Announcement

Collapse
No announcement yet.

يو غزل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • يو غزل

    په سپين مخ دې تور کاکل شو ول ول بيا
    عاشقان به شي په وير او زلزل بيا

    په نکريزو دې لاس سرۀ کړۀ تر مړونده
    شين لوګے به شم په شان د خل پل بيا

    پوره کړې ده تا کومه وعده خپله
    ماشوم زړۀ مې غولوې په چل ول بيا

    ستا د لېچو پلوشې دي کۀ د تورو
    له حېرته ورته شومه لل ګل بيا

    کۀ ګزار دې کړم د مچ هسې له پيو
    در روان يم د مېږي په پل پل بيا

    د هجران تندې دې داسې لېونے کړم
    فرياد کړم لکه جرس په سول سول بيا

    ساقي زړۀ باندې لاس کېږده قيصې پرېږده
    لوپټه په سروي د ململ بيا
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2

    غزل

    دا د عقل خاوندان چې بده وائي لېوني دي
    دې ناترسه توره شپه کښې دا يو څو اوراورکي دي
    تا نه ځار شم هله راشه چې باڼۀ درته لوګے کړم
    د مودو نه مې ساتلي دغه موټي سپېلني دي
    اوس د چرته نه پېدا کړم په خزان کښې چې تۀ غواړې
    ستا اوربل کښې چې پراتۀ دي دا ګلونه د سپرلي دي
    انتظار کښې سپينو سترګو باندې ياره الزام مۀ ږده
    د کتو کۀ درته نۀ دي د ليدو دې ارماني دي
    وه غمګينه خوشحالېږه يو غزل ترې هيله جوړ شو
    څۀ خيالونه مې زاړۀ وو ورسره څۀ اوسني دي
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      لمده لمده غوندې په اوښکو يوه سپينه څهره
      ګړۍ ګړۍ مخ ته راځي د چا غمګينه څهره
      مينه خو پرېږده اقرار پرېږده چې په ترڅ کتو هم
      خوله خوله شي د اشنا يخه واورينه څهره
      ما دې په غلو سترګو کښې غلا د مينې ونيوله
      پټه چې تا کړه په پلو له ما سپوږمينه څهره
      کله سپوږمۍ کله د نمر، کله د ستورو په نوم
      نمانځم له نازه د نيازبين يار نازنينه څهره
      ما ته د سوچ په سترګو هم هغسې ښکاري مدام
      د بت په شان هغه ګونګۍ غوندې حسينه څهره
      شوق هم له خياله په خپل خيال کښې منتظره د ځان
      ويني په اوښکو کښې لمده د چا مسکينه څهره


      (افضل شوق)
      Last edited by Yousafzai Pakhtun; 06-01-2010, 04:39 AM.
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment

      Working...
      X