ما له بلها خپلو خپلوانو اورېدلي داسې
زۀ چې ايله وم دَ خړپوسو، ښائسته وم دومره
مور به له ويرې ما له سترګې تورولې نۀ شوې
خوئېندو به ما ته سپېلني لوګي كول او پلار مې
د هر مُلا نه تعويذونه او ساختونه راوړل
اوس چې په غور ځان ته ګورم هم هغه ماشوم يم
چې به مې مور دَ نظرونو نه پناه ساتلم
دَ څومره زړونو، نظرونو دشمنۍ مې ګله
په بيعه واخستې، چې زۀ او تۀ يوه نامه شو
خو دا ارمان لكه ازغے مې په زړګي كښې ښخ چې
مور مې هغه ده، خوئېندې هم هغه خو خدائے زده ولې؟
چا ته هم ياد نۀ دي چې مونږ ته سپېلني لوګي كړي

Comment