زېرے
قلندر مومند
رحمانه ستا دَ پاک مزاره ځنې
دَ ازاريانو لږ خبر اخلم
چې دَ راحت ولې يې بند کړې په مونږ
دې جنتيانو نه کوثر اخلم
دا چې زمونږ په بره تګ خفه دي
اوس به دَ دوي ځنې وَزر اخلم
چې خوشحالو ته زمونږ نۀ شي کتے
دَ داسې سترګو نه نظر اخلم
چې يې دَ زړۀ په سر داغلے يمه
نن خو بس دوي پسې راغلے يمه
اے دَ پليدې سرمايې اُمته!
زمونږ وجود په تاسو بار ولې دے؟
چې دَ اولس ننګ و ناموس خرڅوي
په بې ننګۍ کښې درته عار ولې دے؟
په دې صحرا چې څوک ګلونه کري
هغه دَ ستاسو دَ زړۀ خار ولې دے؟
چې دَ نادار دَ درد دارو نۀ لرئ
بيا دَ عاجز په برخه دار ولې دے؟
نن دَ مزدور وروستۍ سلګۍ ولې دي؟
زمونږ په غاړه کښې پهانسۍ ولې دي؟
دَ ژوند همه خوشحالۍ تاسو سره
زمونږ دَپاره فقط غم پاتے دے
ستاسو اوچت اوچت ښائسته بامونه
زمونږ کېږدو لره يو بَم پاتے دے
ستاسو سنګين سره دَ جنګ دَپاره
زمونږ لاسونو کښې قلم پاتے دے
خو دَ فرېب دام کښې به نۀ ګېرېږي
دَ مظلومانو پښو کښې دَم پاتے دے
اوس لا زمونږ وجود کښې ساه غړېږي
لږ غوندې وار وکړه چې څۀ به کېږي
نمر خاتۀ راله نن څۀ راوړي دي
خبر يې دا دَ يو سحر زېرے دے
دَ غېرو زر په ننے سباؤن
زما دَ خېر او ستا دَ شر زېرے دے
ستاسو په مخ دَ اضطراب دا نخښې
دَ محنت کشو دَاختر زېرے دے
دَ سرمايې قافله ولېږدېده
اوس دَ غټانو دَ سفر زېرے دے
پل مو دے وړاندے برابر اخلو
اوس يې په سر دَ پنګه ور اخلو
رحمانه ستا دَ پاک مزاره ځنې
دَ ازاريانو لږ خبر اخلو

Comment