Announcement

Collapse
No announcement yet.

د مېرمن زېتون بانو ښکلے غزل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د مېرمن زېتون بانو ښکلے غزل

    يوه ښکلې شان څۀ داسې مرحله وه
    چې ستا مينه مې په غېږه کښې اوده وه

    ما وئيل جوړ منزل راغے چې کتل مې
    د ژوندون هومره اوږده لاره پرته وه

    کۀ دا مونږ شوه تر منزله رسولې
    نو بيا خېر وۀ کۀ هر څو لاره اوږده وه

    ژوند مې داسې يو غزل وۀ چې ما چاڼ کړو
    نۀ ئې مطلع، نۀ ئې مقطع نۀ ئې مصرعه وه

    چې مې پل د شاعرۍ په زمکه کېښود
    دا زما د ژوندون لويه حادثه وه

    کۀ مې سل واره د زړۀ دنيا رڼا کړه
    په مزار د ارمانونو مې تيارۀ وه

    ما وې لاړمه دنيا کړمه جوړ هېره
    خو قيصه د رسوايۍ مې لا توده وه

    د عزت پټکي ځوانانو ته په سر شو
    د بانو په برخه تشه لوپټه وه
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X