پرېشان خټک
پُښتو
پُښتو
زما وطنه نن دَ تا سره حساب کومه
خوَلې خوَلې ټوټې ټوټې زما زخمي وطنه
تورو تيارو دَ هندو بار کښې مې ډيوې بلې کړې
تۀ به مې پېژنې زۀ يم هغه غوري وطنه
دَ برصغير لرې ګوټونو پورې ورسېدم
هغه غلجے يم چې مې هند کښې زلزلې راوستې
لودي يم ما دَ مسلمان او دَ اسلام دَپاره
له کوهستانه مې دهلي ته قافلې راوستې
زما نظام سلطنت دُنيا حېرانه کړله
مياندې دې کښېني چې يو بل شېرشاه سُوري پېدا کا
په پاني پت کښې يې چې کُفر ته ملا ماله کړله
څوک دې مثال دَ ابدالي غوندې زمري پېدا کا
کله چې ما ته مسلمانو سترګې خړې کړلې
ګوذار مې وخوړ دَ بابر او دَ اورنګ دلاسه
نو نتيجه يې غلامي وه چې راوختله
تورې تيارې په هند خورې شوې دَ فيرنګ دَلاسه
په يو څو ورځو کښې دَ سرو ګورو حکم خور شۀ
دَ همالې له څوکې کوز تر کناټکه پورې
دا يو سېلاب وۀ چا يې بند بنا کولې نۀ شوه
شړک وۀ چې راغے له بنګاله تر اټکه پورې
خو بيا هم ما ورته په خلۀ کښې کوَرے واچولو
نۀ په کوهاټ کښې پاتے راغلم نۀ ټکر کښې وروستو
په هر قدم مې دَ سرو وينو اَمبېلې جوړې کړې
نۀ سپين تنګي کښې وروستو شوے نۀ خېبر کښې وروستو
دَ پښتونخوا هره کېږدۍ دَ ملاکنډ غاښے شۀ
وزيرستان کښې هرې ګټې مېوندونه جوړ کړل
لکه باړه يواځې زۀ په تيراه نۀ بهېدم
قيصه خانۍ کښې مې دَ سرو وينو رودونه جوړ کړل
بيا نۀ ډاکې کښې په شا لاړم نۀ واهګې کښې په شا
ما دَ سرونو په مينار درته کشمير جوړ کړو
څوک چې هغه ملامت بولي خُلې ئې نۀ کږېږي
چا چې په سرو وينو وطنه ستا تقدير جوړ کړو
هو زۀ پُښتو وايم مجرم يم زما ژبه پرېکړئ
څۀ وکړم مور زما په بله ژبه نۀ پوهېده
قسمت به څۀ کړم چې پېدا يې دَ پښتون کره کړم
دا دوزخي ژبه زما په برخه ورسېده
در په ديکه لکه يتيمه څوک دې ګټه نۀ کړي
پردو خندا درپورې وکړه خپلو اُوَرټلې
تۀ له پاڼکۍ وتلے غوز يې دَ بې ننګو پښتو
خلقو ته ګوره بې پُښتو ژبې يې وګټلې
ما په پُښتو کښې دَ پُښتو غندنې واورېدلې
دا ظالمان يې چې کنځي هم يې پُښتو کښې کنځي
دَ ځنکدن سلګۍ وهي نور پکښې څۀ پاتے دي
پښتانۀ ولې دا قېدي په ځولنو کښې کنځي
اخر پُښتو عالم په بده سترګې ولې ګوري
چې سر په تا مُدام بائيلي دَ هغه قام ژبه ده
ستا بُنيادونه نړوي چې څوک پُښتو ختموي
زما وطنه پُښتو بچ کړه دَ اسلام ژبه ده

Dier Kha after a long time
Comment