Announcement

Collapse
No announcement yet.

da mor bahoo..pashto short story

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • da mor bahoo..pashto short story

    زم
    ا د مور باهو
    مزاحيه افسانه ــــــــ تاجرحيم
    په شکريه دمياشتيزي " ليکوال، پيښاور" د مئي2011 ګنړه

    ياد ګيرنه ! دا افسانه ، د مياشتيزي قند (مردان) په خصوصی ګنړه نومبر 1961 کښي چاپ شوې وه ـ مونږ لوستونکو ته په دې خيال وړاندی کوؤ چي پنځوس کاله وړاندې ليکلے شوې د دے افسانے په تناظر کښي دا اندازه ولګی چي په تيره نيمه پيړئ کښي د پښتو لنډے افسانے ، په تکنيکی او موضوعاتی لحاظ په وړاندے څه تګ کړے دے او که نه په ځائے ولاړه ده ـ اداره ليکوال

    په اکرم د چراغ دين ملا خبره ډيره بده اولږيده او سمدستی ئي ورله مرئ ته لاس کړو ـ
    " اشهدو لا - - - - لا-- -و اشهد - - - ان - - - - "
    چراغ دين ملا اورپيد، کلمه ئي شروع کړه او په شا شا روان شو ـ په يو لاس ئي پټکے نيولے وه او په بل لاس ئي پرانستے لنګ راټينګ کړے وه ـ
    ما چي د مهاجرو دے کوڅے کښي دا کواټر و اخستلو نو د ښځو او نارينؤ دا جګړے راباندے بدے اولګيدې ، خو ورسره بلد شوم ـ
    دوئي يو بل نه وهی، تر دے چي يو بل له ګوتے هم نه وروړی، يو بل ته کنځل هم نه کوی، ډير ښه خلک دے، يو بل ته پټاخے قدرته ټسوی ـ
    ما له د پټاخو دي ټسا خوند راکړو ـ چي د چا جنګ به شو ، نو زما ماته ګډه کرسئ به په کوڅه کښي وه، او زه به په لکه د مجسټريټ ناست ؤم - ډير په مزه مزه به مي د جنګ ننداره کوله ـ
    بيا يو ورځ اکرم راغے، اکرم زما د تره زوے دے ـ زما همزولے دے ، خو لاهور ته په ړومبی ځل راغلے وه، د دے خلکو په ژ او خوئي بوئي نه پوهيدوـ
    زما سره د اکرم لا دولس ګينټے نه وے پوره شوے چي په کوڅه کښي زوږ شو، " ما ته ښکاری جوړ د چا جنګ دے ؟" اکرم ماته او وئيل،" هؤ جنګ دے، ته دغه کرسئ د غوږه اونيسه او زه به دا کټ بهر ته کړم، په قلاره به کښينو او ننداره به کوؤ"ـ
    اکرم زما خبره خو ومنله ولے ماته ئي په داسے جوړ اوکتل لکه چي ما ورته دروغ وئيلی وی ـ زوږ زيات شو ، اکرم پاسيد، او ګڼي ته ئي منډه کړه، ما ورپسے هم منډه کړه ، چي منع ئي کړم، خو دے د ښځو مينځ له رسيدلے وه، او په پښتو کښي ورته څه زورنه اوکړه ـ
    د ښځو ژبے لکه چي چا قينچی کړے، هغوئي اکرم ته نيغ نيغ اوکتل،او بيا په ګړب ګړب ټولے دروازے پورے شوے ـ چراغ دين ملا اوټو خيدو، د جمات نه راکوز شو، زمونږ خوا له راغے ـ د دے کوڅے مينځ کښي يو چوک دے. په دے چوک کښي يو ورکوټے شان جمات دے، او چراغ دين ملا ئي امام دے ـ پخپله مهاجر دے، د مهاجرو په نفسياتو ډير ښه پوهيږی، او د ګواخ ډير مړنے دے ـ
    په کوڅه کښي چي د ښځو جنګ شی او جنګ ښه ګرم شی، نو چراغ دين ملا د جومات دروازے ته شی ، اوټوخيږی، پټکے په سر سم کړی، د لنګ بډه جوخته کړی او خلاصون له وړاندے شی ـ
    دا خلک بے اصوله او بے طريقے جګړه نه کوی، ډير په فنکارانه طريقے سره جنګيږی ـ او په دمه دمه خبرے کوی، بيا آوازپه ورو ورو اوچتيږی، او چي عروج ته او رسی نو چراغ دين ملا او ټوخيږی ـ دوئ يو بل ته بد رد نه وائي، د يوبل مړی د قبرونو نه نه را اوباسی ـ خو په خپلو پلارونو نيکونو ګلونه اچوی، د عِطرو بو تلے په تشوی ـ
    " يا د زانه او شرميږے، مونږ سره خله مه ګډوه، ستا غوندي سپک خلک نه يو، زمونږ خو ـ ـ ـ "
    او د پنو ښځه پرِ آواز اوکړی " لرے ککړے، سپک خو تاسو ئي، زما د پلار خو په ډلی کښي حويلئ وے، حويلئ ـ* ـ ـ! واؤره، مونږ څه داسي هغسي خلک نه يو ، ستا غوندي خوار پړک " ـ
    "ګوره ورته! چيندخے هم وزرے اوکړے، د بوپال د نواب خورزے ته خوار پړک وائي، خله د نه شرميږی، زما ماما خو اوس هم د بوپال نواب دے، نواب! وا د وريدل!" ـ
    " ما هم په سرو سپينو کښي لوبے کړی دی،او که اوس مي ماما خبر شو چي ځمونږ استوګڼه ستاسو غوندے شاخيلانو سره ده، نو اوس به راله په لاهور کښي حويلئ ودانه کړی ـ ليونئ ته مونږ څه پيژنے، مونږ خو سوچه راجپوت يو ـ سوچه ! د سوچه غوړو پشان سوچه راجپوت! وا د وريدل " ـ

    " خپله خله درته هم بده نه ښکاری، مغلو ته ته شاخيلان وائي، زه مغله يم، مغله ـ پوهه شوے، ستا غوندے د درغو راجپوته نه يم"ـ
    او چراغ دين ملا را اورسی، په دوئيم ځل او ټوخيږی او دواړه لاس اوچت کړی ـ " ښځو، اے ښځو ! لږ غلي شئ، هيڅ بے هيڅه مو زوږ جوړ کړے دےـ تاسو خدائ پخير کړه، ډيره بده خبره ده ـ الم کبر نه کوی، که سړے ډير موړ شی نو څه؟ د دنيا نه تش لاس زی - کبر ګناه دےـ ابليس په کبر د خپلے مرتبے نه ورتاؤ شو کنے ـ ـ ـ هډو ما ته اوګورئ، خدائ هر څه راکړی وؤ، د هغه مال وه، هغه واخست، زه کبر خو نه کؤم کنه ـ تاسو ښځے ئي کنه، او د ښځو عقل بزو خوړلے وی ـ زه د چا نه لاندے وم څه ؟ هر څه په پريوانه پريوانئ وه ـ ډلی کښي خو ځمونږ دومره لوئے محل وه چي مارغه به د يوے بلئ نه بلے ته الوت نو شل ځله به ئي دمه کوله او څلويښت ځله به ئي اوبه سکلے - لوئے والے خو ئي پريږده، دننه ديوالونه ئي د سپينو زرو د خښتو نه جوړ وه ـ او هغه هغه پالنګونه او تختونه پکښي پراته وؤ ، چه زه به ئي څه اووائيم ـ کبر ګناه دےکنے پښے او بازوګان ئي د سرو زرو او محرابونه ئي ملغلرو او قيمتی کانړو نه جوړ وؤ ـ او د چين په ريښمو بنړلی وه ـ خدائي دِ په نيکی مل شه، شير شاه سوری زما خپل نيکه وه ـ خپل سکه نيکه! که په دے کښي يو پوټے دروغ وی، نو خدائي مي دِ ړوند کونړ کړی، نو زما نيکه مونږ له ډيره ګټه کړے وه ـ مغل او راجپوت خو ورته خشاک ښکاريدل " هغه چي به ايسته اورته اوکتل نو ګنړه به خوره شوے وه ـ کوڅه به خوشے وه ـ دروازے به بندے وے ـ ده به سر اوګرؤ " ښځے دی کنه ښځے! او د ښځو عقل بزو خوړلے وی"ـ او جمات ته به روان شو
    په دغه ورځ چي چراغ دين ملا د جمات نه راکوز يده نو اکرم بےکړاؤ نه خلاصون کړے وه ـ هغه اکرم ته بد بد اوکتل، بيا ئي ورته خپل اسب نسب را پرانستو ـ او چي تر شير شاه سوری راورسيد نو اکرم مانه تپوس اوکړو، " دے څه اوتے بوتے وائي ؟"
    " دے وائي چي شير شاه سوری بادشاه زما نيکه وه "ما ورله جواب ورکړو ـ
    " شير شاه سوری ستا نيکه وه ؟" اکرم هغه نه په پښتو کښي تپوس اوکړو ـ ملا د هغه د خبرے مطلب ته اورسيدو او زر ئي جواب ورکړو "هؤ کنه! شير شاه سوری زما خپل نيکه وه ـ زه افغان يم کنه، او افغان ستاسو د پټانانو نه هم لوړ او دروند خلک دے"
    اکرم ماته داسے اوکتل لکه چي تپوس کوی چي دے بيا څه وائي، او ما ورته اوئيل " دے وائي چي تاسو پټانان دله ګان ئي، او مونږ مهاجر نران! "
    اکرم د غصے نه تک سور شو، د ملا مرئي ته ئي لاس کړو، ملا په شا شا په تيښته شو، غړپ شو، جمات ته ننوتو، او په ډز ئي دروازه پورے کړه ـ

    ځمونږ د کواټر د لائن په مخکښي يو بل لائين تلے وه، د هغے شا مونږ ته وه، او مخه بلے ډډے ته، د هر يو کواټر شاته کړکئي هم وے ـ زه چي به مازيګر د خپل کواټر مخے ته کښيناستلم نو مخامخ يو کړکئي به لر شوه، دوه تورے تورے سترګے به اوځليدے، شونډے به مسکئي شوے، ما به هم خپلے شونډے لږے بيرته کړے، بيا به هغے شا کړه او ما به تر ماښامه دوه اوږدو اوږدو کمسو ته کتل ـ
    دغه بوډئي د هغے مور وه، زما کواټر ته به راتله بچے، بچے به ئي راته کول، په دويمه دريمه ورځ به ئي راله د مرچکی ډک اينګولے هم راوړوـ
    " ته خو زما ځوے ئي،ستا نه څه باک ـ مغل او پټانان خو هسے هم سره خپل دی ـ او دا اينګولے کوثرے پوخ کړے دے ، خوږ دے کنه ؟ هؤ! خوږ به ولے نه وی، د هر څه داسے مړنئي ده چي، خو نن لږه جوړه نه وه، ما وے چي دارو درمل ورته راؤړم، خو پلار ئي کور نشته ـ زه هسے به سمه شی، پيغله جينئي ده، دا څه خبره ده ـ ـ ـ! " ـ زه به د هغے په خبرو کښي راغلم، د بکس نه به مي د پنځؤ روپو نوټ را اويستو ـ " ترور دا واخله او هغے له پرِ ـ ـ ـ" ـ نه نه ځويه دا څه کوے، زما دا مطلب خو نه وه " ـ
    " ته زما د مور په ځائي ئي، او هغه " ـ په سوچ کښي به پريوتم، چي هغه زما څه ده ـ
    " نه ځويه هغه خو جوړه ده، ته خپه کيږه مه، هسے لږه غوندے " ـ
    " دا واخله نوـ ـ ـ زه بيا ئي واپس کړۀ خو اوس ئي واخله" ـ او هغے به نوټ زما د لاسه واخستلو ـ
    " يره ځويه، ته په هره خبره ډير اغيړ کوے نو" ـ
    چي اکرم راغے نو کړکئي لر شوه او بنده شوه ـ
    د چا به چي جنګ شو نو په اکرم به وارخطائي راغله او ماته به ئي اووئيل ـ " سلطانَ "
    "هن "
    " چرته يو بل ژوبل نه کړی ؟"
    " سړيه ته په قلار شه، دوئي يو بل ته هيڅ هم نه وائي. ننداره ئي کوه " ـ
    او يو ورځ مونږ ننداره کوله- يو سړے د ديوال خوا کښي ولاړ وه، او بل د چنے شا ته، لګيا وؤ يو بل ته ئي خپلے پلارګنئي شميرلے، پټاخے ئي ټسولے -
    " سلطانَ" اکرم ماته اوےـ " دوئي يو بل وهی ولے نه؟ څه دله ګان دے، د تشو دارو ډزے ئي جوړے کړے دی" ـ
    د ديوال د خوا هغے سړی وسپنه په لاس رامنډه کړه اوچته اوچته کوله ئي او د چنے شا ته را اورسيدو ـ اکرم د ګواخ د پاره وړاندے شو، د اوسپنے خاوند د بل سړے نه دوه ګامے بيرته اودريدلو ـ او په زوره زوره لګيا شو ـ" نور څه غرض دِ نه دے، چي په دے اوسپنه درله سر مات کړم" ـ خو اوسپنه ئي اوچته نه کړه او هسے ئي زوږ جوړ کړو ـ
    اکرم ما ته اوکتل " هلکه! دا دله ګان څه کوی ؟ خدائي ګو يو تن ترنه را نيسم چي لږ ئي او ټغؤم " ـبيا ئي منډه کړه، يو ئي ټيل وهه، د اوسپنے خاوند له ئي سوک راپريښؤه، هغه منډه کړه او د کواټر بل سر له لاړ، او د هغے ځائي نه ئي آواز وکړوـ " خان! ستا په سر کښي هم جوړ وينه شوے ده ـ ته ما پيژنے نه؟ مغل يم مغل! د اکبر او شاه جان د نسب نه يم، زه دے او پيژندلم کنه ؟ زما پلار نيکه زمری لوبولی دی زمری، پوهه شوے، هغه کانے به درسره اوکړم چي !"ـ
    اکرم له قهر ورغے، منډه ئي کړه ورپسے ـ سړے لاړ، په کور ننوتو ـ په ډز ئي ور پورے کړو ـ اکرم د زان سره اوګوريد، " دله! دله لاړ نو په کور ننوتو " ـ
    دا د هغے جينئي پلار او د هغے بوډئي خاوند وه ـ بيا کړکئي لرے نه شوه -
    "هلکه اکرمَ! تا د هغے پلار اويرؤ، هغه اوس هډو کړکئي نه لرے کوی، سړيه موندلے ښکار دِ رانه خراب کړو " ـ
    اکرم يو شګلنے ګټے ته لاس کړو او د کړکئي نه ئي يو کړس اويستو،، کړکئي لرے شوه، دوه سترګے اوځليدے، او بيا کړکئي په ډز بند شوه ـ
    " خانه خرابه دا د. څه اوکړل ؟" ـ
    بيا کړکئي داسے بند شوله لکه چي چا په ميخونه ټک وهل، بوډئي بيا رانغله، اينګولے ئي را نه وړ،لور ئي ناجوړه نه شوه، او زما پنځه روپے زما په بکس کښي پاتے شوے ـ
    " هلکه اکرمه، د رسول روئي اومنه، چي بيا د چا ګواخ اونکړے"
    " سړيه، نو زه څه اوکږم، دا خلک چي په جنګ شی نو يو بل له ګوتے هم نه وروړی، او ماله قهر راشی، په جنګ کښي چي څوک ژوبل نشی، خوږ نشی، نو د هغے جنګ څه مزه، جنګ خو وايه د پښتنو !"
    اکرم به چي په کوڅه تيريدو، نو ګړب ګړب دروازے به بند شولے، بربنډ لغړ ماشومان به ايسته اورته اوتښتيدل، او اکرم به ماته په ډير فخر وئيل ـ
    "دا مغل او راجپوت مي درله داسے ويرولی دی، چي ما او وينی نو ټيزونه اچوی، تښتی، دروازے بندے کړے، ها ها ها ـ ـ ـ څنګه نو، منے که نه منے، ستا غوندے پنجابے نه يم، پښتون يم ، پښتون !"ـ
    يو ورځ ما د بدو اکرم دکان ته اوليږلو، څه ګورم چي دکاندار ئي د پښے نه نيولے په کوڅه کښي راکاږی ـ
    " اکرمه دا ولے؟"
    " ما ترِ سودا اوغوښته ، نو دے دله زر په زان پسے ور پورے کړو "
    چي اکرم به هلته وه، نو کوڅه به غلي غلي وه ـ ښځے به بهر ته نه راوتے، په شخړو ماشومان لکه چي بے تپوسه زيږيدلی وؤ، دغه شان بے تپوسه چرته ورک شول ـ
    چراغ دين ملا به د جمات نه نه را وتلو، چي بانګ به ئي وے نو کوڅے ته به ئي په کږو سترګو هم کتل، او چي اکرم به ئي اوليدلو نو آواز به ئي ډډ شو، مرئي به ئي اونښتله ـ
    د شپے وريځے تلے راتلے، کله به څاڅکی شو نو مونږ به کټونه دننه کړل، خو دننه به ګرمی وه، چي څاڅکی به اودريدل نو مونږ به بهر شو، ټوله شپه دغه چل وه، خوب مزه اونکړه ـ سحر نزدے وه چي آسمان شين شو، زما سترګے ورغلے وے چي دے که اکرم زه راويخ کړم " سلطانَ، يه هلکه سلطانَ. عزرائيل درله مرئ خپه کړے ده جوړ ؟"
    "څه چل دے؟"
    "سړيه! ايله مي سترګے پټے شوے چي د ملا بانګ راياد شو، داسے سپيره آواز ئي دے - او ته ګوره داسے په قلاره قلاره لګيا دے، هډو څوک ورته اوده نه ښکاری" ـ
    "لاړ شه مرئي ورله خپه کړه کنه ـ ماته څه وائي ـ"اکرم ، چراغ دين ملا ته غصه وه او زه اکرم ته ـ او زما سترګے بيا پټے شوے ـ
    چغے مي په غوږو شوے، راويښ شوم، د کټ په خوا مي دوه تنه په منډه تير شول، ما ورپسے هم د کټه اودنګل ـ " د ليونی ځويه، اکرمه اودريږه "
    چراغ دين ملا سر تر پښو بر بنډ وه، او د اکرم لاس د هغه ګيرے ته رسيدلے وي ـ
    " اشهد لا الا ـ*ـ ـ ـ ـ ـ " ما ملا خلاص کړو، هغه لکه د غشی په جمات ورسم شو، او په ډز ئي زان پسے ور پورے کړو ـ
    " کاپر دے سړو! ملا د څه دے، کاپر دے، سوچه کاپر ـ* ـ ـ په بربنډه لګيا وه بانګ ئي وے "
    " په بربنډه ؟ زه حيران غوندے شوم
    " خو يو لنګ قدرته ئي وهلے وه، ما ورته لاس کړو نو لنګ زما په لاس کښي پاتے شو، او ملا ترنه وخوئيدلو، يره خو " ـ او يو خيرن غوندے لنګ ئي زما لاس کښي راکړو ـ "دا ورله يوسه"ـ
    بيا ناڅاپه د جمات نه آواز راغے " الصلوۀ خيرم ـ ـ* ـ "
    " زه ! او د ليدو، دا ځل پری د شير شاه سوری ځوئي هډو بے لنګه راباندے کړل

  • #2


    اوس به په افسانه يا لنډه قيصه خبرې وکړو.


    خپل ځاني ئې ماله ډير خوند راکړو ځکه چې دا د هغه وخت د ژوند انځورګري ده. په کوم وخت چې دغه خلک تازه تازه د هندوستان نه راغلي وو.

    مونږ پښتنو د پاره د هغوئي د معاشرتي ژوند د ليدلو يوه نوې تجربه وه.

    ښاغلي مصنف په ډير ښکلي انداز کښې د هغوئي د ژوند خواږه او تراخه اړخونه څرګند کړي دي او د يو پښتون په نظر کښې ئې تجزيه کړي دي.

    ما ته په دې لنډه قيصه کښې د يو قوم د معاشرت او
    تاريخ ښکاره نندره ښوولې شوې ده او يقينا چې خوند مې ترې اخيستې دے.

    تاج رحيم صيب د نن نه پينځوس کاله وړاندې کوم چې د هغه عين د ځوانئ وخت دے او په هغۀ وخت کښې دومره پاخۀ ليکل يقينا چې د يو ستر اديب نښې نښانې څرګندوي.

    دا وو د هغه د دې پاسې لکنې په حکله زما رائې .
    د هغوئي تازه ليکنې زما د نظره نه دې تيرې شوي او که هغوئي په کاناډا کښې خپل ليکل د لاسه ورکړي وي نو زه به ډير په تاسف سره دا اوائيم چې مشر ښاغلي تاج رحيم صيب به د پښتو ژبې سره دا يو لوئي خيانت کړې وي .

    او مونږ به په دې وئيلو مجبور شو چې ښاغلي ليکوال به خپل ژوند په ارام او د سيوري لاندې تير کړې وي خو پښتو ژبه ئې د نمر ټکڼه غرمې ته ودرولې ده.
    په درنښت
    Last edited by Feroz Afridi; 07-22-2011, 10:47 AM.

    Comment


    • #3
      Muhtaram Anwar zeb da dey afsaney pa hakala leeki che:

      Da afsaana kho d pukhtano d mizaaj pora pora akkaasi kawi ao pa de ke mazah ao tanz pa domra khaista pairaya ke estemal kre de che khud bakhud pa shondo muska khwara shi. D pukhtoon khudayi khidmatgari ao har zai ke mudakhilat, kom che d da fitrat de, pa dair khkuli daol bian kre shwe de.

      Comment

      Working...
      X