Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ډاکټر نثار احمد صمد "د قرآن سره مرکه" نوم®

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ډاکټر نثار احمد صمد "د قرآن سره مرکه" نوم®

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (اروپا)
    ليک : لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد
    نېټه : ٧ / ٦ / ١٣٩٠ | 2011-08-29

    "هو ، زه صرف یو بندی کتاب یم ، یوازی یم او د حسرت اوښکی تویوم . زه نه پوهیږم چی چا ته وژاړم ؟! ګورﺉ ، اوس خو څه نسم کولای ، مګر د قیامت په ورځ به پر تاسو هر یوه شاهد سم او خپل مصنف او مؤلف ته به فریاد وکړم چی ستا دغه او هغه بنده زما سره پورتني ظلمونه او چمونه کړي دي . آیا پوهیږﺉ چی لوی الله به څه درسره وکړی ؟ زما به غور او ستاسی به جور په برخه وی . تاسی دا فکر قطعأ مه کوﺉ چی الله ولی د خپلو ګناهونو سزا همدا اوس نه درکوی . داسی نه ده بلکی الله مهلت درکړی دی او دا هر څه درته ساتی . که یې په دې دنیا کی چا ته سزا ورکولای نو د مځکی پر مخ به نن هیڅوک هم نه وای بچ سوی ( النحل : ۶۱ ) . ګورﺉ ، خدای ښه پیژنیً خو اطاعت یې نه کوﺉ ، ما د بلبل غوندی تلاوت کوﺉ خو عمل نه کوﺉ ، دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسیً ، نو واورﺉ : دنیا چی خوښوﺉ آخرت مو هیروﺉ ، مخلوق چی خوښوﺉ خالق مو هیروﺉ ، ما چی ښکلوﺉ شا راګرځوﺉ... خو اوس لا هم وختی دی ، د شیطانی وسوسو او طاغوتی فتنو څخه را وګرځیً . دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! د دې لپاره چی ناوخته سوی نه وی ، په ځانونو کی ژور او اساسی بدلون راوړﺉ او تر څو چی داسی ونکړﺉ ، الله مو روان حالت نه بدلوی ( الرعد ـ ۱۱ ) ." د بشپړ متن لپاره د لاندیني فهرست څخه استفاده وکړئ !

    د کتاب پېژندنه :

    ************************************

    د کتاب نوم : د قرآن سره مرکه

    لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

    کمپوز : په خپله لیکوال

    د پښتۍ طرحه او انلاین چاري : مختار احمد احسان - د لراوبر کتابتون - www.Larawbar.com
Working...
X