Announcement

Collapse
No announcement yet.

موسم د پسرلي دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • موسم د پسرلي دي

    [b]
    موسم د پسرلي دی ولې زه پرې نه پوهیږم
    پر ما باد طوفان دی
    ستم د زمانې له لاسه ورځ په ورځ زېړېږم
    په برخه مې خزان دی
    موسم د پسرلي دی په وطن بوی دجنت دی
    خوږ زړه چې په کلاړ وي
    بې درد به ځي میلو ته په درد مندو جوړ قيامت دی
    چې ما غوندې بیمار وي
    خندل د هغه مشره سره څه مناسبت دی
    چې قامې خوار زار وي
    ګلان ټول په خندا دي زه له ډېر غمه ژړېږم
    په مخ مې رود روان دی
    نن جوړ دي په ګلشن کې سرودونه د توتيانو
    موسم دی د ګلونو
    زما له غوږ نه وځي زګیروی د ماشومانو
    چې مړه دي په بمونو
    په چا وژاړم خدايه چې زما په عزيزانو
    اوربل دی د ظلمونو
    خالقه دې دنيا عدل و انصاف ته حيرانېږم
    دا څه رنګ جهان دی
    نه عدل نه انصاف شته دا د مخې د سيسې دي
    مظلوم لپاره چل دی
    نه ښه شته نه ښه والی خود ښو خلکو پیښې دي
    چې ښه يې بولې غل دی
    ظاهر کې سرقو ګورئ نخرې دي
    پټ زهر ښکاره عسل دی
    ښه واوره ريا کاره په فرېب دې نه غولیږم
    په منځ کې د شيطان دی
    راپورته نباتاتو کړل له خاورو نه سرونه
    د ښه ژوند سلسله ده
    پر ما د استعمار پراته د واورو انبارونه
    هم هاغسې څله ده
    زما د ژوندانه باغچه ګۍ نه نيسي ګلونه
    را پېښه کشاله ده
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

  • #2
    wow niazi is a pashtun..........NOT REAL ONE

    Comment


    • #3
      Ofcours this coming from Gravedigger S/O كفن كش who support Talib jee ,can't speak a word of pakhto and speak Farsi at home sure I'm not pakhtun . you خر
      ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

      Comment


      • #4
        ^
        you are very wrong

        congratulations

        Comment

        Working...
        X