه ورځو له ځما کره پارټی ده خو کور والا او بچی د مه راوله ـ ما ډير قيمتی او پخوانے مال جمع کړے دے - دومره به درباندے اوسکؤم چه ټولے ګلے به دِ هيرے شی ”
    شجاعت علی ورپسے اوے“ دا پټان سړے دے ـ چرے ئي سکلی نه دی نو په آسانه به سکی هم نه، او که په سکلو راغے نو بيا ئي تاسو ودرولے نشئ ”
    ابو بکر اوے“ ځه چه ورستے وطن ته لاړ شم نو شرابو ته په ډډه هډو نه ګورم ـ دلته د دوستانو محفل کښي لږ ډير زړه خوشحاله کړو ”
    ابوالقاسم اوے“ د دے ځائے د خلکو پشان، سکل ځمونږ دَ ژوند حصه نه ده ـ خو هر وختے د ملاتوب نه د بنده زړه ستړے شی نو د فرار د پاره يو ګوټ دوه بد نه وی ”
    په خپلو غوږومي يقين نه راتلو چه دا څه اؤرم ـ په ټول وجود مي اور بل وه - زړه راته وے ، پاڅه او چي څه د په خله راځی ورته واؤروه ـ خو هيڅ مي او نوے ـ راپاسيدم او مي ورته دومره اوے چه طبيعت مي سم نه دے ـ کورته ځم ـ
    شجاعت علی راباندے آواز اوکړو“ ما نه وے، پټان سړے دے ـ ځمونږ دا خبرے ئي خوښے نه شوے ”
    ځه بهر رااوتم ـ خپل موټر کښي کيناستلم ـ اود شجا عت علی په خبرو لږ سوچ کښي پريوتم چه دے ولے د پټان په نوم طنز کوی ـ چه پټان سړے دے چرے ئي سکلی نه دی ـ
    “ دا دے يوازے داسے شرابی راغلے دے چه په پټانانو طنز کوی ـ (ځمونږ د پښتنو مازغه ځنے وخت اولټه شی ـ او دغه وخت ځما مازغه هم اولټه شوی وه) ـ صبر که ده ته به اوښائيم چه په سکلو کښي دے دَ پټان دَ بچی برابر هم نه دے ”-
    يو کلو ميټر به تلے ؤم چه ده يو شراب خانے سائن مي په نظر شو ـ موټر مي پارکنګ لاټ ته دننه کړو ـ کوز شوم ترِ، د يرے يرے مي ايسته اورته اوکتل چه څوک راته ګوری خو نه ـ بيا مي زړه کښي د ځان سره اوے، دلته څوک چا ته ګوری ـ او شراب خانے ته په داسے اعتماد ننوتم لکه چه ځه د دے ځائي پخوانے ګاهک يم ـ لا د بزنس زور نه وه ـ يو دوه کسان ناست وؤ ما زړه کښي ځان سره اوے چه ډير په ښه وخت راغلم ـ ما ګنړه ګوره نه خوښوله ـ د هالی ووډ د ايکټرانو پشان د کاؤنټر مخے ته په هغے اوچت سټول باندے کوږ غوندے کيناستلم او مخ مي بلے ډ ډے ته داسے واړؤ لکه چه دلته ډير په قلاره د ناستے عادت يم ـ يوه کار کونکی زنانه د شاته ور نه کاؤنټر ته ځما خواله له راغله او په تپوس شوه ـ
    (ستاسو څه خذمت اوکړم )“ May I help you sir!”
    او چه ما مخ د هغے پله اوګرزؤ نو ځما په ليدو لکه چه هغه د بجلئي جټکے او وهله ـ “ تاسو دلته سر؟ ”
    او د هغے په ليدو ځما آواز ځما مرئي کښي اونښتـ

    دا مسز جيمز وه ځما کلائينټ ـ لږے ورځے مخکښي د دے د وراثت کيس ما اخستے وه ـ کيس لا په عدالت کښي وه خو تر ډير حده پورے دَ ګټے فيصلے ته نزدے وه ـ او مسز جيمزپه دے سلسله کښي يو څو ځله ځما آفس ته راغلے وه ـ او ځما سره ئي ښه پيژندګلو جوړه شوے وه ـ
    خاوند ئي لږه موده شوے مړ وه ـ دوه ځامن او يوه لور ئي وه ـ يو ځل دے ځما نه تپوس کړے وه چه د شرابو باره کښي څه رائے لرم نو ما ورله جواب ورکړے وه
    “ ګوره بی بی ځه مسلمان يم ـ شراب سکل خو يو خوا ، د شراب خانے په خوا تيريدل راته هم ګناه ښکاری ” ـ ـ ځه اوس پوهه شوم چه دے د خپل کار په باره کښي ځه خبرولم خو چه ځما په عقيده پوهه شوه نو بيا ئي چرے په دغه ټا پک خبره نه وه چيړلے ـ او ځه هم د دے د کار باره کښي لا علم پاتے شوم ـ
    ځه ئي د سټول نه پاسولم او شاته خپل آفس ته ئے بوتلم ـ راته ئے اووئيل چه اوس دلته په قلاره کينه ـ ښه يخ د کوک ګلاس ئ راوغوختلو ـ او بيا ځما نه په تپوس شوه
    “کور کښي دِ ټول خير دے ؟ دَ بچو يا ټبر سره دِ په څه خبره اختلاف خو نه دے پيدا شوے ؟ ”
    “ نه ـ کور ټول خير دے ”
    “ نو بيا کومے جذبے شراب خانے ته راوستلے؟ ”
    ما ورته ټوله قيصه د اول نه تر آخره پورے اوکړه ـ
    “ ته خو ډير پوهه او تعليم يافته ئي ـ خو ډير ساده هم ئي ـ ساده بنديان د زړه نه ډير پاک او مخلص وی ـ او دا اخلاص د هغه لويه کمزوری وی - ډير زر په هر چا اعتماد کوی ـ او کله چه په اصليت پوهه شی نو زړه ئي مات شی ـ او بيا د زړه ماتی د جوړولو د پاره شراب خانے ته راشی
    شراب په زړه پرهر نه ږدی نور ئي زخمی کوی او دا زخم دومره غټ شی چه سړے د دين دنيا
    نه اوزی او شرابو د نشے داسے غلام شی چه خپل مال دولت، پيسه ټکه، کور بار، بال بچ، عزت او صحت ، هر څه دے غلامئ کښي او بيلی ـ او بيا يوه ورځ د سړک په غاړه لا وارثه مړ پروت وی ـ که يقين دِ نه رازی نو د ډاؤن ټاؤن خواؤ شا آبادی ته لاړ شه نو هلته بلا ژوندی مړی به په ګرزيدو او غورزيدو او وينے ”
    “ ما ليدلی دی ”
    او ماته هغه وخت راياد شو چه اول ځل د ټورانټو په اير پورټ د جهاز نه کوز شوم او ډاؤن ټاؤن کښي يو دوه ورځے په يو هوټل کښي ايسار شوم ـ پوخ اوسيدو له راغلے ؤم په هوټل کښي خو نه شوم پاتے کيدلے ـ هيڅوک اشنا مي نه وه چه راسره ئي په ځائے کتلو کښي مدد کړے وے ـ نو پخپله يوازے د ځائے په لټون او وتلم ـ د ډاؤن ټاؤن سره خوا کښي آبادئ ته لاړم او هلته مي خلک اوليدو نو ډير مايوسه شوم ـ ځما خيا ل ؤو چه د کينيډا خلک به ښکلے او صحت مند وی په تصويرونو کښي چه کوم خلک مي ليدلے وه دا خو هغه نه دی ـ د کينيډے سفارت خانے راسه جوړ دوکه اوکړه ـ ښکلی، صحت مند او خوشحاله خلکو تصويرونه ئے راته اوخو ول او دلته د مړو ملک ته ئي راوليږلو ـ دا مړی څه چه ډير بد شکله خلک دے ـ زړه کښي مي ځان سره اوے چه تښته د دے ملک نه ـ د اوسيدو ځائے نه دے- د جهاز واپسی ټکټ اخلم او د دے مړو د ملک نه سمدستی اوزم ـ هوټل ته واپس لاړم او هغه بابو چه په کاؤنټر باندے ولاړ وه هغه نه مي تپوس اوکړو چه ته د کوم وطن نه راغلے ئے ـ ته خو سم انسان ښکارے او دا د کنيډے خلک! د
    خدائ په امان! دا خو خالص شادوګان دی ـ نو هغه ځما په خبره پورے اوخندل ـ وے ئے
    “ ته د بمانو علاقے ته لاړے ”ـ
    ما ورته اوے“ بمان څه مطلب ؟ ”
    “شرابيان ـ ګورنمنټ ورله د ويلفير پيسے ورکوی او څه وخت چه چيک واخلی نيغ پب ته زی او په يو ورځ کښي د ټولے مياشتے خرچه اوسکی ” ـ که اوسيدو ځائے ګورے نو په دغه ډډه بيا لاړ نشے ـ

    مسز جيمز راته اوے“ اوشوه ! تا سو د بمانو سره ليده کاته کړی دی - داسے ژوند له دلته راغلی ئي ؟ ”ـ
    “توبه اوباسه! ”
    “ نو څنګه يو جام درله راؤغواړم ـ سکے ؟ ” هغے په خندا اوے
    “ که ځان له ئے راغواړے نو راؤغواړه ”
    “ ځه د دے شراب خانے د ټولو نه کاميابه منيجره يم ـ او ځما د کاميابئ راز دا دے ، چه ما په خپل ژوند کښي چرے نه دی سکلی ”
    “ دا خو دِ ډيره عجيبه خبره اوکړه ”
    “ که ستاسو ياد وی ما ستاسو نه د شرابو باره کښي د رائے تپوس کړے وه ـ او تاسو ماته څه جواب راکړے وه ؟ ”
    “ څه جواب مي درکړے وه ؟ ”
    “ تاسو وئيل چه ‘ ګوره بی بی ځه مسلمان يم ـ شراب سکل خو يو خوا ، د شراب خانے په خوا تيريدل راته هم ګناه ښکاری ’ ـ ستا دغے جواب، ځما په نظر کښي ، ستاسو عزت دومره زيات او
    ا وچت کړو چه زړه راته وے کاش! ته ځمونږ پوپ وے ”
    “ پوپ ؟ ”
    “ ځه رومن کيتولک يم او پوپ ځمونږ د پاره د خدائ نه پس د ټولو نه اوچته هستی ده ـ ته مسلمان ئي او دَ مسلمان د پاره شراب سکل منع دی تر دے چي د شراب خانے کتل ورته ګنا ښکاری ـ دا اسلام څومره ښکلے مذهب دے ـ او ستا دے مسلمان
    دوستانو د سکلو شوق کول څومره سپکه او د شرم خبره ده او تا خو يو ګناه اوکړو چه شراب خانے ته راننوتے ـ که توبه اوباسے نو خدائ به درله دا ګناه معاف کړی - او که د خپل دين عزت دِ اوساتلو او مخکښي دِ بل قدم وانخستلو نو د دے جزا به درله دومره درکړی چه په حساب به ئ ته پوهه نشے ـ نوره ستا خوښه ده ”
    ما چه سترګے اوچتے کړے او دهغے سترګو او بيا تندی ته مي اوکتل نو دَ ميخانے د دے ساقی په تندی چه مي د اسلام کومه ځلا اوليدله هغه ځلا مي دِ اسلامي ملکونو په زمکه، په جماتونو، دَ عالِمانو په مخ، او د مسلمانانو په محفل کښي چرته نه وه ليدلے ـ
    او چه يو مياشت پس کرسمس راغے نو ما د محمد پِکتال د قرآن ترجمه او د امام غزالی د انګريزئ ترجمه نه The Alchemy of Happiness
    يو ښائسته ښکلی ريپنګ کاغذ چا پيره کړلو اودَ مسز جيمز نوم مي په اوليکلو او هغے شراب خانے له روان شوم چرته چي هغے کار کَولوـ يو ځل مي خيال کښي دا خبره راغله چه قرآن شراب خانے ته وړل؟ سر له مي يو څنډ ورکړو چه “ خدائ په خپل کارونو ښه پوهيږی ”
    او پب ته ننوتم او د مسز جيمز آفس ته لاړم هغه موجود نه وه په ميز مي ورته د تحفے بنډ ل کيښود- او را واپس شوم ـ
    د کرسمس نه دوه ورځ مخکښي دَ جسټس وزير يو خط راغے په هغے کښي ئي د ليګل ايډ وائيزرمستقل پوسټ پيشکش وه ـ ډيره اوچته تنخواه وه او بلا د نورو فائدو ذکر وه پکښي ـ ما د الله د ډډے لوئے نعمت اوګنړلو ـ کور مو صلاح اوکړه او په جنورئ کښي مونږ آټاوا ته کډه اوکړه ـ هلته واؤرے او ساړه ډير وؤ خو مزے هم ډيرے وے ـ بلا کاله مو هلته تير کړل چه ريټا ئر شوم نو بچوواپس ټورانټو ته دَ راتلو ضد اوکړو ـ هغوئي ټول دلته مخکښي نه سيټ شوی وؤ ـ ټول په خپل خپل کور وؤ او له خيره خدائ ورله په کاروبار کښي ډير برکت اچولے وه ـ هغو ته مي نزدے د ښار نارت ايسټ کښي په يو ښکلی بلډنګ کښي ځان ته يو ښه ارت فليټ واخستلو ـ
    دَ يو کلو ميټر نه کمه فاصله باندے يو ډير ښکلے او لوئے جما ت جوړ شوے دے ـ دا جمات دَ ګيانا نه راغلی مسلمانانو جوړ کړے دے ـ دا خلک ډير ښه سوچه مسلمانان دی ـ دوئي کښي د پاکستاني مسلمانانو پشان مذهبی تعصب او فرقه پرستی نشته ـ او د پيسو معامله کښي د لوئے زړه خلک دے ـ جمات له ئ يو اته ايکړه زمکه په ښه وخت کښي اخستے وه ـ دَ ګاډو پارکنګ ئ هم په دوه ايکړو کښي دے ـ چه دلته د بل يو جمات سره دومره لوئے ځائے نشته ـ او د جمات بلډنګ ساده خو دومر لوئے دے چه په هره جمعه پکښي دوه نيم زره مانزيان په آسانه ځا ئيږی ـ او په اختر خو د پنځه زرو نه زيات خلک مانزه له جمع کيږی ـ او ملان ئي هم ځمونږ د ملايانو پشان نه دی ـ د دين او د نيا دواړه علمو ډيره ښه پوهه لری ـ او د جمعے خطبے ئ د تشے د جنت دوزخ د خبرو نه ډکے نه وی ـ اوسنی وخت ، او حالاتو سره ښه سمے لری ـ او دَ ځلمی کول دَ تربيت دَ پاره ډير ښه پروګرامونه کوی دے جمعے له چه مونږ ښځه خاوند جمات ته اورسيدو نو د ټولو نه شاته صف کښي مي ځائے بيا موندلو او خطبه په ختميد و وه ـ بيا ملا صيب اعلان اوکړو چه دَ کنيډ ے يو خاندان اسلام راؤړو له دلته موجود دی او کلمه به وائي ـ تر هغے تاسو ټول ناست اوسئي ـ او بيا د خطيب مخے ته دا خاندان راغے او اودريدلوـ دے کښي څلور زنانه وے دوه نارينه او دوه ماشومان وؤ چه يو ماشوم د شپږو او بل د څلورو کا لو وه ـ د ټولو خطيب ته مخه وه او مونږ ته شا وه ـ خطيب ورته ډيره په قلاره قلاره کلمه اوے او بيا ئ ورله امبارکی ورکړه - خطيب بيا اعلان اوکړو چه د ا نه صرف د دے جما ت بلکه د ټول ټورانټو ښا ربلکه ممکن ده چه ټولے کينيډا په تاريخ کښي ړومبئ واقعه ده چه د يو خاندان اته کسانو په يو وخت په جمع اسلام قبول کړو ـ او په جواب کښي د الله اکبر داسے نعره اوچته شوه چه دَ جمات بلډنګ په اوخوزيد ـ د مانزه نه پس نارينه او زنانه د دے خاندان نه چاپيره شول هر چا ورته امبارکی ورکوله ، نارينه د نارينؤ نه غاړه وتل او زنانه د زنانؤ نه غاړه وتل ـ ځه په شاته صف کښي وم ـ ما وے چه څوک به تشے امبارکئ د پاره په انتظار ولاړ وی ـ نو بهر را اوتم لږ ساعت پس راپسے ټبر راغله او وئيل ئ
    “ په تا څه تا دی ده ـ لږ صبر اوکړه چه ګنړه خوره شی نو مونږ به هم دے خوش نصيب خاندان له امبارکی ورکړو ”ـ
    ډير ساعت پس چه ګنړه لږه شوه نو مونږ دواړه د ميمبر خوا له لاړو ـ دَ دواړو نارينؤ سره مي لاس ملاؤ کړه امبارکی مي ورته ورکړه ـ هغه مشره زنانه ځما دَ ټبر سره ولاړه وه ـ ځه ورته هم نزدے شوم چه امبارکی ورکړم ـ چه مي سترګے په پريوتے نو خله مي وازه پاتے شوه ـ د هغے آواز مي تر غوږو شو“ تاسو دلته سر! ”
    “دا ته ئے مسز جيمز! ” ځما د خلے په حيران تيا اوختل ـ چه مي او پيژندله دا خو د ميخانے هغه منيجره وه ـ
    او چه دَ حيران تيا نه لږ په هوش کښي راغلم نو دَ هغے خبرے مي په غوږو شوے ـ
    “ دا دواړه ځما ځامن دی ـ مشر چارټرډ اکاؤټنټ دے ـ او کشر په ائر کنيډا کښي وائس پريذ يډ نټ دے ـ دا دواړه ځما انګيندے دی ـ دا ماشومان ځما نمسی دی ـ او دا ځما کشره لور ده او په يو لا فرم کښي وکيله ده ـ دا ټول ځما خاندان دی ـ او دا ټول برکت د کرسمس دَ هغے تحفے دے کومه چه تاسو ځما په ميز پر يښے وه ”

    او ما چه د اسلام کومه ځلا د هغے په تندی په ميخانے کښي ليد لے وه ـ نن هغه رنړا په ټول جمات کښي هر خوا ته په ځلا وه ـ

    ********

  • #2
    دغه افسانې په ما داسې تاثير وکړو چې غريو ونيولم او سترګې مې را ډکې شوے....زبردست


    زه نن سبا د پښتو افسانې نه ګورم ځکه چې زمونږ د خپل ماحول دي او خپل ماحول راته ټول معلوم دے نو نوې شې پکښې نه وي


    ستاسو(درويش د دي فورم معزز ممبر) په افسانو کښې خوند ځکه وي چې د خپل او پردي ماحول امتزاج وي پکښي.
    بين الاقوامي ادب په صنف کښي ئې ودرولې شو.
    دومره خائيسته افسانه ده چې زه ئې په دې وئيلو مجبور کړم چې د دې نه خائيسته افسانه ما په پښتو ادب کښې نه ده لوستلې....اوس هم راباندې يو تاثر خور دے...

    ډير لوئي سبق دے پکښې
    ډير خائيسته...ماشاالله

    Comment

    Working...
    X