Announcement

Collapse
No announcement yet.

Ghazaloona...bashukreeya pasoon mardan

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Ghazaloona...bashukreeya pasoon mardan


    غزلونه

    اندېش شمس القمر

    څوک د اوربل کړى څوک د شونډو د رخسارکړى زړګے

    خلق هو ښياردے لاړ شى ځى چرته قلار کړى زړګے

    ښکلى اوس دومره فېصلې د مينې نـــــــــۀ ځندوى

    په يو نظر يا د انکار يا د اقـــرار کــــړى زړګے

    هـر يو د خپل زړۀ د طـوطى ســــــره خبرې کوى

    دې ځـــان ځانى کښې څوک د چا سره ايسار کړى زړګے

    چې ستا د ياد ګل مې په لاس ستا انتظار نۀ کؤم

    ما له به څوک راشى په څۀ به مې ګلزار کړى زړګے

    ځوانى دې مــۀ شـه د نظره تۀ ئې ناز د مينې

    خوتلـــۀ راتــلــــۀ د دې کوڅـــــوبه درلــــه خوارکړى زړګے

    ښۀ هغه څوک چې په څۀ چل دچا نه ځار کړى زړګے

    خــــــو ښه ئې خپله کۀ دلبـــر او کـۀ دلــــدار کــــړى زړګے

    د دې سخا وايــــه چې ســــر په بالښت ولګوم

    پـــــه يوه ساه راته بلا غمونه شمار کــړى زړګے

    فقيـــرى دا ده چې د غــم د بـــاره ځـان وساته

    بــــــــاچــــائى دا چې د دړمندو خدمتګار کړى زړګے

    چــــرته خپه کـــړه چا د ژوند د اوازونو مرۍ

    اوس به څوک خوږ په يه قربان او يه که زار کړى زړګے

    هغـــه د مينې د هــــوا د الـــوتــــو ســــره سـم

    د خپـل ارمان ګلاب ته ودريږى سينګار کړى زړګے

    نۀ پـه خندا نۀ په ژړا مې د چا زړۀ خپل کړۀ

    داسې به څوک وى چې به ما له زما يار کــــړى زړګے

    ما سره نيشته دے يادونه د سمســـورو سپرلـو

    خيال به مې څۀ رنګ له د مينې د رنګ زار کړى زړګے

    ستا د وفا په تورو غلو لارو به څوک ځى راځى

    په کومه لاره به کوم ځائے سترګې په لار کــړى زړګے

    زۀ چې هـــر کلـــه مشعــولېږم ستا د ياده سره

    دغه محفل د محبت مې ُسر ستار کړى زړګے

    مينې راخستې ده سيالى د مشينـــــــونـــــو ســـــــــره

    څـــۀ به څوک صبر وکړى څۀ به څوک په وار کړى زړګے

    چې د هـــــــجـــــران د تــــاؤ وهــلــــــو پــــــه لــور مــخ واړوم

    ستا د جفا شېبره تبـــــه مې غم خــــوار کـــړى زړګے

    مينــــه د مينې حـــــق لـرى د دې نه نۀ شى انکار

    زۀ بـــــه هغه هغه دې مـا وتـــــه وزګار کـــړى زړګے

    مــا پــه دستـــــــور د محبت دى غـــــــړولې ستــــرګې

    ستـــــرګې زمــا هلــــــه پټيږى چې بېدار کــــــړى زړګے

    زۀ به ئې په هيلـــــه د سپرلى بـــاندې روزم پالمــــه

    کۀ د يو ګل يوې غوټۍ مې هم مالياره کړى زړګے


    ٭ رحمت الله درد

    لــــر و بــــره خـــامـــــوشى ده زور آوره خــــامــــوشـــى ده

    په يـــو غږ په کښې لاهو شى څــــۀ ژوره خــــامــــوشى ده

    پــــــه اعصابو مې ســــوره ده څــــۀ کافـــــره خــاموشى ده

    د لــفـــظــــونــــو د حـــرمــت نـه مـعــتــبـــره خـــامـــوشى ده

    بې هنګامه شـــور و شـر دے ژبــه وره خــــامــــوشــى ده

    چې رښـــتــيا اورېدے نۀ شه نــــو بهتــــــــره خاموشى ده

    تۀ چې نه ئې ستا له بــام نه تر ګـــــودره خـــامــوشى ده

    چې د زړۀ ارمـــان ئې وژنى

    د زړۀ ســــره خـــــاموشى ده

    چې ښۀ شعر ليکلے نـــــۀ شے

    درده غوره خـامـــــوشى ده


    ٭ ډاکټرمحمد همايون هما

    زۀ چاپېره خلق څۀ کړم جهان څۀ کړم

    چې څۀ سود مې ترې بيانۀ موند اسمان څۀ کړم

    وخت هغه وى،دورهغه چې دې رنګ کړى

    هسې وخت باندې څۀ وکړم دوران څــۀ کړم

    نۀ وفا پيژنى هغــــــه جفا هم نــــه

    دغه بت دے يو د کاڼى جانان څۀ کړم

    په ژوندونى چې دنيا راته دوزخ دے

    پس له مرګه به په حورو غلمان څــۀ کړم

    يو دسترګو خوږېدو په کښې څوک نشته

    کۀ دا کلچر وى تباه کۀ ودان څــۀ کړم

    تش په سترګوکښې ازغى مې چوکه کيږى

    کۀ چمن ترې نه ټول ډک وى ګلان څۀ کړم

    د هما په کښې خبرې چې عبت دى

    په بغداده به څۀ وکړم مردان به څــۀ کړم


    ٭ ډاکټر پروېز مهجور خوېشکے

    بــيـــا رانــــغــلـــــو پســتــنـــــه پــــه سفــــر وتے

    رايـــاديــــږى هـــــــر مـــاښــــام د سحــــــر وتے

    کلــــه کلــــــه ئــــــې خـــبـــــر اخـلـــــه دلبـــــره

    نـــــۀ خبـــريـــــږى د خـپــل حــال پـــه خبــر وتے

    هغــــه لاړلــــو په ستورو کښې دېـــــره شـــــو

    ســتا د حـــال د يـــو اسمان په چکـــر وتے

    چې د ګل غـــوندې مسکن ئې ورته پرېښــو

    څــــۀ ارمـــــان لـــــــرى ؟ لــــه کــــوره بهر وتے

    ستا زمــا دا اشنائى څـــــۀ نـــــوې نــــــۀ ده

    تــــۀ يــــــو خيال وې تل زما له نظر وتے

    چې هوښيار شو مېخانه کښې غلے ناست وى

    ســــتـــا د ستـــــرګــــــو د خمار لـــه اثـــر وتے

    کۀ مهجور له دې تېشه په لاس کښې ورکړه

    څـــــۀ پـــــــروا لـــــــري د ســـــر پـــــه خطر وتے


    ٭ بشېر زار مردان

    هر څوکۀ يو ځان يو خو اشنا پردى پردى يو

    مونږ د يوې څانګې ازغى ځان ته هم ازغى يو

    هسې دې زمـــــــــونږه په محفل کښې وارخطا شى

    نۀ خو تۀ پردے ئې اشنا نۀ مونږه پـــردى يو

    څۀ چې ډيوه مړه کړو نو رڼا به مو نصيب شى

    دا کۀ داسې وکړو نو خالص بـه ليــــونى يو

    هر څۀ چې دى ډېر ښه دى په ډېره پسې نۀ مـــــرو

    مونږه مالکان د موټې خاورې لېشت پټى يو

    بد يو مونږ په دې بـــاندې چې بدو ته بد وايو

    ځکه سکه وروڼوته خپل کور کښې ميرنى يو

    مونږ به آخر ولې پـــــه کـــږو پسې کاږۀ ځــــو

    مـــونـــــږ د سـمې خلـــق سمې لارې لاروى يو

    هئ چې مو لېلى د وطن غېږه کښې د بل شى

    مونږ به هم پټکى ږدو په سرونو چې سړى يو

    ٭ ثناء الله شميم ګنډه پور


    دا زۀ چرته يم روانه له سحره تر ماښامه

    يم پخپلـــه زۀ حېرانه له سحره تــــر ماښامه

    په سپرلى کښې هم ګلونه دى هغسې مړاوې مړاوې

    چــې دا ولې يـــم پـــــر ېشا نه له سحره تــــــر ما ښا مه

    خپل پټکے غنيم ته ورکړم کۀ سر کے زۀ خپل قربان کړم

    يم په دوو کښې زۀ حېرانه له سحره تر ماښامه

    دغه څوک زما د ګلو باغ کښې چوڼ کوى لګيا دے

    هم تپوس کوم هر چا نه له سحره تر ماښامه

    زما زړۀ دړې کېد و باندې ستا زړۀ نۀ دې سوړ شوے

    نور تۀ څۀ غواړې لما نه له سحره تر ماښامه


    يارانه به نوره څومره کړم له دوى سره شميمه

    دوى خو وژنى ماله ځانه له سحر تر ماښامـه


    ٭ اقبال حسرت

    حُســــــــن دې اشنا کــــــۀ پټــولے شې

    ځان ته دا دهوکه کۀ ورکــــولې شې

    خدائے دې په نظر مۀ کړه ساده اشنا

    تۀ ســـاده بــــاده ښکلې لېـــدلې شې

    مينـه کښې تاوان مې د ذات وکړو خو

    تۀ مې څـــۀ تـــــاوان محسوسولې شې

    ګل د سترګو جنګ نه پس اشعار زما

    مال غــنيـمت راټـولــولې شـې

    ما به د ايمان رڼا ښکاره کړى خـــــو

    تۀ مې کۀ تيارو کښې وروکولې شې

    زۀ دې لــــه رقيبه بېلو کې نـــۀ شم

    تۀ مې له جهان هم بېلولې شې

    حسن دې قاتل نۀ شى زمــــــا اشنا

    مــــا لــکــه هـــابيل په چا وژلې شې

    تۀ په تول د سرو سپينو يوسف غوندې

    مصر په بازار کښې خــــرڅېدلې شې

    زۀ يم د اولس په رنځ رنځور شېخه

    تۀ حورې غلمان ستايه ستائېلې شې

    مينه درنه غواړمه حســـــــــرت اشنا

    تۀ مې دا حســـــرت پوره کولې شې

    ٭ اسماء سحر هوتى

    زۀ د خيال ځانګوکښې چې ځنګېږمــــه

    کله شــــم مسکۍ کلـــه ژړېـــــږمـــــه

    ما لــه لاس د مينې راکــــړه ښکليـــه

    بــيا د وفــا لارو کښې وروکېــږمــــه

    داسې په محفل کښې راته مۀ ګـــوره

    زړۀ مې کړى درزا ټــــولـــه رپېـږمه

    پـل د محبت دې بختـــــور شــــو خــــو

    اوس به د هجران په اور ورتېـــــږمـــه

    پرې مې ږده پلـــؤ ګوره سحر شـــولو

    بس جانــــــانــــه ځم نـــۀ حسارېـــږمه

    ٭ حميد اقبال ګلرنګزے

    جرم چا وکړو سزا وار څوک شو

    ګناه د چــــا وه ګناهګار څــوک شو

    د زمانې نخرې ته سوچ وکړه لږ

    دار د چا ځاے وۀ او په دار څوک شو

    دلــداره تــۀ چــې نـــاخبــــره اوســے

    د دې حـــالاتـــو ذمـــه وار څـــــوک شـو

    پوڼۍ د زهر و خدايه چا وخـــوړه

    د خپل نصيب ځينې ويزار څوک شو

    دا فېصله نن په ګودر کښې وشوه

    سروه څوک وخته، چنار څوک شــو

    زۀ ئــې کــرم او دې ئې ځېلې ريـبى

    صېــبـــه د دې چمن حقــدار څـوک شو

    حميد ئې پټ، تۀ ئې ښکاره يادوے

    مُلا اوس وايه ريــــا کار څــــوک شــو

    ٭ محمد افضل سيرى وال

    ستا تصور کښې چې مې ځان سره بېګاه وژړل

    ټولو همزولو مې په حال باندې اشنا وژړل

    سترګې مې کلکې کړې ما وې نور ورته نه ژاړم

    خو ساده زړګيه ستا دپاره مې نن بيا وژړل

    مونږ د حالاتو په مېچنو داسې رېز مـــرېـــز شو

    زمونږ په حال پردو د خپلو نه سېوا وژړل

    ما پکښې هاغه اختر هاغه پسرلے ونــــۀ ليد

    د خپل وطن پرهر وجود ته مې بلها وژړل

    د تقدير ليک دے په تدبير ئې بدلــولے نۀ شو

    ګنى نو يـو بل پسې څومره ما او تـا وژړل

    ستا د وصـال د شپې خندا چې مې رامخې ته شوه

    د هجر شپه کښې مې جانانه تر سبـا وژړل

    افضله دا چې د هر چا د سترګـــو اوښکې څاڅى

    دا په شعرونـو کښې يادونه دې د چـا وژړل


    ٭ مصباح الله مصباح

    د ګلــــــو قــاتـــــلان د مـــوسمــــــــــونـــو قاتلان

    دې ښار کښې څۀ بلا اوسي د زړونوقاتلان

    د هيڅ هم پـروا نۀ کوم له مينې مې ژوند ځار

    کۀ هر ځائے کښې دېره دى په سـوونـوقاتلان

    ليدې چرته محفل کښې شى دوه زړونه په خندا

    وختونـه دى زمــــونـــــږ د ارمانونو قاتلان

    زمــــونږ لــــه غمه نه دى سرګردانه، پريشانه

    د ځـــان دپاره دى دا د وختـــــــونــــو قاتلان

    مېدان کښې د ضمير چې دى بې ننګه بې پښتو

    سودا کوى زمونږ اوس په ســرونـــو قاتلان

    پيښږى مصباح خـــامخا د سـر د پــــاسه ســـــر

    کۀ هـــر څومره کړى لوبه د اورونـوقـاتلان
    Published Pasoon May-June 2011
    Last edited by Feroz Afridi; 06-21-2011, 02:05 PM.
Working...
X