Announcement

Collapse
No announcement yet.

زما سترګې تا سره ګاڼه پرتې دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زما سترګې تا سره ګاڼه پرتې دي

    زما سترګې تا سره ګاڼه پرتې دي

    تا ته پته شته؟
    زۀ ډېر څۀ ليدل غواړم
    خو زما سترګې تاسره ګاڼه پرتې دي
    زۀ غواړم چې سپوږمۍ دومره دَ نزدې نه
    ووينم چې دَ يو بل په اوږو سرونه كېږدو
    او دَ يو بل دَ ساه ګانو ازلي او ابدي تنهائي
    محسوس كړو
    او داسې مو غريو ونيسي
    لكه چې ډېر نزدے عزيز مو مړ وي

    زۀ داسې خوبونه ليدل غواړم
    چې دَ هغو دَ تعبير دَ پوښتلو دَپاره دَ يوسف
    حاجت نۀ پېښېږي
    خو زما سترګې تا سره ګاڼه پرتې دي

    زۀ غواړم چې دَ دنيا دَ دې سر نه واخله
    تر هغه سره دَ رڼا ګانو قافلې ووينم
    او دَ ژوند دَ علامتونو په پل پل كېږدم
    زۀ غواړم چې دَ خپل دور دَ هر سقراط
    توري دَ سترګو رانجۀ كړم
    زۀ غواړم چې دَ انقلابيانو دَ مياندو دَ
    مخونو په هر يو ګونجي كښې ژوند ته دَ بقا وركولو
    حوصلې ووينم
    خو زما سترګې تا سره ګاڼه پرتې دي

    ټول عمر څوك دَ يادونو او اميدونو په وېنو خوړلې
    امسا اداڼه ورديدے شي
    زما سترګې ځان سره امانت وساته
    كيدے شي يوه ورځ ما خپل خواهشونه فتح كړي
    او زۀ خپل لاسونه٬ خپل جېبونه
    او خپله لمن ستا په وړاندې وڅنډم
    او خپلې سترګې درنه واپس وغواړم

    (دَ رياض تسينم دَ "چندڼ" نه ماخوذ)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    ووينم چې دَ يو بل په اوږو سرونه كېږدو
    .

    wei weiiiiiiiiiiiiiiiiii .......................dar khkuley
    تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سائله
    د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی

    Comment

    Working...
    X