مونږ د يو بابا بچي يو پښتنو
ولې يو بل نه پردي يو پښتنو
دا مونږ چا په لر او بر کښې يو ويشلي
کوز خيلي او بر خيلې يو پښتنو
راشئ يو ځائي ملا تړلي شئ دښمن ته
ولي يو بل نه شکي يو پښتنو
يو ه مو ګټه يو تاوان او يو مو ننګ دے
مونږ د يوې خونې سړي يو پښتنو
مونږ د مټو په زور تل دے ځان ساتلے
خلک مړۀ او مونږ ژوندي يو پښتنو
مونږ عاصب د خپلې خاورې زغلولې
مونږه هغه شا ځلمي يو پښتنو
مونږ د ننګ په کار کښې سر کله ساتلے
مونږه تل سر په تلي يو پښتنو
مونږ مرګي ته په خندا ورغاړه ووځو
مونږه داسې ليوني يو پښتنو
حفاظت د خپلې خاورې شو کولې
په جهان کښي ميړني يو پښتنو
جاري...
_______________
جاري...


Comment