
راشئ وګورئ زما د قام ګلونه
مړاوي خړ پړ تنده غري زېړ مخونه
لوږو تندو ، بم باردو دي غوڅ کړي
لکه غوڅ شي ښاپېرو نه وزرونه
د هغو غټانو زهر د خوراک شي
چــې څوک نه اوري د نهرو اوازونه
د بڼيا بچي مزې کاندي خوشال دي
زما اوږي بچي غواړي خيراتونه
چا چې وران زما د خاورو ګټو کور کړو
رب دې وران کاندي د هغو محلونه


Comment