زما د زړۀ په کور دې ور نۀ لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نۀ لګي
ما کۀ څوک وژني لاس ئې نۀ هم نۀ نيسم
زما په يو حالت کښې شر نۀ لګي
ستا په راتلو شم له ديدنه محروم
له خوشحالۍ نه مې نظر نۀ لګي
هغه دهقغان يم کۀ له لوږې مرمه
بغېر له مينې مې بل کر نۀ لګي
ستا د وعدو د ونې سېوري ته ناست
ګرمي د هجر ده خو نمر نۀ لګي
پېغلې په بڼ د اديرو بندې شوې
پکښې مېلې اوس د اختر نۀ لګي
په بړق خندا دې داسې پورته کړله
د مينې پښې په سمه غر نۀ لګي
د زړۀ سودا په ګودر څنګه وکړم؟
لنډے بازار په مازيګر نۀ لګي
ګرانه مجرم د زمانې کۀ شومه
خو انسانان مې لر او بر نۀ لګي
*********
چې دې خوله په اننګي پرېوته
يخه څله مې په زړګي پرېوته
د چا خيالونو په ګودر لاهو کړه
ستړې ستومانه په منګي پرېوته
ځار دې له دا رنګې دروغو شمه
چې دې وعدو کښې دو رنګي پرېوته
ستا د څنګل په اډاڼه ودرېده
ګني زما خو زندګي پرېوته
د بې نيازۍ رنګ دې راخور کړه په ما
زما له ذوقه بندګي پرېوته
مرګ دے کۀ دا مې دے عروج د ژوندون
چې خاموشي مې په زبېرګي پرېوته
روغ ګرېوانونه او موسم د سپرلي
څومره جنون کښې بې ننګي پرېوته
زلفې رخسار دې مخامخ ودرېدل
جوړ د حبشي او فېرنګي پرېوته
دا د نفرت لويه دنيا کښې ګرانه
فراخه زړۀ کښې مې تنګي پرېوته
***********

Comment