تاج رحيم
دَ پروفيسر صيب سره ځما ړومبے ملاقات دَ يو قران خوانئ په موقعه شوے ؤه - دے ځما خوا کښ اوده ناست ؤه. ما چه يوه سيپاره په څه ټګئ مګئ ختم کړه او بلے ته مِ لاس کولو نو ده ته م پام شو . دے په ډ يره مزه خرړے دو . په څنګل مه اووَهو . لږ غوندے م ويښ کړو " ګوره ټول خلق لګيا دے سيپارے لولی او ته د خوب په مزو پروت ئے . “ نو سترګے ئے لکه د نشئ نيمے پرانستے او په رو غوندے اوے لکه چه په خوب کښ ګنړ يګی " ما خپل سړی په سيپارو لوستلو اچولی دی ځما دَ پاره هغوئ لګيا دی کنه". او ځه ته چپ شوم
د پروفيسر مشره ښځه چرے په يو پرائيويټ کالج کښ پروفيسره وه بيا امريکے ته لاړه او هلته درے زله واده شوه خوڅه بچے مچے ئے او نه شو - او دَ يوسره ئے هم سمے او نه خوړ بيا واپس راغله او دَ آفتاب سره واده شوه ـ دے خو خوشے او وزګار ګرزيدو نو ځان سره ئے امريکے ته بوتلو . يو کال پس چه بيرته وطن ته راغے نو دَ ښځے هغه پروفيسري دَ آفتاب په نوم شوے وه . دَ ده آشنا خلق وائ چه ده لسم هم نه دے پاس کړے . او په نيو يارک کښ ټيکسی چلوی ـ يره که ټيکسي چلوی که ټرک- که پروفيسر دے که چپړاسی دے خو سړے ډير بختور دے
ځما د کور خوا کښ دوه پلاټونه خوشی پراته ؤوـ يو دَ پروفيسر صيب وه او بل خدائے خبر چه دچا وه ـ دا کال چه دَ امريکے نه راغے نو په خپل پلاټ ئ کور جوړ کړواو په پردی پلاټ جمات . ما تر تپوس اوکړو چه دا بل پلاټ د هم واغستلو نو جواب ئ راکړو چه جمات م په جوړ کړے دے ، ځان ته م کور خو نه دے جوړ کړے
ځه په دے آبادئ کښ د يو څو کالو راسے اوسم په ډيره ګرانه م دا وړوکے شان کور ځان له جوړ کړےدے يو ميل بيرته چونګئ کښ منشی يم ـ سرکاری تنخوا نه سيوا ځان له پکښ کميشن هم اوباسم ـ څه رانه انسپکټر اوسی او څه ما ته پاتے شی - ډير م زړه غواړی چه دا پروفيسر م مړ کړے او ځه دَ هغه په ځائے پروفيسر شوے - هر کال امريکے ته تلے او په واپسئ م هر کال نوے واده کولے
خلق وائ چه ده يو پنځه شپږ ودونه مخکښ هم کړی دی خو اولاد ئ دَ يوے نه هم نه دے شوے او دَ يو وارث دَ پاره هر کال چه را شی نو يو نوے واده کوی ـ څومره بختور سړے دے ـ هر کال نوے واده ، نوے ناوے ، دَ بچو دَ غمه خلاص ـ او يو ځه يم چه په ځوانئ کښ م په منشی توب ملا ټيټه شوے ده ـ نه م امريکه اوليده نه م بل واده اوشو اوځامن ! هر کال يو نوے ځوے ځما کره داسے راځی لکه چه دَ پروفيسر کره نوے ناوے - په ټول عمر کښ م يو واده کړے دےـ او ځما دا کمبخته ښځه دَ بچو چينه ده ـ دا خو کيدے شي چه پروفيسر يو کال بے واده پاتے شي خو ځما نوے ځوے په راتلو کښ ايسارتيا نه شی کولے ـ يوولس کالو کښ لس ځامن - بل کال چه پروفيسر دَ امريکے نه رازی نو ځما کور کښ به کرکټ ټيم مکمل شوے وی - ډير م ټبر ته اوے چه نيک بختے بريکونه لګوه خو هغے لکه چه بريکونه دَ پلارکره پريخودی وی ـ هر کال يو بچے راوړی اودَ ظالمے صحت داسے مضبوط دے چه مری هم نه - چه ما ته دَ بل واده چانس ملاؤ شی - که دا بچی راوړل په نارينه وے نو ځه به پوخوا خاؤرے شوےؤم -کله نا کله چه دَ بل واده خبره اوچيړم نو داسے په بدو بدو راته اوګوری " بل واده؟ ځما رونړه به دے هډوکی مات نه کی" د دي رونړه د خدائ مړه کړی چه د دي پيغور نه خلاص شم - دَ ځدائ په کارونو کښ هم څه انصاف نشته يو خوا پروفيسر دے چه ځوئ ته ئ په زيريدو عمر تير شو او هر کال نوے ناوے را واده کړی- بل خوا ځه يم دَ ځامنو لښکر راروان دے خو بل واده م په قسمت نشته
ځما د چم ګاونډ ښځو لکه چه يو کلب جوړ کړے وی دَ چا څخه نه ټيليفون شته او نه سيل فون، نه ټيليوژن، نه ريډيو خو يو ورځ کښ خدائ خبر څو څو ځله دَ دوئ ميټنګ وی او دَ ټولے دنيا سره سره د چم ګاونډ په هر خبر بحث مباحثه کيږی دَ پروفيسر صيب ودونه خو دَ دوئ دَ ټولو نه غوره موضوع وي
پروفيسر صيب نوے کور جوړ کړو ، نوے جمات ئ جوړ کړو په جمات کښ ئ يو ځلمے امام کيښود او بيا ئ د پنځلس کالويوه نوے ناوے راوَسته دا ټول کارونه ئ سر ته اورسول نو بيا امريکے ته لاړ او داسے په چم ګاونډ کښ نوی خبرونه او ټنګ ټکور ختم شو- بس ځلمے ملا ؤه ، جمات ؤه او پنځه وخته بانګونه وؤ ـ ملا صيب تش دَ جمات امام نه ؤه دَ پروفيسر صيب دَ کور ټوله ذ مه واری هم د هغه په سر وه ـ داسے اوګنړئ چه دَ پروفيسر په غير موجودږئ کښ هغه پروفيسر وه - کال لا پوره شوے نه وه چه پروفيسر صيب د امريکے نه واپس راغے نو کور ئ خوشے بيا موندلو او جمات کښ د امام پوسټ هم خالی شوے وه او چه ما ورسره افسوس اوکړو " پروفيسر صيب ډيره بده اوشوه "
نو هغه جواب راکړو" چه څه بده اوشوه؟ چه څه شوی دی ښه شوی دی" او ما په زړه کښ اوے چه خبره م غلطه اوکړه ما له چپ پکار وه
دَ چم ګاونډ دَ ښځو کلب بيا راويخ شو او دَ خبرونو سلسله بيا ګرمه شوه پروفيسر صيب يو څو ورځے د خپلے مشرے ټبر کره تيرے کړے او بيا يو ورځ ما ته ځما دکرکټ ټيم مور دا خبر واؤرؤ چه دَ پروفيسر صيب صبا بيا واده دے
صبا ئ بيا واده دي