Announcement

Collapse
No announcement yet.

my favourite poem

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • my favourite poem

    غږ ترغوږو
    خوار خو خوار دے سفېد پوش دے کۀ نادار دے
    کـۀ محكوم د حكـمــران يا د ســركـار دے
    مــزارع دے کـۀ هـــاري د زمينــدار دے
    مدرس دے کـۀ د علـم طـلـب ګـار دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    تـل ولاړ چـې انســانيـت چــرتـه پـه دار دے
    **********
    كارنـده دے کـۀ كان كن دے کـۀ معمـاردے
    تاپېـړے دے کـۀ جـلـۍ دے کـۀ خـركار دے
    کـۀ باغوان دے کـۀ باغبان دے کـۀ ماليـار دے
    کۀ په سـرو غـرمو وريت شوے دياړي مـار دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    درُست عالم چــرتـه پـه غم باندې سنګسار دے
    **********
    چې قـانــون و عــدالـت چــرتـه پـامــال دے
    چې نظـام چــرتـه د جبــر ســره سيـال دے
    چې ظالــم چــرتـه د ظلــم پـه كـمــال دے
    چې وجـود د هـرغـريب چــرتـه يـو سـوال دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چــرتـه خــر ســره اسبـابــه چې حـلال دے
    **********
    چــرتـه حـق خبــره كـُـفـــر دے ګـنـــاه ده
    چــرتـه جـهـــل جـهـــالــت لـويــه انـا ده
    چــرتـه ســا اغسـتـو پـاره هـم ســزا ده
    چــرتـه ګـرانې ګوټ اوبـۀ وينـه وېـړيـا ده
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چـرتـه ژونـد دے په سكينـدو په شونـډو سا ده

    چـرتـه آه د خلـې وستل هـم لـوې جُـرم دے
    چـرتـه خُـونـې بې ډيؤو دي خـور مـاتـم دے
    چـرتـه قتـلـوغـارت عـام لارو كښې غـم دے
    چــرتـه قـهــــر را وريـــږي جـهــنـم دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چـرتـه رُوح دے پـه نېــزو جســم قـلــم دے
    **********
    چــرتـه پـاٸي ښــامــاران پـه وينـو زوؤ
    د مسكـينــو يتيــمـــانـــو د مـظـلـــومــو
    چــرتـه زېـب پـا پـېـــزار دے د حــاكـمــو
    د بېـكـســو كـنــډو رونــډو د ســرمنـــو
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چــرتـه مــړي چـې لــوغــړيــږي بـې كـفـنــو
    **********
    دلـتــه عشـق د مــال و زرو تـر جنـون دے
    د چــا ســر د ډېـره غـمــه پـه زنګــون دے
    څـوك بـرهـنــه عيـاشـۍ كښې په سكـون دے
    پـه چــا هــره شـپــه د قهــر ده شبخـُون دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چــرتـه خلـؤ بـانـدې تـالـې مـانـع ژړون دے
    **********
    هــر وګــړے د اولـس دلـتــه نـاښــاد دے
    لــوې مجــرم دلـتــه هـر جـُرم تـه آزاد دے
    هــرحـاكـم دلـتــه فـرعـون نمرود شــداد دے
    د هـر ظـلـمـه دے ورتـېــره لـوې جــلاد دے
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چـرتـه وازه د ګـور خلـه ده ښـار برباد دے
    **********
    پـه دا حـال مـې د زړۂ ويـنـې تـر لـېمـو شي
    درونــد غُـبــار تـرېنـه چاپېـر د اسـوېـلـو شي
    ټول وجـود پـه سـوزېـدو شي پـه لـمبـو شي
    حوصـلـې شي واړه ختمـې پـه جـذبـو شي
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چــرتـه غـم تـه لېـونـي پـه ګـډېــدو شـي
    **********
    بـس تـر كـومــه بـه د حشــر دا مېـدان وي
    تــُور نظــام د بـربـريـت اؤ د حېـوان وي
    ژوبـل ژوبـل د پښـو لانـدې بـه انســان وي
    مېنـدې خوېنـدې بـه پـه ويـر بانـدې نـالان وي
    زﮤ د هـغـــه نـاپـُرســانـه ښــار بـاشـنــد يـم
    چـرتـه مـرګ اؤ ژونـد همېش پـه امتحـان وي
    **********
    حال خو بـدحال دے مستقبل روښانًـول غواړم
    د جبـر نـُوخے اے ملګـرو را وېستـل غـواړم
    د ماتم شپـه نـوي سحـر كښې بـدلول غواړم
    نوې رڼـا د صـبـاؤن ښكاره كـول غواړم


    my favourite poem
Working...
X